Categories

اعلان

Loading…

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز مشر اول الرحمن رودوال له انتحاري حملې روغ ووت

تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر یوه مهم غړي اول الرحمان رودوال نن سهار په کابل ښار کې انتحاري برید وشو، چې په نتیجه کې یې د نوموړي موټرچلوونکی ووژل شو.

پر اول الرحمن رودوال، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز رييس دی، د کابل په شاه شهید مېنه کې برید وشو. راپورونه وايي انتحاري حمله مخکې تر دې وشوه چې ښاغلی رودوال موټر ته وخېژي.

تراوسه کومې ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه عموماً وسله وال طالبان کوي.

له نسبتاً اوږدې مودې را په دې خوا په کابل او نورو ښارونو کې د طالبانو انتحاري بریدونه لږ شوي دي.

په کابل کې له یوې میاشتې راهیسي کومه حمله نه وه شوې.

پر ښاغلي رودوال د برید له کبله د ده یو ساتونکی ژوبل شوی دی.

31 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *