Categories

اعلان

Loading…

د کتابونو ویش/ فدامحمد باران

له نورو مې اورېدلي، کتاب کې ژوند دی، کتاب کې پانګه ده، کتاب کې سیاست دی، کتاب کې رڼا ده او کتاب کې هر هغه څه شته، چې ژوند ښکلی کولای شي او انسان له ستونزو ژغورلی شي.

ماشوم وم، د کور د اوسېدو کوټې په تاخچه کې مو یو کتاب اېښی و، دا کتاب هېچا نه لوسته، نه ترې چا رڼا اخیسته او نه هم پوهه، خو دغه کتاب به هر سهار زموږ د کورنۍ ځینو غړو را اخیستلو، ښکلولو به یې، سترګو او زړه پورې به یې نیوه. معنی که چا ترې رڼا نه اخیسته، روحي ارامتیا یې ترې حاصلوله.

کتاب یې په دې نیت په زړه پورې کلک نیوه، چې یو وخت یې له سختیو وژغوري او سفارش یې وکړي، کله، چې لږ لوی شوم، همدغه مقدس کتاب به مې تخرګ کې نیوه، تر جماعته به تلم او له ملا امام به مې ذده کولو.

په ښوونځي کې تر نورو ذده کوونکو په املاء او کتاب لوستنه کې ښه وم، که کوم ښوونکي به مې پلار ته زما ستاینه کوله، ده به ورته ویل، چې زوی مې قرانکریم ډېر تلاوت کوي، ځکه تر نورو ذده کوونکو ښه دی. ښوونځي کې مې املاء انشاء او حساب ذده کړل. څلورم ټولګي کې وم، یو ملګري راته ملي هنداره کتاب په دې شرط راکړو، چې تر لوستو وروسته به یې بېرته ورته سپارم.

کتاب په معیاري لهجه نه و لیکل شوی، په هغه عمر کې زما لپاره پرې پوهېدل ستونزمن و، خو کیسو یې دومره خوند راکړو، چې له برکته مې یې په سلګونه ناولونه، شعري او د لنډو کیسو ټولګې ولوستي، چې دغه کتابونو بیا ورو ورو علمي او سیاسي مطالعې ته وهڅولم.

کلتور او ټولنه کتاب نوی چاپ شوی و، نیت مې وکړو، چې دا ځل معاش واخلم، خامخا به کتاب ځان ته اخلم، خو تر هغې به مې چې معاش اخیسته، د معاش تر پیسو به زیات قرضداری شوی وم. د فلک چارې وې، ګردېز کې وم، ورور مې سیدالرحمن نیازي زنګ راته ووهلو، ویل یې، علمي کتاب پلورنځي ته ورشه، کلتور او ټولنه کتاب ترې واخله، پیسې مې ورکړې. په همغه دقیقه کتاب پلورنځي ته ورغلم، کتاب مې ترې را واخیسته، کتاب څه، لکه لس منزله بنګله یې چې راته ډالۍ کړي وي.

د پکتیکا په خیرکوټ کې یو خدمتګار او خیر رسوونکی ځوان غظمت کټوازی بیا په پکتیکا کې دواړه ښیګڼې کوي، ماشومان له کتاب سره اشنا کوي، د ژوند تر ټولو ښه ملګری ور معرفي کوي او هغه ځوانان چې د کتاب لوستو شوق لري، خو کتاب او یا هم د کتاب اخیستو پیسې نه لري، هیله یې ور پوره کوي.

غظمت کټوازی د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اوس مهال کابل پوهنتون کې لوړې ذده کړې کوي. خیرکوټ ولسوالۍ کې یې د غازي ادې په نوم کتابتون جوړ کړی، د ولسوالۍ په بازار کې یې یو دوکان ورته کرایه نیولی، کتابتون د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو پورې خلاص وي، د کتاب مینوال ورځي، کتابونه ترې له ځان سره کورونو ته وړي او تر لوستو وروسته یې ورته بېرته سپاري.

عظمت وایي، د کتابتون لپاره مو یو مسول کس نیولی، د ولسوالۍ د څو نورو ځوانانو په همکارۍ ورته څه اندازه معاش هم ورکوي، عظمت کټوازي یوازې د ولسوالۍ په مرکز کې د کتابتون په جوړولو بسنه نه ده کړې، دی چې له پوهنتون نه په رحصتۍ لاړ شي، د ولسوالۍ په ښوونځیو او کورسونو کتابونه ګرځوي، په ذده کوونکو کتابونه ویشي او مطالعې ته یې هڅوي.

تېره ورځ مې د ده پر فیسبوک پاڼه ولوستل، وروسته تر هغې، چې په ښوونځیو مې کتابونه وګرځول، د غازي ادې کتابتون مراجعین ډېر شوي او د کتاب لوستو مینوال ور سره ډېر شوي،  باوري یم، که د خیر کوټ ماشومان او تنکي ځوانان د کتاب خواږه وګوري او د ملګرتیا تارونه ور سره کلک کړي، په ژوند به هم نشه یي توکي و نه کاروي، د هیواد د ملي ګټو ضد کارونه به نه کوي، له جنګ نه به یې کرکه وشي. له هرې ناسمې لارې به سمې لارې ته کش کوي. د پکتیکا ځوانان خو بیا هسې هم هغه ځوانان دي، چې نه ترې څوک په پوهنتون کې مخکي کېدای شي، نه په سیاست کې او نه هم ساینس کې.

عظمت په کتابتون کې د کتابونو د کمښت ستونزه په ګوته کوي، خو زه باور لرم، که چېرې دا دغه خلکو زړه یو وار له کتاب سره ولګېده، د همدې ولسوالۍ ځوانان، سیاسون او سوداګر به د همدغه کتابتون د بډاینې لپاره هلې ځلې کوي.

د عظمت په څېر ځوانان دې ډېر شي، همدوی زموږ ویاړونه دي، زموږ اتلان دي، چې موږ ته خیر رسوي، خوشالي راکوي، رڼا راوړي او سترګې مو پرانیزي، عظمت دې د اوږد ژوند څښتن شي او دا جنتي ژوند درلودو په هیله یې یم.

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *