Categories

اعلان

Loading…

د کندوز پر روغتون د بمبارۍ په خاطر د یو شمېر امریکايي پوځیانو دندې وځنډول شوې

تاند- د امریکا د پوځ یو شمېر غړي په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د بمبارۍ په تړاو له خپلو دندو لېري او پوښتنې – ګروېږنې ورڅخه بیل شوې.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو تر ټولو لوی قوماندان نن /چهارشنبه/ وویل چې دغو پوځیانو د جګړې اصول نه دي رعایت کړي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان کېمبل په کندوز کې تېره میاشت پر یوه روغتون د امریکايي پوځیانو د ۲۹ دقیقو بمبارۍ په اړه د تحقیقاتو د نتیجې په باب خبریالانو ته وویل چې په دې قضیه کې د شاملو پوځیانو دندې ځنډول شوي دي.

ده همداراز وویل چې د امریکا د هوايي ځواک د اې سي -۱۳۰ جنګي الوتکې له لوري د بې پولې ډاکترانو پر روغتون بمباري سهوه وه، هغوی غوښتل چې پر یوه بله ودانۍ بمباري وکړي چې طالبان پکې رایوځای شوی ول.

«دا یوه غموونکې تېروتنه وه. امریکايي پوځیان به هیڅکله قصداً پر روغتون او نورو محفوظو ځایونو حمله ونه کړي.»

په کندوز کې د امریکايي ځواکونو پر هوايي حملې په نړیواله کچه سختې نیوکې وشوې او حتي د امریکا د ولسمشر بارک اوباما معذرت ونه منل شو.

79 total views, 1 views today

1 comment

  1. Abdul Jamil Reply

    که د افغا نستان بی کفا یته مشرانو په اول وار د مظلومو افغا نانو په درد څان خبر کری وای او دغه خا رجی خون خواران یی پټینګه پوه کری وای نو دومره بی دفاع مظلوم افغا نان به نه قتل کیدای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *