Categories

اعلان

Loading…

درې عادتونه او په ژوند یې اثر/ محمد عارف رسولي

سریزه

د ټولنو کلتوري ښکارندې او په هغو ټولنو کې د میشتو انسانانو ټولنیز عادتونه یو پر بل اغیزه شیندي. که په یوه ټولنه کې رښتیني انسانان ډېر وي نو په ټولنه او د هغې په کلتور ګټوره اغیزه کوي. خو همدارنګه که ټولنه خراب کلتور او لري فرهنګ ولري نو انسانان هم ورڅخه رنګ اخلي او هغه خپلوي.

د دې لیکنې موخه داده ترڅو دری عادتونه چې زموږ په دین او همدارنګه د ټولو بشري ټولنو په اخلاقي نظام کې ورڅخه منع شوې ده په لنډ ډول تر بحث لاندې نیسو او په یو څو اړخونو یې رڼا اچوو. هیله داده چې دادری بد عادتونه زموږ په خلکو کې کم او ورک شی. دا دری بد عادتونه درواغ، بیوفایي او امانت خیانتول دی.

درواغ، بې وفایي، او امانت خیانتول د دین له نظره

له ابوهریره (رض) څخه روایت دئ چې رسول الله صلی الله علیه والسلم وفرمایل: د منافق درئ نښې دي: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي؛ کله چې وعده وکړي، وفا نه ورباندې کوي؛ کله چې امین وګرځول شي، خیانت کوي. په بل روایت کې راغلي دي چې که څه هم لمونځ کوي، روژه نیسي او دعوا کوي چې مسلمان دئ. له بلې خوا موږ ګورو چې منافق د الله تعالی د حکم سره سم د دوزخ په ټیټه کنده کې دئ. منافقت د اسلام په دین کې ځکه ډېر مردود دئ چې د اسلامي ټولنې لپاره ستونزې راټوکوي او خلک په غلطو لارو بیايي. د مسلمان لپار نو تردې ستر د زنګ خطر چیرته دئ چې د منافق خواص پکې وي. همدا ګناه یې بس ته چې د الله له رحمته کیدای شي په دنیا او آخرت کې محروم شي.

له دې پورته دریو عادتونو څخه د ځان ساتلو سپارښتنه یوازې یو دیني نصیحت او موعظه نه دي بلکه زموږ د ځاني، ټولنیز او ملي ژوندانه بیخبنا او بنسټ جوړوي. که دا دری ناوړه عادتونه له ټولنو، ملتونو او دهغوي له کلتوري ښکارندو لیرې نشي هغوی پرمختګ نشي کولای او نه د نورو له احتیاجه خلاصیږي.

د دیني تاوانونو وراخوا، ویلای شو چې دا دری خاصیتونه په دنیایي ژوند کې هم فرد او هم ټولنې ته خورا بدې پایلې لري. د افرادو دا دری خاصیتونه زر په ټولنیز کلتور بدلیږي، بیا دا بد عادتونه عام شي، خلک ورباندې روږدي شي، اصلاح یې ګرانه شي او که ښه یې وڅیړو راته څرګندیږي چې دا دری بد خاصیتونه، د افرادو او ټولنو د بد بختیو ستر ستر لاملونه دي.

درواغ ویل ځکه ډېر بد کاردی چې د ټولو فسادونو، ټګیو، خیانتونو او بدو کارونو اساس په درواغو ولاړ دی. که یو څوک ځانته اجازه ورنکړي چې دروغ ووایي نو هغه به له نورو بدو کارونو لکه د بل انسان په ناموس، حیثیت او عزت تیری، غلا، حرام خوړلو، د بیت المال او عامه شتمینو ځانته کولو، فساد، رشوت او نورو څخه به ځکه ډډه وکړي چې حقایق به نشي پټولای او له رسوایۍ به ویریږي. اوس به په هریوه بد عادت یو څه له ټولنیزو او نورو اړخونو رڼا واچوو.

درواغ ویل

له دیني نظره وراخوا درواغ ویل د انسان عزت نفس، شخصیت، شهرت او پیژندګلوي په ټولنه کې له منځه وړي او له رواني ستونزو سره یې مخ کوي. درواغجن انسان خپل وجدان ته خجالت وی، ارام فکر، تسل او سکون نلري، او تل په رواني تشویش اخته وي.

درواغجن انسان کیدای شي چې په ځينو ځایونو کې په لنډ مهاله ټوګه په درواغو یو څه خپلې ګټې ترلاسه کړي، ځان ورته هوښیار ښکاره شي او په درواغو ویلو روږدی شي، درواغ یې په عادت بدل شي نو بیا به یې نجات خورا ګران کار وي.

ما څه وخت مخکې یو کس ولید چې د یوه سړي په مخ کې یې دهغه ستاینه وکړه خو یو څه وخت وروسته یې همغه کس په غیاب کې ښه وټکاوه او ملامت یې کړ. باور وکړی چې له دې درواغجن کس هیچا هم نه وو غوښتي چې دهغه کس په هکله نظر ورکړي او ده پخپله په دواړو مجلسونو کې شروع وکړه. وایي درواغجن حافظه نلري نو ځکه د ده به په یاد نه وو چې زه یې په دواړو مجلسونو کې د دوه مخۍ او درواغو ویلو شاهد وم.

لکه چې پوهان وایي درواغ ویونکی فکري استقرار نلري، خپل کړه وړه، تیرې خبرې، خپل ټولینز او سیاسي دریز یې په یاد نه وي. همدارنګه که تاسو وګوری له ورایه مالومیږي چې د درواغجن کس رواني حالت او حرکتونه سم نه وي. هغه هیڅ عزت نفس نلري. هغه کس چې ما یاد کړ هم همداسې حالت یې درلود. هغه بیا بل ځای ته لاړ او خلکو په مجلس کې د هغه په هکله وویل چې دا کس فکري استقرار، سالم شخصیت او ښه اخلاق نلري او لکه مایع چې په هر لوښي کې یې واچوي د هغه شکل ځانته اختیاروي او د هر چا ډول ته نڅیږي. لوستونکي به ومني چې هغه څوک چې د درواغو په ویلو اخته شي، زر مالوم او رسواکیږي، له څه وخت وروسته یې څوک په خبره باور نه کوي، دې کس ته به ځان هوښیار ښکاره شي خو هغه تر ټولو کم عقل وي.

نو په هر هوښیار او بالغ مسلمان فرض ده چې خپل ځان، اولاد او تر وسه وسه خپله ټولنه له درواغو ویلو وساتي. موږ باید هڅه وکړو چې خپلو عادتونو او خاصیتونو ته ښه ځیر شو او وګورو چې درواغو څومره زموږ په عادتونو او ورځني ژوند کې ځای نیولئ دئ. باید له ځان سره صادق و اوسو، په رښتیا ځان ته ځیر شو او د خپل ځان د اصلاح لارې ولټوو او په کلکه یې عملي کړو.

په وعده وفاه کول.

په وعده وفا کول ځکه په ټولنه کې اړین او د لوړې مرتبې لرونکی کار دی چې د خلکو یو پر بل اعتماد او ویسا زیاتیږي، یو بل ته لاس ورکولای شي او په یوه ټیم کې په ګډه ګټور کارونه سرته رسولای شي. که څوک یو ځلې په بې وفایۍ مشهور شو، خلک یې په وعده باور نکوي، ورسره معاملې ته زړه نه ښه کوي، څوک یې په کاروبار کې نه شریکوي، او په ټولنه کې خپل حیثیت له لاسه ورکوي.

په ټولنیز ژوند کې، په کارو بار او راکړه ورکړه کې، په ملګرتیاوو کې، په تړونونو کې، د پخلا کیدو په وخت کې، په شخصي ژوندانه کې لکه د نکاح، فامیلي ژوند او نورو کې که وګورو نو په روښانه کتلئ شو چې په انساني ژوند او راشه درشه کې په ژمنو وفا کول څومره اړین څیز دئ. موږ ګورو چې بانکونه، د پیسو د حوالې سیستم، چاته پور ورکول او نور ټول په ژمنو باندې د دریدو په صورت کې دوام کوي. که په یوه ځاي کې په دې نهادونو کې په کومه ژمنه وفا ونشي نو بیا هغه ټول یاد سیستم له کاره لویږي او څوک ورڅخه ګټه نشي اخیستلئ.

په هغه ټولنه کې چې خلک په ژمنو ولاړ نه وي نو ټول انسانیت ته یې لکه ده، هغوي نور ټولنیز ښه ارزښتونه هم نشي لرلئ. داسې کس او ټولنې ته هیڅوک هم د درنښت په سترګه نشي کتلای او نه څوک ورباندې باور کولای شي.

که یو سیاستوال او مشر له خلکو سره ژمنه کوي چې دهغوي لپاره به په رڼه او شفافه توګه خدمت کوي، یوازې په خپلو ته کار نه کوي، کار به اهل د کار ته سپاري، خپلو ګټو ته به تر عامه ګټو لمړيتوب نه ورکوي خو که هغه په خپلو ژمنو وفا ونکړي، نو ټول سیاسي او ټولنيز چاپیریال له تورتم سره مخ کیږي، په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کیږي او عامه نظم خرابیږي.

په فامیلي ژوند او نکاح کې چې میړه او ښځه یو تربله یو دیني او ټولنیز قرار داد کوي او دواړه لوري له یو بل سره د یوه اوبل د حقونو د ساتنې او وفادارۍ ژمنه کوي. نو که خدای مکړه په ژمنتوب کې لږ شانته د ټګۍ شک پیدا شي هغوي خپل ښه خوږ ژوند په دوزخ اړولای شي.

امانت خیانتول

د امانت خیانتول یوازې دا ندی چې که څوک موږ ته یو څیز د یوه څه وخت لپاره په امانت پریږدي پرموږ یې ساتنه او په هغه یې بیا سپارل اړین کار دی بلکه امانتونه زموږ استعداد، مالي توان، ځواني او قوت، دولتي منصب، رایه او نور ټول الهي، ټولنیز او ملي امانتونه دي چې باید خيانت پکې ونشي.

د استعداد خیانت دادی چې کله چاته الله تعالی ښه استعداد ورکړی وي باید د خلکو، هیواد او خپلې خاورې په خدمت کې ورنه سم کار واخلي او که ګټه ورڅخه نه اخلي مسؤل دی. که موږ شته من یو نو دا راکړل شوی شتمني باید یو امانت وبولو او داسې یې په کار واچوو چې د خلکو لپاره کار ومومو، د خلکو ژوند ښه کړو، په خیریه کارونو، تعلیمي موسسو، د څښلو اوبو برابرولو، روغتیایي خدمتونو، لارو جوړولو او نورو کې ورباندې پانګونه وکړو ترڅو خلکو ته خیر ورسوو. ځواني یوبل ښه فرصت، الهی نعمت او امانت دی چې موږ انسانان مکلف یو چې له بوډا کیدو مخکې ورڅخه سمه ګټه واخلو، خپل ځان، ټولنې او بشر او خپلو خلکو لپاره ګټور کارونه ترسره کړو.

دولتي منصب، امکانات، او صلاحیت ټول امانتونه دي، او موږ ته د دې لپاره راکول کیږي چې د خپلو خلکو د خدمت لپاره ورڅخه سمه ګټه پورته کړو. که څوک ورڅخه سمه ګټه نه اخلي د دنیا او اخرت له زیانونو سره مخ کیږي. که په ټولنه کې په چا تیری او ظلم کیږي، که د چا مال خوړل کیږي، که څوک وږی، بې تعلیمه، بې روغتیایی او نورو اړینو خدمتونو پاته کیږي او یا هره بله نیمګړتیا چې په ټولنه کې شتون لري غافله چارواکي په امانتونو کې د خیانت پیټی په غاړه لري او مسؤل دي.

د ټاکنو په وخت کې رایه ورکول یو الهي امانت دی. که یو کس د رایې ورکولو صندوق ته ورځي او پوهیږي چې کوم کس د خلکو د ښه خدمت او د هیواد د ابادولو لپاره تر نورو زیاته وړتیا لري خو رایه بل چاته ورکوي نو په حقیقت کې په الهي، ټولنیزو او ملي امانتونو کې خیانت کړی دی.

که د صلاحیتونو لرونکي چارواکي د لایقو او د اهل خلکو په ځای د خپلویو، قومي، سمتي او ګوندي اړیکو په اساس نا اهلو خلکو ته دولتي دندې سپاري له الهي امانتونو سره یې خیانت کړی دی، د ټاکنو د وخت د وعدو په خلاف او د نظام د جوړولو په ځای یې له ملت سره دوکه کړې ده او د الهي عذاب او عامه خلکو د کرکې په تمه د وي.

پایلې

کله چې درواغ، بې وفایي او د امانتونو خیانت دومره زیات دنیوي او اخروي زیانونه لري نو راځی چې خپل سر په ګریوان کړو او له یاد شوو بدو عادتونو ځان او خپل اولاد وساتو. همدارنګه، تر وسه وسه هڅه وکړو په هر لاره چې کولای شو له دې بدو عادتونو سره په خپله ټولنه، او ملت کې مبارزه وکړو او خپل کلتور له دې ناوړو عادتونو پاک کړو.

14 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *