Categories

اعلان

Loading…

د ملي امنیت ریاست وايي، د ترهګرو د روزنې یو مرکز یې نیولی دی

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن /شنبه/ وویل چې د کابل – کندهار په لویه لار یې د ترهګرو د روزنې یو مرکز نیولی دی.

د ملي امنیت د ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم، دا مرکز د دې ریاست د منسوبانو او ملي پولیسو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې په زابل ولایت کې نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي چې په دې عملیاتو کې یې درې تنه وسله وال ترهګر د بمونو د جوړولو له لارښود سره یوځای نیولي دي.

دا ریاست همداراز وايي چې په دغه مرکز کې یو شمېر په کور کې جوړ شوي بمونه او یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم په لاس ورغلي دي.

دا اداره وايي چې نیول شویو ترهګرو د لویې لارې پر مسافرو حملې کولې، په لاره یې ماینونه او بمونه ایښودل.

د ملي امنیت ریاست نه دي ویلي چې نیول شوي کسان په کومه ډله پوري تړلي دي.

د کابل – کندهار په لویه لار په ځانګړي ډول په زابل کې مخکې څو ځلي د داعش ډلې هزاره مسافر برمته کړي ودي.

دغه ریاست په یوه بله خبرپاڼه کې نن ویلي چې منسوبانو یې په ښار کې د انتحاري حملو دوه پلان جوړونکي او یو انتحاري حمله کوونکي له یوه موټر سره یوځای چې له چاودیدونکو موادو ډک و، نیولي دي.

په بیان کې راغلي چې نیول شوي د حقاني شبکې کسان و او له لومړنیو څېړنو وروسته یې ویلي چې هوډ یې درلود د کابل په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې حمله وکړي.

52 total views, 1 views today

1 comment

  1. khan Reply

    walay ye nasay dray band skha wrosta bairta khushay kayge
    hasay khalak pa azabaway
    au da mong deer zalay leedalee che khushay shawee we

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *