Categories

اعلان

Loading…

طالبانو په پښتونکوټ کې د ویشتلې څرخکې سپرلي نیولې ده

تاند- وسله والو طالبانو په فاریاب کې د افغانستان د ملي اردو یو شمېر غړي او د هغې قراردادي پېلوټان وروسته له دې ژوندي ونیول چې څرخکې یې د ویشتل کېدو له کبله بیړنۍ ناسته وکړه.

افغان او امریکايي چارواکو وویل چې یوه ایم آی – ۱۷ څرخکه د سې شنبې په ورځ /نوومبر۲۳/ مخکې تر دې چې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په غزتېپه سیمه کې پر مځکه کښېني، په راکټ وویشتل شوه.

دا سیمه له یوې میاشتې راهیسي د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

په فاریاب کې د ملي اردو د ۲۰۹ قول اردو د لومړۍ لوا ویندوی جګړن رضا رضايي هم دا خبره تایید کړه.

ده وویل چې په دغه سیمه کې ډېر طالبان مېژشت دي.

مخکې ویل شوي و چې ویشتل شوې او بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوې څرخکه د ملي اردو د هوايي ځواک ده.

رضايي په عین حال کې وویل چې ملي اردو سیمې ته ځواکونه استولي چې د طالبانو له لوري ۱۴ تنه یرغمل شوي کسان وژغوري.

نور راپورونه وايي چې استول شوي ځواکونه د پېښې له ځایه ۳ کیلومتره لېري له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.

له بلې خوا اسوشیتید پریس خبري اژانس ته یوه شاهد ویلي چې څرخکه وروسته له دې چې پر مځکه په زور کښېناسته، اور یې واخیست.

د فاریاب یوه بل چارواکي دغه اژانس ته ویلي چې په څرخکې کې ۱۶ تنه سپاره ول او ټول طالبانو نیولي دي.

د افغانستان د هوايي ځواک ویندوی ډ‌ګروال محمد بهادر وویل چې دا څرخکه د افغان هوايي ځواک نه ده بلکې د یوې شخصي کمپنۍ هیلي کوپتر ده.

د امریکا په دفاع وزارت کې یوه جګپوړي مامور، د خپل نوم د نه څرګندېدو په شرط اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د څرخکې دوه پېلوټان نه افغانان او نه امریکایان دي، هغوی د یوې قراردادي کمپنۍ لپاره کار کاوه.

ده په عین حال کې د پېلوټانو د ملیت په اړه بې خبري څرګنده کړه.

د پینتاګون دغه مامور وویل چې دا دوه قراردادیان د نورو برمته شویو کسانو په ډله کې شامل دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواک ویندوی مایکل ټي لاوهرن وویل:«موږ راپورونه ترلاسه کړي چې په فاریاب ولایت کې څرخکه لګېدلې او لوېدلې ده، خو داسي کوم راپور نه لرو چې په هغې کې دې امریکایان سپاره وي.»

6 total views, 2 views today

1 comment

  1. منیرالله Reply

    الله دې وکړي چې د ملي اردو الوتکه نه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *