Categories

اعلان

Loading…

د امریکا متحد ایالتونه افغان هوايي ځواک ته ۶۵ بې پېلوټه الوتکې ورکوي

تاند- د افغانستان د ملي اردو هوايي ځواک ته د ۶۵ بې پېلوټه الوتکو د ورکولو په لومړي ګام کې له یوې امریکايي کمپنۍ سره د ۷۰ ملیون ډالرو په ارزښت د ۸ سکن ایګل (ScanEagle) بې پېلوټه الوتکو قرارداد لاسلیک شو.

د امریکا دفاع وزارت نن /پنجشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان د حکومت لپاره ټولټال ۶۵ سکن ایګل الوتکې او د هغو پُرزې اخلي. په دې معامله کې د روزنې چارې او په سیمه کې حمایوي اقدامات هم شامل دي.

په واشنګټن کې له مېشتې (Insitu Inc) کمپنۍ سره د ۸ بې پېلوټه سکن ایګل الوتکو قرارداد په ۷۰ ملیونه او ۹ لکه ۴۱ زره ۳۱۰ ډالره لاسلیک شو.

په قرارداد کې ویل شوي چې دا کمينۍ به افغان امنیتي ځواکونو ته د ټولټال ۶۵ بې پېلوټه الوتکو، پرزو، ملاتړ کوونکو وسایلو، او په سیمه کې حمایوي خدماتو د مهیا کولو ترڅنګ په افغانستان کې د سکن ایګل د روزنې مرکز جوړوي.

د افغانستان امنیتي ځواکونه د هوايي ځواک د نه لرلو له کبله زیاتې ستونزې لري او تل یې د هوايي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

5 total views, 1 views today

1 comment

  1. shakir Reply

    فکر کوم چی د همدی کال ستره ټوکه به همدغه وی چی امریکا وایی ((افغانستان ته بی پیلوټه الوتکی ورکوی. ))افغان هوایی ځواک بی پیلوټه الوتکی څه کوی؟ که امریکا په رښتیا د افغان هوایی ځواک سره مرسته کوی نو جنګی یا ترانسپورتی الوتکی د ورکړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *