Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار شاوخوا ۲۰۰ محصلان له وسله والو ډلو سره اړیکې لري

تاند- د ننګرهار پوهنتون د وروستۍ مظاهرې په اړه د څېړونکي پلاوي په راپور کې ویل شوي چې شاوخوا ۲۰۰ محصلان له ترهګرو او سختدریځو ډلو سره تړاو لري.

په ننګرهار پوهنتون کې له هغې مظاهرې وروسته چې د داعش او طالبانو په شان د وسله والو سختدریځو ډلو بیرغونه پورته شول، یو پلاوی وګومارل شو چې معلومه کړي په یوه علمي مرکز کې څرنګه ترهګرو ډلو نفوذ کړی او هغوی په ګوته کړي.

د قمرالدین شینواري په مشرۍ د پلاوی راپور وايي چې شاوخوا ۲۰۰ تنه یې پېژندلي چې له داعش، طالبانو او د حکمتیار له وسله والې ډلې سره تړاو لري.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې په شاوخوا دوه سوه محصلانو سربېره یو شمېر استادان هم له وسله وال دښمن سره اړیکې لري.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ننګرهار یو شمېژر محصلان ونیول.

6 total views, 1 views today

1 comment

  1. Nisar Reply

    دا بيا د پشتنو لپاره دسيسه ده نه غواري چه دا جوانان دعلم او قلم په مت وطن ته خدمت وكري دوي مجبوره كوي تَر سو د مقابل طرف خوا ته ورشي او د حكومت ضد كارونه وكري دا يوه دسيسه ده د پشتنو سيمو جوانانوته .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *