Categories

اعلان

Loading…

هوښيار شئ افغاني فلم راووت

رحمت دیوان – د ((هوښيار شئ)) کيسه د ټولنیزو رسنیو (سوشل ميډيا) نه چاپېره چورلي.  سرفراز او رخسار په فېسبوک باندې د يو بل سره ملګرتيا جوړېږي، بيا دواړه مينه کوي او له يو بل سره بهر ليدل پېل کوي، بيا له هغې پس سرفراز خپل اصلي څېره راښکاره کوي او رخسار بلېک مېل کوي، ځکه چې د رخسار ځينې غېر اخلاقي څيزونه يې ترلاسه کړي وي، چې کله رخسار د سرفراز خبره نه مني نو بيا سرفراز د هغې غېر اخلاقي تصويران په سوشل ميډيا خپروي او داسې يوه بې ګناه جينۍ خپل ژوند دلاسه ورکوي.
په ((هوښيار شئ)) کښې دا ښودل شوي دي چې هلکان په څه ډول جينکۍ په فېسبوک باندې د خپلې مينې په جال کښې راګېروي او بيا د هغوی د ژوند او د عزت سره لوبې کوي.
دا ډرامه ۲۲ دقيقې وخت لري چې مرکزي رول پکې رحمت ديوان او ملالۍ ترسره کړی دی، پروډيوسر يې عبدالولي خان او ليکوال او ډائريکټر يې رحمت ديوان دی، جبکه کښې کېمره مېن يې صاحب جان عامر دی.
په ډرامه کښې په خاصه توګه باندې پېغلو ته دا پېغام ورکړی شوی دی چې په سوشل ميډيا يې دې په چا باور نه کوي او د داسې خلکو نه دې ځان لرې ساتي چې سبا يې ژوند او عزت ته خطر پېښېږي.

24 total views, 1 views today

2 comments

  1. محمد Reply

    جبکه کښې کېمره مېن …….. دا جبـــکه پښتو لـــــفظ دې او که اُوردو..؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *