Categories

اعلان

Loading…

ترکیې یوه روسۍ جنګي الوتکه رانسکوره کړه

د ترکیې اېف – ۱۶ جنګي الوتکو نن له سوریې سره په پوله یوه اېس یو-۲۴ الوتکه رانسکوره کړه.‌

انقرې او مسکو دواړو تایید کړه چې ویشتل شوې الوتکه روسۍ وه.

د ترکیې د پوځي ځواکونو یوې خبرپاڼې وویل چې یاده الوتکه د ترکیې د هاتای ولایت کې د ییلیډاګ د ښار په سر سیمې ته داخله شوه، او دا چې ترکیې ورته د ۵ دقیقو په موده کې ۱۰ ځلې اخطار ورکړ خو چې ویې نه منله بیا یې وویشته.‌‌

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې انټرفکس خبري اداره په مسکو کې د روسییې د دفاع وزارت د چارواکو له خولې وایي چې الوتکه د الوت په ټول بهیر کې د سوریې په قلمرو کې وه او د ترکیې قلمرو ته نه ده ننوتې. مسکو وایي چې الوتکه یې د ترکیې د اېف – ۱۶ جیټ الوتکو له خوا نه بلکه له ځمکې څخه ویشتل شوې ده.‌

دغه سوخوی اېس یو- ۲۴ روسۍ الوتکه نن د سه شنبې په سهار وختي د ترکیې جنګي جیټ الوتکو وویشته چې په هوا کې یې اور واخیست خو پیلوټانو یې ځانونه په پاراشوټونو کې وغورځول.‌ د ترکیې د هوایي ځواک الوتکې سمدلاسه ور ورسېدې چې پیلوټان ځمکې ته له رسېدلو څخه مخکې ونیسي.‌

د برتانیا ډیلی میل ورځپاڼه د سوریې د بشري حقونو د برتانیا مېشتې ټولنې د مشر رامي عبدالرحمان له خولې لیکي چې ویشتل شوې روسۍ الوتکه د سوریې په لتاکیا ولایت کې چې له ترکیې سره نښتی دی د ترکمن غرونه په نامه غریزه سیمه کې په ځنګلونو کې ولوېده.‌

د سوریې په روان جنګ کې روسیه د سوریې د حکومت او ترکیه د غربي بلاک په خوا ولاړه ده چې غواړي په سوریه کې د جمهور رییس بشارالاسد واکمني پای ته ورسېږي.‌

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *