Categories

اعلان

Loading…

د کلتور تاثیرات په اقتصاد څه دي؟

لیکنه عابدالله یوسفزی

لومړی راځو د کلتور تعریف ته.

کلتور زیات تعریفونه لري مختلفو عالمانو مختلف تعریفونه وړاندي کړي دي؛
لکه د ژوند تیرولو طریقې ته کلتور وایي. هر هغه کړنه چې انسان یې اجرا کوي عبارت د کلتور څخه دی. یا د انسانانو د ژوند تیرولو طریقې، رویې، عقیدې، ارزښتونه او سمبولونه چې پرته له دې چې پرې فکر وشي او ومنل شي د یو نسل څخه بل نسل ته پاتي شي عبارت د کلتور څخه دي.
د کلتور له تعریف څخه معلومیږي چې کلتور له یوه نسل څخه بل نسل ته د وخت په تیریدو سره پاتیږي. کلتور په مختلفو عواملو بدلیږي، په دغه ډول کلتور په اقتصاد هم تاثیر کوي.

د کلتور تاثیر په اقتصاد

کلتور په اقتصاد مستقیم او غیر مستقیم ډول تاثیر کوي لکه
کورنۍ فرض کړو ځیني کورنۍ دي چې غړي یې نه شي کولی د کورنۍ د مشر له مشورې پرته کوم تولیدات یا خدمات و پیري. د کورنۍ ټول واک د کورنۍ له مشر سره وي. د کورنۍ د غړو لپاره د تولیداتو او خدماتو د پیرلو لپاره مشر فیصله کوي د مشر له فیصلي پرته څوک حق نه لري چي څه وپیري. خو داسي کورنۍ هم شته چي ټول تولیدات او خدمات د کورنۍ غړي په انفرادي ډول پیرلی شي هر څوک د خپلې خوښې تولیدات او خدمات اخیستلی شي.
ډیر شمیر ټولنې په خوشحالیو او غمونو کې مختلف قسمه لګښتونه کوي. په ځینو ټولنو کې کورنۍ له حد څخه زیات لګښتونه کوي لکه په خوشحالیو کې کورنې ډیر شمیر میلمانه رابولې د کورنې غړي ډول ډول لباسونه پیري، د کورپه وداني زیات لګښت کوي چي دا ټول د کلتور له وجهی کیږي. خو داسي ټولنې هم شته چي هلته په کورنیو کې کم لګښتونه کیږی کم شمیر میلمانه رابولې د کورنې وګړو ته په کم لګښت سره لباسونه پیرل کیږي چي دا ټول فعالیتونه د کلتور پوري اړه لري.
به همدي ډول اقتصاد او نوی تکنالوژي هم په کلتور تاثیر کوي. لکه په پخوا وختونو کې به په کلی او بانډو کې جینکی او ښځی په ګډه ګودر ته تللی او په ګودر کې به یئ لباسونه، او لوښی وینځل او همدارنګه د ګودر څخه به یئ اوبه کورونو ته راوړلی خو اوس دا هر څه د اقتصاد او نوی تکنالوژئ په راتګ سره بدل شوي. اوس په ګودر کې لباسونه نه وینځل کیږي بلکی په کور کې د لباس وینځلو په ماشین سره لباسونه وینځل کیږي او د ګودر څخه اوس اوبه نه راوړل کیږي بلکی کورونو ته دولت بمبی تیری کړیدي او همدارنګه په کورونو کې بورونه وهل شوي چي دا ټول د اقتصاد تاثیر په کلتور دی.

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *