Categories

اعلان

Loading…

له ۴۴ کاله بنده وروسته په راغلي بدلون د یوه امریکايي بندي حیرانتیا

لاندې ویدیو لري.

تاند- اټیس جانسن په وروستیو کې له ۴۴ کاله قید تېرولو وروسته خوشي شو. دی ۲۵ کلن و چې بندي شو خو اوس ۶۹ کلن دی.

له خلاصېدو سمدستي وروسته پوی شو چې دنیا خورا بدله شوې ده. له هغه وخت سره ډېر ډېر توپیر شته چې ده په نولس سوه شپېتمه لسیزه کې لیدلی و.

جانسن دا خبرې الجزیرې تلویزیون ته په مرکه او یوه ویدو کې کړي دي.

دی د نیویارک ښار مشهور چوک ټایم سکوایر ته لاړ، هلته نوې ټکنالوژۍ حیران او په عین حال کې سربدال کړ ځکه چې خلک یې لیدل چې هیدفونونه یې په غوږنو کې دي، موسیقي اوري، ځیني په موبایل ټېلفونونو کې خبرې کوي، د ځینو په غوږونو کې الې ویني او له ځان سره خبرې کوي. ده ته هر څوک د سي آی اې ایجنټ ښکاري.

شاوخوا بدلېدونکې او رنګارنګ الیکترونیکي لوحې او اعلانونه هم ورته هېښوونکي ښکاري.

جانسن ته، چې د یوه پولیسو په قتل محکوم شوی و، دا ټول د دې لپاره هم حیرانوونکي دي چې په کوټه قُلفي کې ساتل شوی و او خپلوانو هم هېر کړی و.

څه فکر کوئ چې ۴۴ کاله وروسته به دنیا څرنګه وي؟

17 total views, 1 views today

4 comments

  1. Hassan Reply

    په ډیره خواشینی سره پدی تیرو څلويښتو کلونو کی دپنجاب د مخامخ مداخلو او د هغوی د ګوډاګیانو له لاسه ټول افغانان همداسی په جیل کی ساتل شوی دی. پرمونږ یی د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازی تړلی . ښوونکی یی ووژل ، ښوونځیو ته یی اور ورته کړ او په کنډوالو یی بدل کړل. هرهغه شی چی د تمدن او ترقی سبب کیږی د کفر فتوی یی پری صادره کړله او نن یی مونږ افغانان همداسی یو هیواد کی را ایثار کړی یو لکه یو لوی جیل چی وی . اوس زمونږ ځوانان له دی جیل نه هری خواته په تیښته دی.

  2. shala Reply

    پرڅای او مناسبه خبره ده

  3. Ihsanullah Reply

    ډيرى افغانان د اصلي پرمختللې نړى څخه تر اوسه هم خبر ندى که خبر شول شايد دوى هم سربداله شي

  4. shahab Reply

    داتول زیان چه لیدلی افغانانو دمزدورو دکمونستانو د مزدوری له کبله چه خپل هیوادوال یی د خپل بادار د خوشحالولو لپاره د کمونیزم قربانی کرل د تالی ستو دبل په اشاره د افغانستان جور حکومت رنگ کر دهیواد عام ولس یی جیلونو ته ولیژل په هغه یی هم بسنه ونکره او وژلو یی لاس پوری کر تر دی چه په دوه کلن ماشوم یی سرپه ونکره او د حضرتانو د فامیل توله کورنی فقط ددی دپاره چه د تاسو مذهبی خلک یاست له تیغه تیر کرل نه یی شتمن پریشود پدی پلمه چه تا دنورو حق خورلی نه غریب پریشود نه ملا اونه یی هم شپون په چایی لاس رسیده هغه ته یی ستنه وراندی کوله پدی یی هم اکتفا ونکره او په خپلو منزو کی سره اخته شول امین د تره کی په خوله بالشت کشیشود ببرک امین په روسانو وواژه نجیب ببرک د خپلو بادارانو په خوله له هیواده وشاره دوستم د نجیب لمنه د زینو نورو په مرسته وتوله کره نو اوس تاسو قضاوت وکری چه دا ملک چا په جیلخانه بدل کری او ددی غمیزی اصلی لوبغاری سوک دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *