Categories

اعلان

Loading…

د ملي اردو یوه څرخکه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې کښېنستې

تاند- په فاریاب کې د افغانستان د ملي اردو د یوې څرخکې د بیړنۍ ناستې په اړه ضد و نقیض څرګندونې کېږي.

په فاریاب ملي اردو وايي چې د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه د هوا د خرابوالي له کبله د دغه ولایت په یوه داسي همهسیمه کې بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوې چې د طالبانو په کنټرول کې ده.

دا پېښه په داسي ورځ وشوه چې حکومت نن /سې شنبه/ د ولسي جرګې غړی سید انورسادات د فاریاب د والي په توګه وټاکه.

په فاریاب کې د ملي اردو د لوا ویندوی جګړن رضا رضايي تایید کړه چې د ملي اردو یوه څرخکه په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې کښېنستې ده.

ده ونه ویل چې په دغه هیلي کوپتر کې څو تنه سپاره ول خو د فاریاب امنیه قوماندان سید اقا ثاقب رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په څرخکه کې ۱۳ تنه سپاره ول.

ده همداراز وویل چې تراوسه نه پوهېږي چې هیلي کوپتر ولي ناستې ته اړ شوې ده.

ثاقب وویل چې امنیتي ځواکونه د عسکر و ژغورلو په لټه کې دي.

په همدې حال کې ځینو رسنیو ویلي چې طالبانو پر څرخکې ډزې کړي او وروسته له دې چې مرمۍ پرې ولګېدې پېلوټ مجبور شو چې څرخکه کښېنوي.

 ځینو افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې د څرخکې عمله او پکې سپاره کسان د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

23 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *