Categories

نشې او ملېشې/ عصمت قانع

موږ پخوا په هېواد کې د ملېشو اصطلاح نه درلوده. د هېواد محافظ د افغانستان پوځ وو او داخلي امنیت د پولیسو کار وو.

شخصي لښکرونه، ملېشې او وسله والې ډلې د جهاد په وخت کې هغه وخت رامنځته شوې چې افغانستان د قانونیت له مداره ووت.

همدغه ملېشې په هېواد کې د نیابتي جګړې ډلې ټپلې دي چې د افغانستان د عزت او شرف پرضد د پردو په قومانده په کرایي توګه جنګېږي.

همدغه ملېشې د چرسو، تاریاکو، پوډرو، وسلو او نېشو په کاروبار روږدې شوې او لا هم له قانون، ملي نظم او هېوادنیو تشکیلاتو سره جګړه د ملېشو کاروبار دی.

همدا جنګسالاران دي چې د ملېشو په وسیله د ملي تشکیلاتو خدمات خنثی کوي، همدا جنګسالاران دي چې د ملېشو په زور د نېشو خرمستۍ ته دوام ورکوي، همدا ملېشې دي چې له قانون څخه یې د تشناب کاغذ جوړ کړی دی.

همدا ملېشې دي چې د تروریزم توجیې ته لاره پرانېزي او په کرایي توګه د بغاوت او ترورېزم پالنه او روزنه کوي. همدا ملېشې دي چې ملېشه سازان یې د میلیونونو ډالرو لوبه د خپل پلار او نیکه حق بولي.

څه موده وړاندې په ولسي جرګه کې د ننګرهار وکیل وویل، زه د میاشتې په لکونو ډالرو لګښتونه لرم، خو ننګرهار هغه ولایت دی چې په لکونو ډالر د میاشتې عواید لري. همدغه عواید باید د جرمي اقتصاد د تمویل لپاره استعمال شي؟ نه د خلکو د رفاه لپاره! دا ډالر د هغو دي چې ملېشې لري.

د مالیې پخواني وزیر مخامخ پارلمان ته وویل، چې په زرګونو موټره اوړه او نور ارتزاقي مواد د یوه وکیل لخوا له ګمرکي محصول څخه پرته د هېواد مارکېټونو ته راتلل، خو کله چې د ګمرکي محصول غوښتنه وشوه، د مالیې پر وزیر یې رنګارنګ تهمتونه وتپل او اوس هم د نظم او نظام هره قومانده د ملېشو پرضد په دسیسه او توطیه باندې تعبیرېږي.

هېواد، نظم، قانون د هېواد اداره، د ادارې تشکیلات او تاسیسات، ملي اډانه، ملي قالب، حکومتي واک، مملکتي ځواک هغه وخت د پروپاګنډونو په بړبوکیو کې را ایسارېږي چې د ملېشو او تماشو د خاوندانو پر خپلسرو ګټو د خلکو او پرګنو د ګټو له مورچل څخه برید وشي.

له بده مرغه د افغانستان د پارلمان اوسنۍ اډانه هم له جنګسالارانو جوړه ده، جنګ سالاران او ملېشه یي کرایي قاتلان د ډیموکراسۍ په نوم توانېږي چې د رایو بانکونه د دولتي جایدادونو په څېر قبضه کړي او بیا د هېواد ستر مقننه ارګان د پاټک په څېر د خپلو ناروا ګټو لپاره په یوه مردار خواره مورچل بدل کړي.

د ولسي جرګې رییس د محلي پولیسو تشکیلات د خپلو ملېشو لپاره د خدماتو په توګه استعمالوي، خپل شپون ته هم ټانګ او ماشیندار ورکوي.

وکیلان یې هر یو د خپل ناروا کاروبار لپاره د پولیسو او محلي ساتونکو تشکیلات په هماغه بڼه غواړي لکه د پارلمان رییس چې یې استعمالوي.

د پولیسو او ولسوالیو ولایتي قوماندانان د پارلمان د وکیلانو د شخصي نوکرانو په څېر استعمالېږي. د لویو لارو په اوږدو کې قاچاقي بانډونه د همدغو وکیلانو د نفوذ او واسطې په زور فعالیت کوي.

په سرحدونو کې سرحدي پولیس د همدغو بانډونو په وسیله له خپلو وطنی وظایفو څخه د انحراف خواته کشول کېږي.

د اداري فساد غویمنډ د همدغو ملېشه سالارانو لخوا څخه ګرم ساتل کېږي، خو چې کله هم د اصلاحاتو او ریفورم لپاره ملي او دولتي تشکیلات د تحرک او خوځښت خواته روانېږي د ملېشو خاوندان د وږو لېوانو په څېر انګولي، د هېواد ګټې او مفادات ورته په خطر کې معلومېږي، د هېواد تاسیسات ورته د خیانت او جفا په سمبولونو بدلېږي که څه هم ماته له حکومت څخه دفاع په هېڅ ډول د توجیې وړ نه ده، خو پر ملي تشکیلاتو، ملي ادارو، ملي تاسیساتو او هغو بنسټونو باندې چې ملکیت یې د افغانستان په مملکت پورې اړه لري. غیر مسولانه تورنه لګول پر افغانستان برید ښکاري. دغه تورونه مستقیماً افغانستان او د افغانستان ګټې له ګواښ او خطر سره مخامخ کوي.

پداسې حال کې چې پاکستان په یوه لوی نظامي او استخباراتي مانور لاس پورې کړی دی او نړیواله ټولنه د خپل هېواد هغو ظرفیتونو ته متوجه کوي چې په دغه سیمه کې د یوه سیمه ییز او نړیوال ضرورت په توګه اهمیت پیدا کوي.

زموږ لپاره لازمي ده چې ملي ادارې په داسې ډول تقویه او غښتلې کړو، تر څو ملي مفادات او افغاني اهمیت د نړیوالې ټولنې په یوه مهمه اړتیا باندې بدل کړي.

د قانون واکمني باید عامه شي، ملي ادارې باید ملي نوامیسو حیثیت ترلاسه کړي، ملي تاسیسات باید د ملي مفاداتو د حفاظت، تقدس او سپېڅلتوب وګڼل شي، د ولسي جرګې د لومړي نایب وروستۍ څرګندونې پرته له دې چې د ملېشو جوړولو لپاره د جنګسالارانو او محلي زورمندانو د عقدو پاړسوب وګڼو بل هېڅ ډول تفسیر او توجیه نه شو ترې ترلاسه کولای.

لازمه نه ده چې زموږ ملي محرمات د سرچوک د نندارو وسیله وګرځي، لازمه نه ده چې زموږ مقننه قوه له قانون جوړولو پرته په مهمو استخباراتي محرماتو باندې عقده بازاري او رسوا څرګندونې وکړي.

هر څه یو حد لري، هر څه په یوه خاص چوکاټ کې د زغم وړ دي، هر څه د شخصي غوښتنو او انفرادي سلیقو د قربانۍ وسیله نه شي ګرځېدلای.

افغانستان تر هر څه مهم دی او د افغانستان عزت تر هر چا مقدم دی.

9 comments

  1. الهام الله بابر Reply

    قانع صاحب ډیر عالي.
    تاسو د جدي او سنجده لیکنو د لوستلو دپاره تل تاند ګورم. بریالی اوسئ

  2. Hassan Reply

    قانع صاحب تل د هیواد د ملی منافعو د ساتلو لپاره ښکلی او مستندی لیکنی ټولنی ته وړاندی کړی دی . ایکاش زمونږ د پارلمان غړی د قانون جوړونکی او ساتونکی وای او په هغوی یی عمل کولای . دوی د ملت ل سرمایی نه میلیونران شول خو ملت ته یی د یو توت ګټه هم نه رسیږی.

  3. ع. شريف زاد Reply

    سلام

    تر اوسه په نړي کې هېڅ داسې هېواد نشته چې د بيان د ازادى تر نوم لاندې، يا دوچې دموکراسي د عملي کيدو په اړه خپل کورني عقايد، ملي اومدني معيارونه د سټلايت له لارې د نړۍ نورو هېوادوته څرګند کړي. دولت کولاى شي د معني فريکونسي له لارې يوازې خپلو خلکوته خپره کړي. که چيرې مونږ د انګريزانو پيښي کوو خو مونږ له انګريزانو سره ډير زيات توپير څه چې هېڅ د مقايسې وړ نه يو بې ادبي معاف هېڅوک خپله لمن بل چا ته پر سر نه اړوى
    مونږ دلته داسلامي جمهوريت نوم لرو. په اسلام کې اخلاق، مساوات، عدالت، انصاف، حيا، او انساني کرامت له داسې څرګندونو تيريږي کوم چې دديموکراسي په نوم زمونږد ځينو ناپوهو وکيلانو له خولې په پارلمان کې هرڅه اوريدل کيږي او د کلام عفت په نظر کې نه ساتي نو د پارلمان دريځ او دسپلين له سترې پوښتنې سره مخامخ کوي مهمه نه ده چې ستونزه څه ده
    دې کې شک نشته چې زمونږ پارلمان په تالار کې يو شمير اپه ګانې هم ناستې دى چې بيا د ځينو نورو بهرنيو شکو له اجينتانو سره بيا زيات توپير لري زمونږ فرهنګ د ځيينو پټو او ښکاره شبکو له خوا ستر خنډ سر مخامخ دى ځکه ډير خلک په دې لټه کې دى چې زمونږ فرهنګ کې بدلون راوړي داچې څومره همدا اوس عملي بڼه ځان ته نيولې دا بيا دقضېي بل اړخ دى چې څېرنه ېې وخت نيسي

  4. اتل Reply

    قا نع صاحب زما پوښتنه داده چې دننګرهار وکيل ظاهر قدير په کومه پوهه د خلکو نمايندګي کوي او په کومه پاکي د بيت الله په نوم ادعا لري حال داچې دى په خپله د بيت الله ستر غاصب دي

  5. babrak Reply

    قدیر صاحب
    چی دستار تړی بسیار دی
    د دستار سړی په شماردی

  6. babrak Reply

    قانع صاحب تر قلم دی زارشم

  7. نجیب الله علیزی Reply

    قلم دی هر وخت له رنګه او شرنګه ډک اوسه .

  8. Iqbal Reply

    Deserves to be read, excellent article, we are behind you to unfold the folded realities.

  9. A.Halim Hakimi Reply

    Only a deep love for the well being of his people and nation can bring to surface such precise thought. Seems to me a Jewel has been force stopped to cease and discontinue such needed writings.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *