Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني په کندوز کې د ملي امنیت ريیس او یو شمېر نور چارواکي ګوښه کړل

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار کندوز ته لاړ چې د دغه ولایت حالات له نژدې وګوري.

وروسته له دې چې تېره (سپټمبر) میاشت کندوز ښار د لنډې مودې لپاره طالبانو ونیوه، کندوز ولایت ته د ښاغلي غني دوهم سفر دی.

خو دا سفر يې ښايي د کندوز د سقوط د عواملو په باب د حقیقت موندونکي کمیسیون د راپور له بشپړېدو سره تړاو ولري.

ښاغلي غني په کندوز کې وویل، هغه چارواکي چې خپل مسوولیت یې په ښه توګه ترسره کړی، باید تشویق او وهڅول شی، خو هغوی چې میدان پرې ایښی، باید سزا وویني.

ده د کندوز د ملي امنیت ريیس له یو شمېر نورو دولتي چارواکو سره له کاره لېري او هغوی یې څارنوالۍ ته معرفي کړب.

داسي ښکاري چې د ملي امنیت ولایتي رييس یې د دې لپاره له کاره ګوښه کړی وي چې د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لوېدو په ورځ په خپل ولایت کې حاضر نه و.

ولسمشر غني د کندوز یو شمېر ولسوالان او نور چارواکي هم برطرفه کړل.

غیرمسوولو وسله والو ته اخطار

د افغانستان ولسمشر، بې له دې چې د میرعلم او نورو جګړه مارو وسله والو نومونه واخلي، وویل:« نور هیڅوک نه پرېږدي چې غیرمسوول وسله وال ولري. دا وروستی خبرداری دی، یا راشئ د حکومت په چوکاټ کې خدمت وکړئ یا به ستاسو په وړاندې له امنیتي ځواکونو څخه کار واخلم.»

ولسمشر غني د کندوز ولایت د امنیتي وضعیت د ښه کګېدا لپاره د درو نویو ولسوالیو له جوړېدو سره موافقه وکړه.

د کندوز لېري کدای شوي والي، عمر صافي هم د کندوز د چارو د ښېګڼې لپاره د درو ولسوالیو د زیاتېدو وړاندیز کړی و.

کندوز ته د ولسمشر غني سفر پرون لا اعلان شوی و. وسله والو طالبانو نن د ولسمشر له سفر سره په یووخت پر ښار د توپ درې ګولۍ وویشتې خو ویل کېږي چې له کبله یې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. طالبان د کندوز په ۵ کیلومترۍ کې د کورتېپې په سیمه کې لا هم مورچې لري.

65 total views, 2 views today

1 comment

  1. Hassan Reply

    دا توغندی به هم د میرعلم خلکو ویشتلی وی. غیرمسوول وسلوال باید ټول خلع سلاح شی هرڅوک چی وسله لری دوی دولت او ولس ته مزاحمت جوړولی شی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *