Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر د حکومت له لوري د داعش د ملاتړ په اړه د ظاهر قدیر د څرګندونو د څېړنې حکم ورکړ

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو جګپوړی پلاوی وګوماره چې د حکومت له لوري د داعش یا اسلامي دولت د سختدریځې وسله والې ډلې د ملاتړ د ادعا په اړه څېړنې وکړي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم دا پلاوی وروسته له دې د تحقیقاتو لپاره وګومارل شو چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر ادعا وکړه چې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې مشران او قوماندانان په کابل کې اوسي او د حکومت د چارواکو دفترونو او بهرنیو سفارتونو ته تګ راتګ کوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي:« د ولسي جرګې د لومړي مرستیال د ادعاوو جدیت ته په پام د حکومت له لوري د داعش د تروریستي ډلې د ملاتړ او پر عامه ذهنونو د هغو د اغېز، د امنیتي ځواکونو د روحیې د کمزورولو او د نړیوال تروریزم پر ضد په مبارزه کې د هیواد د ملي حیثت خرابېدو ته په پام د ولسمشر دا حکم صادر شوی دی.»

دغه پلاوی، چې د عدلي او حقوقي چارو د مشورتي بورډ د رييس نصرالله ستانکزي په مشرۍ یې د لویې څارنوالۍ پوځي مرستیال ډګرجنرال عبدالفتاح عزیزي او د دولت د قضایاوو عمومي رييس میر محمد انورسادات غړي دي، دنده لري چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال څرګندونې او موجود سندونه د اساسي قانون، د کورنیو او بهرنیو جرمونو د قانون، د دولت د درې ګونو قواوو د سلوکي اړیکو د تنظیم د قانون او د ولسي جرګې د کورنیو دندو او اصولو په ګډون د نورو نافذو اسنادو مطابق وڅېړي.

ولسمشر غني په عین حال کې پلاوي ته سپارښتنه کړې چې د پلټنې په لړ کې د بیان ازادۍ او د ولسي جرګې د مرستیال رييس مصونیت ته درناوی وکړي.

د ظاهر قدیر د دوشنبې د ورځې /نوومبر ۲۳/ په څرګندونو له ارګه رانیولې تر کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د ملي امنیت ریاست پوري ټولو غبرګون ښودلی دی.

ارګ بې له دې چې د ظاهر قدیر نوم واخلي د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل:« د افغانستان امنیتي ځواکونه له ترهګرو ډلو سره تل مبارزه کړې چې وروستۍ بېلګه یې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش پر ضد تصفیوي عملیات دي.»

د کورنیو چارو وزارت هم د حاجي ظاهر قدیر نوم نه دی یاد کړی خو ویلي یې دي چې د ولسي جرګې یوه غړي د خپلو شخصي او څو کسانو د ګټو لپاره د ملي ګټو خلاف څرګندونې کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په یوه خبري غونډه کې بې له دې چې د ظاهر قدیر نوم په ښکاره واخلي، وویل دا کسان چې غیرمسوولانه څرګندونې کوي اسناد دې وړاندې کړي.

ده ټینګار وکړ:«څوک چې درواغ وايي مخ دې یې تور شي.»

دفاع وزارت هم ورته اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو د داعش په سلګونو غړي وژلي دي.

د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل ویلي چې د افغانستان په څو سیمو کې امنیتي ځواکونو د داعش ۴۵۰ غړي وژلي دي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *