Categories

اعلان

Loading…

داعش پر نظام تپل؛ نه جبرانيدونکی اشتباه/ محمد طارق

د افغانستان ننی وضعيت کټ مټ   همغه څه دي چې پخواني ولسمشر کرزی يي اټکل کړی و. حامد کرزي په څرګنده ويلي و چې راتلونکي کلونه به د افغانانو لپاره خطرناک وي، ځکه جګړه به افغاني وي، د افغانانو ترمنځ به وي او ګټه به يي امريکا په شمول د نړۍ نور هيوادونه ترلاسه کوي.

که د نننۍ جګړې په اړه د حامد کرزي پخوانۍ څرګندونې مطالعه کړو نو په ښکاره معلوميږي چې په افغانستان کې نننی وضعيت لا وار د مخه پلان شوی وضعيت دی چې په دې کې د ولسمشر غني حکومت او په ځانګړي ډول د ملي امنيت شورا هيڅ ونډه نه لري. داعش او نورو وسله والو ډلو په رامنځ ته کيدو او ځواکمن کيدو کې اوسنی حکومت نه دا چې هيڅ ډول لاس نه لري بلکې دغه پروژه له ډير پخوا راهيسې د يو شمير هيوادنو او کړيو لخوا وار له مخه پيل شوې وه.

د نننۍ جګړې په اړه د پخواني ولسمشر تشويش بل لامل دا هم کيدلای شې چې افغانستان ته په دغه نوې (داعش) جګړه کې ونډه نه وه ورکړل شوې. پخواني ولسمشر به په ښکاره ويلي چې پاکستان به په دغه پروژه (جګړه) کې مهم رول ولوبوي. نو له دې معلوميږي چې د داعش پروژې ترڅنګ شمال ته د نا امنيو پراخيدو پلان لا پخوا د حامد کرزي د حکومت په دوران کې د يو شمير کړيو او بړيوالو له لخوا طرحه شوی و.

همغه مهال به هم چې پخواني ولسمشر له ورته ګونګ حالت څخه سر ټکول پيل کړل نو زيات شمير کارپوهانو او دولتي او نا دولتي چارواکو به پر حامد کرزي نيوکه کوله چې نوموړی هڅه کوي امريکا تر فشار لاندې راولي او خپل واک و غځوي. ډير افغانان د پخواني ولسمشر دغه خبرې او اټکلونو په اړه بې پروا شول او له دغه جدي ګواښ سره يي سطحي چلند د دې لامل شو چې نن موږ د پخوا په پرتله له ډيرو سختو شرايطو سره مخ يو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د اټکل له مخې د جګړې لومړی هدف افغانان دي او بيا د سيمې هيوادونه، او په همدې موخه نوموړي چين او روسيه او هندوستان ته سفرونه وکړل چې د دغه راتلونکي ګواښ مخه ونيسي، چې متاسفانه نوموړي ونشو کړلای چې روسيه او چين قانع کړي او ملاتړ يي ترلاسه کړي.

ولسمشر حامد کرزي د دغه اټکليزې جګړې سره د مبارزې لپاره ډيرې هڅې وکړې چې نتيجه يي ورنه کړه، خو د ولسمشر غني حکومت د دې ترڅنګ چې د ګواښونو سره د مبارزې په موخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي تګلارو ځينې برخو په پام کې نيولو سره دغه جګړې سره رياليسټيک (Realistic) برخورد هم پيل کړو، چې تر اوسه يې ډيرې ښې پايلې هم لرلې دي.

ترهګرۍ سره د مبارزې نړيوال اصول:

لکه څرنګه چې تاريخ ثابته کړې هيڅ وسله واله ايډيالوژيکه ډله او يا مبارزه د يو مشخص هيواد په لاس کې د تل لپاره نشي پاتې کيدلای. هر ځل چې د نړۍ په هر ځای کې وسله والې ډلې رامنځ ته شوي ورسره جوخت د دغه وسله والو ډلو ملاتړي او مخالفينو هڅه کړي چې نږدې اړيکې ورسره ولري. او يا حد اقل په دغه ډلو کې پراخه نفوذ و لري. لکه حزب الله چې د اسراييلو لخوا رامنځ ته شوې پروژه وه په ډيره اسانۍ سره د هغوي له منګولو ووتله اوس خپله اسراييلو ته ګواښ دی، تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د استخباراتو په لاس کې ډله وه چې بيرته پاکستان ته ګواښ شوه، او همدارنګه القاعده شبکې سره د امريکا نږدې اړيکې او رهبرۍ شورا کې نفوذ د دې لامل شو چې له روسيې سره په جګړه کې د هغوي له وړتياوو پوره ګټې واخلي خو د شوروي له ړنګيدو سره القاعده د امريکا دښمنه شوه.

همدارنګه ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دوه ډوله ستراتيژي ډيره کارول کيږي:

لومړی؛ په ستراتيژيکه کچه مبارزه چې زياته برخه يي ډيپلوماسي ده. لکه امريکا چې خپل دښمن سره مخکې له دې چې جکړه پيل کړي لومړی د دښمن په ليکو کې نفوذ کوي، کله چې دښمن په ليکو کې نفوذ وکړي، په دويم قدم کې بيا هڅه کوي چې د ډيپلوماسۍ له لارۍ امريکا ته خطر ټولې نړۍ ته خطر و ګرځوي او د غښتلي ډيپلوماسۍ له لارې د خپل دښمن پرضد نړيوال اېئتلاف رامنځ ته کړي . دغه برخه زياتره وخت د يو هيواد د ملي امنيت شورا او يا بهرنيو چارو وزارت پر غاړه وي.

دويم:پر عملياتو متمرکز ستراتيژي چې د ترهګرو ډلو راتلونکې پلان، نوې تکتيکونو، د هغوي کميونيکشن اړيکچينلونو او کوډونو معلومول، د دغه ډلې نيمګرتياوې او اشخاصو اړوند معلومات ترلاسه کول دي. همدارنګه دا معلومول چې دښمن څوګ دی؟ او ولي زموږ دښمن دی؟ او د کور دننه کوم حالات دي چې ترهګرۍ سره پراختيا کې مرسته کولای شي په ګوته کول.

د لومړۍ برخې لپاره دا اړينه ده چې دښمن په سازمان کې په لوړه کچه نفوذ وکړي، چې په دې برخه کې پاکستان تر هر چاډيره تجربه لري. د نړۍ په هر ځای کې چې ترهګره ډله رامنځ ته کيږي پاکستان په ډيره اسانۍ سره هلته ځان رسوي او د هغې ډلې په رهبري شورا او يا تصميم نيونه کې نفوذ کوي. دغه نفوذ د دې لامل ګرځي چې هم د دښمن راتلونکې پلان، تکتيکونو او پلانونو خبرشي او ځان خوندي کړي او هم و کولای شي چې پر دغه ډله نفوذ د خپلې بهرنۍ پاليسۍ د تطبيق لپاره د اغيزمنې وسيلې په توګه و کاروي.

پاکستان په ډيره ځيرکتيا سره و کولای شول چې پر طالبانو، القاعده، ازبک او چيچن جنګياليو نفوذ د خپلې بهرنۍ پاليسۍ په عملي کيدو کې د وسيلې په توګه و کاروي. پاکستان د چين، امريکا او ايران څخه د همدغه نفوذ له لارې ډيرې ګټې ترلاسه کړي.

ايا ملي امنيت شورا د ترهګرو ملاتړ کوي؟

لکه مخکې مو چې يادونه وکړه، د افغانستان د اوسني وضعيت اټکل د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پرمهال هم خپله حامد کرزي او نورو زيات شمير شنونکو کړی وو. نو له دې معلوميږي چې ملي امنيت شورا د افغانستان په اوسنيو نا امنيو کې هيڅ لاس نه لري او نه د دغه پروژې برخه ده. دغه نړيواله پروژه کټ مټ هماغه شان روانه ده څرنګه چې پخوا پلان او اټکل شوې وه.

افغان حکومت او په ځانګړې ډول امنيت شورا، له لومړۍ ورځې راهيسې هڅې پيل کړي چې داعش وسله والو پرضد په ډيره زړورتيا سره جګړه وکړي. په لومړيو ورځو کې کله چې داعش په فراه ولايت کې سر راپورته کړو، د افغان دولت لخوا پر هغوی بريد وشو او داعش ډلې زيات شمير جنګيالي ووژل شول. په دويم ځل په هلمند کې داعش وسله والو سر راپورته کړو او افغان امنيتي ځواکونو په ډيره ځيرکتيا سره له منځه ويوړل. دا چې داعش او يا شمال ته د نا امنيو په خپرولو کې د ملي امنيت شورا تور لګول کيږي دا له حقيقت لرې ده. ځکه د شمال په جګړه کې عملا د افغاني طالبانو ترڅنګ، پاکستانيان، ازبکان او نور ښکېل دي.

په ټوله کې د ملي امنيت شورا دنده او مسؤليت دی چې څرنګه هيواد له بهرني او کورني بريد څخه خوندي کړي. همدارنګه امنيت شورا مهمه دنده د فرصتونو ايجادول او يا حد اقل ګواښونه پر فرصتونو تبديلول دي. که د افغانستان د ملي امنيت شورا هڅه کړي وي چې افغانستان ته متوجه ګواښونه (امنيتي، اقتصادي او سياسي) پر فرصتونو تبديل کړي نو داخو يي مسؤليت دی او بايد ونازول شي.د بېلګې په ډول، که امنيت شورا د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ګواښ څخه د مخنيوي او يا د فرصت په خاطر په ترهګرو ډلو کې نفوذ کړی وي او خپل ايجنټان يي په کې ځاي پرځای کړي وي نو بيا خو دا کار يي د ملي ګټو د خونديتوب لپاره مهم دی او دغه نفوذ سره يي مخالفت افغانستان سره جفا کولو په معنا ده.

لکه پاکستاني استخباراتو چې و کولای شول په ننګرهار کې د داعش وسله واله ډله په دوه برخو وويشي او د افغاني داعشيانو له نفوذ څخه يي بيرون کړي او له دې لارې خپل هيواد ته ګواښ راکم کړي، کيدای شي افغان ملي امنيت شورا هم ورته هڅه کړي وي. او دا هغه مسؤليت چې بايد ملي امنيت شورا ترسره کړی وای.

که د وسله والو مخالفو ډلو کې نفوذ کول جرم وي نو دا جرم بيا له هغې په پرتله ډير کوچنی دی چې د افغان دولت ضد وسله والې ډلې په بشپړ ډول د دښمن هيواد تر اغيز او نفوذ لاندې وي. که د افغانستان د ملي امنيت شورا دپخوا په څير طالبان يواځې دښمنان و ګڼي او پرضد يي د جګړې توان هم و نه لري او نه د نفوذ کولو هڅه وکړي دوي په زوره خپل دښمن غښتلی کوي او ځان ورته له پښو او لاسو تړي. ځکه څومره چې دښمن څخه ځان ساتې هماغومره دښمن غښتلی کوي، څومره چې دښمن په مشرتابه کې نفوذ لري هماغومره دې هيواد خوندي دی.

د جګړو له اصولو يو داهم ده چې څرنګه و کولای شي حد اقل ستا پر وړاندې د دښمن جګړه قېمتې کړي، (يعني چې دښمن ته د هغې ګټې په پرتله چې ددغه ډلې د ملاتړ له امله يي ترلاسه کوي تاوان لوړ کړي). که افغان حکومت او يا ملي امنيت شورا هڅه کوي چې په هرې نوې وسله والې ډلې او يا ترهګرو کې نفوذ د دې په خاطر و کړي چې هم ځان خوندي کړي او هم دښمن وويروي، او د دوي ملاتړی هيواد و ګواښي چې په دغه ډله کې زما نفوذ هم د دې لامل ګرځيدلای شي دغه ډله ستا پرضد و کاروم بيا خو دا کار د ملي امنيت شورا ستره لاسته راوړنه ده نه برعکس.

د افغانستان د ملي امنيت شورا په دې وتوانيدله چې داعش يو سيمه ييز جدي خطر معرفي کړي او د سېمه ييزې اجماع له لارې يي د له منځه وړلو هڅې پېل کړي. د افغان حکومت دغه ډيپلوماسي تر ډير بريده بريالۍ وه، ځکه افغان حکومت وکولای شول چې له ورته حرکتونو او فرصتونو څخه په نړيوال مارکيټ کې د ځان او هيواد په ګټه د افغانستان لپاره لابي وکړي. که د افغانستان د ملي امنيت شورا داسې هڅې کوي او په هغه معاملو کې چې زموږ په خاوره کې د نورو لخوا تر سره کيږي د فعال لوبغاړي په توګه ګډون کوي نو تاوان يي څه دی ؟ او که موږ په دې برخه کې لکه د تير په څير بې تفاوته پاتې کيږو نو موږ به يوازې قربانيان يو او ګټې او لوبې به بل څوک کوي.

له بده مرغه، زموږ سياسي شنونکي او نور کارپوهان د دې پرځای چې ترهګرۍ سره د مبارزې پر ټولو لارو فکر وکړي، سمدلاسه د ټولو اصولو او اخلاقو او ملي ګټو خلاف خپل دولت تور پورې کړي چې داعش تمويلونکی، رامنځ ته کوونکی او ملاتړی دی. دغه شان څرګندونې، ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په نړيواله ، سېمه ييزه او ملي کچه د افغان دولت ټولې هڅې کم رنګه کوي. افغان حکومت بهرنۍ پاليسي چې تر ډيره اوسنيو سيمه ييزو ستونزو سره عياره شوې ګواښي.

دغه شنونکو او ملي ګټو ضد اشخاصو بې ځايه څرګندونې کيدای شې چې پر داعش هغه نفوذ چې افغان ملي امنيت شورا ترلاسه کړي و د لاسه ورکړي. همدارنګه، د ملي امنيت شورا پر وړاندې به ستر خنډ جوړ کړي. ځکه د کور دننه د ولسي جرګې د معاون څخه نيولی بيا د سياسي ګوندونو مشرانو دغه څرګندونې او بې ځايه تورونه به د دې لامل شي چې امنيت شورا په خلاص مټ ونشي کړلای افغانستان پر وړاندې ګواښونه پر فرصتونو بدل کړي.

44 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *