Categories

اعلان

Loading…

ته خو څه ملا نه یې؟! ابراهیم ایمان

د اسلام سپڅلی دین په اصل کې د دې خاورینې نړۍ ټولو وګړو ته د الله )ج)له لوري رالېږل شوی او په هیڅ یوې قبیلې او ډلې پورې اړه نه لري، خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ډېر وخت دین یوازې ملا ته منسوبیږي.
څو ورځې مخکې مو حجرې ته میلمانه راغلي وو، خبره د امام حسین د شهادت وه. میلمه وویل: چې امام حسین یزید شهید کړ، ما ورته وویل، چې نه د یزید په امر شمر شهید کړ. مېلمه وویل، ته خو څه ملا نه یې چې خبره به دې سمه وي.

دا یې مشت نمونه یې خروار و، زموږ په ټولنه کې ډېر خلک په دې باور دي چې یوازې ملا په دین پوهیږي او که بل څوک د دین په اړه خبره وکړي نو خبره به یې غلطه وي. که څه هم دغو ملایانو به ډېر کم علم کړی وي، خو دا چې ځان یې د ملایۍ په سټایل جوړ کړی، ناسمې خبرې یې هم محترمې بلل کېږي، خو هغه چې ډېر په دین پوهیږي، خو چې په قیافه کې ملا نه وي، په خوله یې څوک پیاز هم نه خوري.

زموږ خلک چې کله د لوی اختر کې قربانی کوي، ضرور یو ځلې د کلي ملا ته ورځي او ورته وايي، ملا صاحب د قرباني غوښه څنګه تقسیم کړم؟ چا ته یې ورکړم؟ ځان ته څومره پرېږدم؟ او د غوایي په څرمن څه وکړم؟

همداسې ډېرې نورې وړې خبرې دي چې خلک یې په خاطر هره ورځ د ملا دروازه ټکوي او پوښتنې ترې کوي. د دې ټولې ستونزې علت بې سوادي ده. که خلکو سبق ویلی وای، له دې مسایلو یې ځان خبر کړی وای، اوس به په هره وړه خبره د ملا دروازې ته نه وو ولاړ.

د بې سوادو ترڅنګ ما داسې ډېر خلک هم لیدلي چې پوهنتون یې ویلی، خو بیا هم د کلي ملا ته ناست وي، هغه پورتنۍ پوښتنې ترې کوي، خو ملا دومره نه ورته وایي چې سړیه تا خو تعلیم کړی، ورشه هغه کتاب ولوله، ټولې پوښتنې به دې حل شي. ملا له دین څخه هغومره خبرې خلکو ته کوي چې د تږي په څېر نه ژوندي او نه هم مړه شي.

ملا کولای شي، خلک مطالعې ته وهڅوي، خو زموږ اکثریت ملایان دغه کار نه کوي او علم یې په خپل انحصار کې ساتلی. د وعظ پر مهال هم ډېر وخت تکراري خبرې کوي او د اصلي مسایلو پر ځای یې خبرې په فرعي مسایلو را ټولې وي.

غم دا دی چې ملایان چا ته نه وایي چې ور شه کتاب واخله، خپله مطالعه وکړه، دا دین خو څه یوازې زما نه دی؛ بلکې هغوی هم هڅه کوي چې دین یوازې د ځان وښيي او نورو ته دا حق ور نه کړي چې په دیني مسایلو خبرې وکړي او دلایل ووايي. که څوک په یوه مسله کې ورسره ټینګ شي نو د ملا ځواب دا وي چې ته خو څه ملا نه یې؟!

11 total views, 1 views today

2 comments

  1. kefayat Reply

    خبره د سمه ده خوکه ملا ته د چرګ سرووهه اوښه دورته سورکړپه غواړیوکی نوبیاکه سل ځلي یوه خبره غلطه هم وکړی نو دی به وایی چي صحي ده نن سباملایان ټول په ډوډۍ پسی ګرځي

  2. لالهاند Reply

    ملا مه يادوه زړه مو يې تک شین کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *