Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر د پښتونخوا له ملتپالو مشرانو سره د سولې پر پیغام خبرې وکړې

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوزې پښتونخوا له ملتپالو مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې تېره شپه په ارګ کې وشوه، ولسمشر غني د کوزې پښتونخوا مشرانو اسفندیار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاو، محمود اڅکزي، افراسیاب خټک، سکندر شېرپاو، انجینر شکرالله خان، ایاز وزیر، سلیم خان، عثمان کاکړ او ورسره نورو ملګرو ته هرکلی ووایه، ویې ویل:«افغانستان ستاسو خپل کور دی.»

ولسمشر غني د باچا خان، خان شهید (خان عبدالصمد خان) او د دوی د ملګرو مبارزې وستایلې، ویې ویل:«د دوی د ارمانونو پوره کول زموږ مسوولیت دی.»

ویل شوي چې د پښتونخوا ملتپالو مشرانو د پاکستان د حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو پیغام راوړی دی.

ولسمشر هم په خپلو خبرو کې دې مسلې ته په اشارې وویل:« ټول افغانان ویاړي او خوښ دي، چې خپل کور ته مو له سوله ییزو پیغامونو سره تشریف راوړی، زموږ او ستاسو غم او ښادي سره شریکه ده.»

ولسمشر غني ملتپالو مشرانو ته د افضل خان لا لا پر مړینه غمرازي وکړه.

د قومي وطن ګوند مشر افتا احمد خان شېرپاو له ولسمشر غني څخه په دې مننه وکړه چې د افضل خان لالا د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره یې خیبرپښتونخوا ته پلاوی ولېږه.

ښاغلي شېرپاو همدا راز وویل، افغانستان خپلواک هېواد دی او موږ تل په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره دعاګانې کوو او په همدې موخه مو د پاکستان د ولس سوله ییز او د خواخوږۍ پیغام تاسو ته راوړی دی.

29 total views, 1 views today

2 comments

  1. kabuliwala Reply

    ورک یی که
    په خدای چی سړی اور اخلی
    خپل پښتون د پنجابی پوسته رسان
    زه دا وایم:

    ای دپښتونخوا مشرانو، تاسی خو هلته ژوند کوی ، ولی طالب تروریستان تاسو له کوره په موږ ډزی کو ؟ تاسی ولی هغوی ته ځای برابر کړی؟
    پنجابیان یی کوی؟ خو تاسی ورته ووایی، دا کولای شی چی بوسته راسانی وکړی او ورته ویلای نه شی؟

  2. خالده خالد Reply

    دپـنـجابــي واکــمــنــولــه خــوارالـیـږل شـویـودرونوپـښـتـنـوخـانـانـوستړي مه شۍ۰په ښه ڼـیـت هرکله راشئ ، خونه د پنجابیانو له خوا ۰
    زماله ستاسودرنوخانانوڅخه یوه پوښتنه ده چې: دا(۳۸)کاله چیرې وۍ ،په دومره اوږدوکلوکې چې د نړۍ سترواشغالګروهیوادوددوه مخو پنجابيانو درنګ،رنګه دسیسو په وجه زمونږ په هیواد کې دملکي خلکوپه وړاندې څه جنګي جنایتونه ونه کړل ،چې زما په انډ دبشردحقوقودجرمونوپه کتاب کې به تر اوسه نه وي لیدل شوي۰
    ستاسوپنجابي واکمونواوزمونږپردیپالوسیاستوالودمیلیونونوافغانانودماشومتوب اود ځوانۍ دژوند رنګینه پاڼه دویرپه توررنګ ولړله۰۰۰
    دتنظیمونو، پاټکواوملیشوجوړول ،۰۰۰به یوه خواپریږدو،يوډیرښکاره مثال چې ټولې ڼړئ ته مالوم دی هغه چې: په خپله غیږه کې دلادن پټـول وو، چې وروسته له وژلوئې په نامه سمندر ته واچاوه، خوتر ننې ورځې ئې دلراوبرپـښـتنــوپه بډه ګوري۰۰۰
    زمادرنوخانانودا به کوم غیرت ومني چې: یو پردئ ئې دې په کور ننوځي اوناموس ته ئې دې په سپکه ګوري ۰۰۰؟ دهغه ورځې په هیله چې زمونږ دغیرت اوخاورې دښمن دمحکمې په وړاندې ووینم۰
    پـه درنـاوۍ سـره دریـښــتـیـانـۍ سـولـې پـه هـیـلـه !!!۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *