Categories

اعلان

Loading…

یوه کلیزه، دوې خاطرې، د استاد پوهاند میرحسین شاه خان نویمه کلیزه

پوهندوی آصف بهاند

 د لمانځولو او یادولو په برخه کې پخوا داسې دود و چې یوازې به د مړو لیکوالو، شاعرانو، استادانو، مشاهیرو او قلموالو له پاره غونډې جوړیدې، بیا د ځینو فرهنګیانو په نوښت، د اویایمې لسیزې په وروستیو کې داسې هم وشول چې د ژوندیو لمانځل او درناوی هم د یوه بدعت په ډول پیل شو. ښايي په کابل پوهنتون کې د استاد رشاد د اویایمې کلیزې جوړول او لمانځل یې یوه غوره بیلګه وي.

او دا دی اوس د نورو ژوندیو فرهنګي شخصیتونو د لمانځلو په لړ کې بیا هم په کابل پوهنتون کې د دانشمند استاد پوهاند میر حسین شاه نوویمه بختوره کلیزه، د ده د د علمي لارې د ځایناستو، شاګردانو، ارادتمندانو او لارویانو له خوا د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۲۱مه نیټه ولمانځل شوه.

پوهاند میر حسین شاه ښه استاد، ځیرک څیړونکی، دقیق ژباړن او د وخت د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې د منځنیو پیړیو د تاریخ په تدریس کې غټه سټه او د اعتبار وړ آدرس و او په علمي دوایرو کې ښه اداره چي ثابت شوی دی.

که چیرې د پوهاند میر حسین شاه اکادیمیک ژوند او اداري کار په دقیق ډول مطالعه شي، لیدل کیږي چې کومه وظیفه چې د خلکو، ټولنې او وطن له خوا ده ته سپارل شوې وه، هغه یې په عالمانه، صادقانه او ریښتینې توګه د خپل تدریس، څیړنې، تالیف، ژباړې او اداري کار په ترڅ کې د یوه زړه زړه سواندي استاد په توګه تر سره کړې ده.

زه مخامخ د شاګرد په توګه کله د استاد پوهاند میرحسین شاه لکچر ته په ټولګي کې نه یم ناست، خو په هغو کسانو کې شمیرل کیږم چې د ده له لیکلو علمي آثارو نه مې ډیره استفاده کړې ده او په سیمینارونو او کنفرانسونو کې یې لکچرونو ته ناست یم.

دا مې له خپلو استادانو نه چې د ده مستقیم شاګردان وو، اوریدلي دي چې دی یو زړه سواندی عالم استاد و. پوهاند میر حسین شاه ته د چا ژبه، ولایت، قوم، مذهب، ولایت او نور تعلقات اصلاً مطرح او مهم نه وو، یوازینی شی چې ده به په نظر کې نیول هغه د شاګر استعداد و، په هر چا کې به یې چې ډیر لږ استعداد هم وموند، هغه به یې کار ته او لوړو زدکړو ته او د علم لاس ته راوړلو ته هڅاوه.

یوه ډیره ښه بیلګه یې د کابل پوهنتون استاد نورمحمد غمجن و. کله چې استاد غمجن موږ ته د لیسانس په دوره کې د حمید منتخبات او د روښانیانو د دورې متون تشریخ کول، داسې به مستند او په ډاډ سره غږیده لکه له هماغه ځای او پیښې نه چې راغلی وی .

نورمحمد غمجن تمیل د لغمان نه راغلی یو ساده بې کسه، بې واسطې زلمی و چې پوهاند میر حسین شاه خان هیڅ ډول سمتي، قومي، مذهبي تعلقات نه ورسره درلودل. حتی د دوی مورنۍ ژبه لا یوه نه وه، نورمحمد غمجن په قوم پشه اي او مورنۍ ژبه یې هم پشه اي وه او استاد میر حسین شاه له کندهاره راغلی و.

دا د استاد صابر خویشکي د خولې خبره ده: «کله چې استاد پوهاند میر حسین شاه د نورمحمد غمجن استعداد، له علم سره مینه او زحمت ته وکتل هغه یې هندوستان ته د لوړو زدکړو له پاره ولیږه.»

د همدې زدکړو په پایله کې هغه استعداد چې پوهاند میر حسین شاه په هغه کې لیدلی و، غوټۍ یې وکړې، وغوړید او غمجن زدکړې پای ته ورسولې. کله چې غمجن له لوړو زدکړو راستون شو، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي په علمي کدر کې جذب شو او داسې استاد او څیړونکی ور نه جوړ شو چې کم ساری و.

د استاد پوهاند میر حسین شاه د علمي دریځ یوه بله خاطره چې شخصاً په ما پورې اړه لري او هیڅکله به مې هیره هم نه شي، د پوهنیارۍ علمي رتبې ته د لوړیدو له پاره زما د علمي ترفیع له پاره زما پر وړاندې شوې اثر باندې د کابل پوهنتون په علمي شورا کې د پوهاند میر حسین شاه علمي دریځ و.

کله چې زه د ۱۳۶۰کال په ژمي کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په علمي کدر کې ومنل شوم، تر هغه وخته پورې مې له استاد پوهاند میر حسین شاه خان سره مخامخ پیژندګلوی لا نه وه شوې، خو د نه پیژندنې په نړۍ کې یې زما د یوه علمي اثر په برخه کې یو عالمانه او دلسوزانه برخورد کړی و چې تر اوسه یې هم زه د علمي احسان پوروړی یم.

د ۱۳۶۴ کال په نیمايي کې ما د پوهنیارۍ علمي رتبې ته د لوړیدو له پاره خپل علمي اثر(شعر د پښتو کلاسیکو شاعرانو له نظره) د استاد پوهندوی جلاالدین کونړي تر لارښوونې لاندې     بشپړ کړ.

د کابل پوهنتون له علمي مقرراتو سره سم زما لیکلی تحقیقي اثر د څانګې له علمي مجلس نه وروسته د پوهنځي علمي شورا ته او بیا له هغه ځای نه د پوهنتون علمي شورا ته ولیږل شو. د کابل پوهنتون په علمي شورا کې زما پرعلمي اثر باندې د بحث په لړ کې ځینوښاغلو زما له علمي اثر سره چې اصلاً یې له مسلک سره د یوه خلي په اندازه ارتباط هم نه درلود، مخالفت کړی و. مخکې له رای اخستلو نه پوهاند صاحب میر حسین شاه خان هغو ښاغلو ته په خطاب کې ویلي وو:

«پرته له شکه چې هر اثر د ښیګڼو تر څنګ خپلې نیمګړتیاوې هم لري چې دا تر بحث لاندې اثر هم له هغو مستثنی نه دی، خو په همدې تیره غونډه کې مو داسې یوه اثر ته د پوهندويي ترفیع منظوره کړه چې له تر بحث لاندې اثر نه ځو ځلې ضعیف ارزیابي کیدای شو، ولې دا اثر چې نیمګړتیاوې یې تر هغه اثر لږې او ناچیزه دي، د پوهنیارۍ مستحق نه ګڼئ؟»

د پوهاند صاحب میر حسین شاه خان دا علمي زړه سوی او روا داري نه یوازې پر ما، بلکې د وطن په ډیرو بچیانو باندې شوې ده.

د استاد پوهاند میر حسین شاه خان نویمه کلیزه دې بختوره وي. زه د استاد د علمي لارې د یوه لاروي او ارادتمند په توګه له ټولو هغو ښاغلو نه چې د داسې یوه علمي شخصیت د یادونې او کلیزې د لمانځلو تکل او هڅه یې کړې ده، د زړه له کومې مننه کوم او استاد پوهاند میر حسین شاه خان ته اوږد پُر ثمره ژوند غواړم او هیله کوم چې د ژوندیو حقداره پوهانو او فرهنګیانو د لمانځلو دود عام شي.

پای

15 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *