Categories

اعلان

Loading…

یو استثنايي نابینا ښوونکی/ تحسین طاقت /خوست

سیداکبر خان ډاډوال په خوست کې د څړبڼ عالي او تاریخي لیسې د ممتازو ښوونکو څخه یو دی چې له امله یې د مرکزي ادارې په لارښوونه د خوست د پوهنې ریاست رئیس بخت نور بختیار لخوا د میربچه خان عالي دولتي مډال ورکړل شوي
استاد سیداکبر خان ډاډوال په څړبڼ لیسه کې هغه استاد چې په دواړو سترګو څه نه ویني خو د اووم ټولګې څخه تر دولسم ټولګي پورې ساینسي کتابونه لکه کیمیا، بیولوژي تدریس کوي یعنې یاد کتابونه یې ټول په هره صفخه او په هر عنوان یاد کړي دي تر څنګ تر ډیره په ریاضي، هندسه او مثلثاتو هم برلاسی دی.
د استاد سیداکبر خان ډاډوال وړتیا که څوک له نږدې وګوري خپله به په تعحب کې پاتې شي زه خپله ورسره ډیر له نږدې پاتې شوی یم ۶ یا ۷ مې د یو صنف څخه بل صنف ته په خپل لاس بیولی ځکه دا د هر صنف اول نمره دنده وه چې
استاد یې د مهالویش سره سم خپل صنف ته د تدریس لپاره راوستی وای.

اوس راځم د استاد ځانګرتیاوو ته؛ لومړی دا چې استاد د سترګو له نعمت څخه بې برخې دی خو د تدریس پر مهال تر ډیره زما پر شمول د هر اول نمره دا یو جدي مسؤلیت وو چې وخت نه وخت تختې ته پورته شي او د استاد په لارښوونه کوم مثال یا سوال حل کړي خو کله چې به له مونږه خبره ورانه شوه.

د کیمیا معادله او یا د ریاضي سوال به مو حل نه کړای شو بیا به استاد پخپله راپورته شو او په نه لیدلو سترګو به یې په تخته داسې لیکل کول چې مونږ په روغو سترګو نشوای کولائ او کله چې به کوم شاګرد د درس په جریان کې غږیده او یا به یې شور کاوه نو استاد به ماته وویل چې دا شاګرد راته واښایست.

که مې شاګرد ورته ښوده بیا هم راته خفګان وو که مې دا کار نه کاوه بیا نو جزا زما په برخه وه استاد ډیر هوښیار وو کله چې به ما ځان ناګاره واچاوه په دروغو به مې ورته وویل چې استاده زما ورته پام نه شو چې دا غږیدونکی
شاګرد څوک وو بیا به نو استاد بل چل کاوه.

هغه دا چې استاد به دې ته پام و چې دا غږ د لومړي ، دوهم، دریم کتار څخه وو د شاګردانو مسؤل کتار به په ګوته کړ یا به ټول کتار ته جزا ورکول کیده او یا به یې مسؤل کس په ګوته کاوه خو داسې نه وه غږیدونکی شاګر به ضرور مشخض کیده.

دا چې استاد سیداکبر خان ډاډوال په دواړو سترګو څه نه ویني نو د امتخان سیستم یې هم له نور استادانو بیل دی. که څه هم د استاد سره د امتخانونو په وخت کې یو بل مرسته کوونکی استاد ملګری وي څو شاګردان له یو بله نقل
ونه وکړي خو استاد د دې لپاره چې ځان ښه باوري کړي.

د امتخان د سوالونو تر لیکلو ورسته به یې زما په شمول ممتاز شاګردان یعنې د اول نمره څخه تر لسمې نمرې پورې ټول چارچاپیره پر ځان راټول کړل پاتې شاګردان به بې هغه بل استاد ته وسپارل. ده به راته ویل یواځې تاسې یایست چې نقل اخلئ او نقل ورکوئ.

د استاد سیداکبر خان ډاډوال لخوا د امتخان د پرچو کتل او هغې ته نمرې ورکول هم بل ډول دي. په کور کې یې زوی سوال او ځواب د استاد په حضور کې مخامخ ورته وايي ورسته له تحلیله بیا استاد ورته وایي چې اوس دې شاګرد ته
دومره نمرې ورکړه.

تاسو دا فکر مه کړئ چې دې کې به کومه غلطي کیږي او یا یې زوی پخپله خوښه کوم شاګرد ته نمرې ور زیاتې کړي ځکه که ورته ووایي چې دې شاګر پرچه حل کړې ده نو استاد ورته وايي چې دا شاګرد د دومره نمرو لیاقت نه لري یا خو
ته دروغ وایې او یا یې ضرور نقل کړی دی.

29 total views, 1 views today

1 comment

  1. babrak Reply

    خدای دی خیر ورکئی او مل دی شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *