Categories

اعلان

Loading…

ناروې له افغانانو وغوښتل چې دغه هیواد ته د پناه لپاره ورنه شي

تاند- ناروې نن د افغانانو لپاره اعلانونه خپاره کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ناروې ته د پناه لپاره ورنه شي.

د ناروې د مهاجرو ریاست د افغانستان په ورځپاڼو او دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو اعلانونه خپاره کړي دي. په دغو اعلانونو کې افغانانو ته ویل شوي چې د دوی پر مخ د ناروې دروازې پرانستي نه دي.

ټاکل شوې ده چې سږ کال په ناروې کې ۳۵ زره تنه پناه وغواړي. دا شمېر د تېر کال په پرتله ۳ برابره زیات دی خو لا هم د ګاونډي سویډن په پرتله لږ دی.

سویډن او جرمني تر نورو اروپايي هیوادونو زیات مهاجر منلي دي.

د ناروې حکومت تېره جمعه د دې لپاره چې خپل هیواد ته د مهاجرو د ورتلونکي سېل مخه ونیسي، د پناه ورکولو شرایط او مقررات سخت کړل.

تر دې مخکې جرمني په کابل کې په لویو لوحو کې افغانانو ته خبر ورکړ چې دا هیواد نور افغانان د مهاجرو په توګه نه مني. (نور)

د افغانستان د حکومت په وینا سږ کال شاوخوا ۱۴۰ زره افغانان د اروپايي هیوادونو په نیت له افغانستانه وتلي دي خو د اروپايي اتحادیې د کډوالو د چارو اداره (ایروسټت) وايي چې شاوخوا ۴۰ زره افغانانو د دې اتحادیې په غړیو هیوادو نو کې سږ کال د پناه رسمي غوښتنه کړې ده.

ګومان کېږي چې په دې شمېر کې هغه افغانان شامل نه دي چې ترکیې، یونان او د ختیځې اروپا هیوادونو ته رسېدلي دي.

7 total views, 1 views today

1 comment

  1. mha Reply

    What other choices do these people have? No peace and no jobs, corruption and the government of warlords.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *