Categories

اعلان

Loading…

د اور وژنې ډبه/ جاوېد اوربل

سږ کال اختر ته یوازې لس ورځې پاتې وې چې سهار په احمد شاه بابا مینې کې د اشرف سوداګریز مرکز مخته تیریدم نو حیران شوم. لسګونه کسان د سوزیدلي مارکیټ مخې ته حیران او سخت خفه ولاړ وو. په یوه شپه دومره ویرانۍ ته زه هم خفه شوم. خو په مارکیټ کې د دوکان لرونکو او زما خفګان هیڅ ګټه نه رسوله.

ما له ځان سره وویل چې که چیرې دې خلکو ته یو څوک راشي او ورته ووايي ستاسو د مالونو په سوزیدو چې څومره زیان شوی دی، نو یوازې د دوولسو سوو افغانیو په راکولو یې درکوم نو دوی به څومره خوشاله شي؟! شاید ځینې ضعف هم وکړي. دا د دوولسو افغانیو خبره مې ځکه وکړه چې د اور وژنې د یوې ډبې قیمت همدومره دی. په کابل ښار کې د اور وژنې د سټنډرډ ډبو قیمت له اتو سوو څخه نیولې تر دوولسوو افغانیو پورې دی.

داسې ډبې د کابل په قوه مرکز سیمه کې له ډيری دوکاندارانو سره شته. د اور وژنې د دې ډبو استعمال ډیر اسانه دی او د اور چاره په لومړیو شیبو کې ډیره ښه کولی شي. دا ځکه چې یو کس یې ښه له نژدې په اور استعمالولی او د اور د پراخیدو مخه نیولی شي.

د اور د مخنیوي په اړه معلومات لرل او د مخنیوي له پاره یې وسایل لرل ډير مهم دي. دا ځکه چې د اور په اړه ویل کیږي چې لومړنی اور تر اویا فیصده ډیر خطرناک دی. یا لومړنی اور د یو چا تر اویا فیصده ډیره سرمایه چې په یوه ځای کې راټوله وي، له منځه وړلی شي. دا په دې مانا چې اور داسې نه دی چې لومړی یو کوچنی ځای اور واخلي او ژر یې مړ کړې، چې بیا دې هوښیار کړي او د اور د ژر وژلو له پاره وسایل ځای پر ځای کړې. بلکې اور په ناخبری کې اول ځل د یو چا ټوله سرمایه تباه کوي.

مخکې مې د اشرف سوداګریز مرکز خبره وکړه چې لسګونه د بنجارې سامان، د جامو، بوټانو، د خیاطۍ او نورو شیانو دوکانونه په کې وو خو اکثره یې د شپې په نیمه برخه کې وسوزیدل. وروسته وروسته یې خلکو د سوزیدو د علت په اړه وویل چې له یوه خیاط څخه اوتو روښانه پاتې شوی و او هغه دومره تباهي جوړه کړه. په مارکیټونو، سرایونو، مغازو او کارخانو کې اکثره وختونه اور د بریښنا د مزو د شارټۍ، د ګازو او تیلو څخه د ناسمې استفادې او بې احتیاطۍ څخه رامنځ ته کیږي.

په داسې لویو مارکیټونو، مغازو،تعمیرونو او سرایونو کې چې د تجارتي شیان په کې وي، ښه ده چې د اور وژنې ډبې موجودي وي. په دې مارکیټونو او سرایونو کې باید خلک د دې ډبو په استعمال وپوهیږي خصوصا سرایداران او پیره داران. ډیری وختونه کله چې یو ځای اور لګیږي نو یو کس یا په یوازې سر د اور وژنې هڅه کوي او یا تیښتي.

لومړۍ ډله خلک ځکه خطرناکه دي چې دوی د نورو خلکو سره مرسته نه کوي، که چیرې اور پراخ شي نو هم د دوی ژوند په خطر کې لویږي او هم د نورو خلکو. دویمه ډله بیا په دې خطرناکه دي چې دوی د اور خواته پام نه کوي او په لیدو یې ځغلي. دوی باید نور خلک هم خبر کړي او که چیرې اور لږ وي او د له منځه وړلو چانس یې وي نو هڅه دې وکړي چې مړ یې کړي.

که چیرې د اور وژنې ډبې په کور او تجارتي مرکزونو کې ولرو نو بې له شکه چې د اور څخه پیښیدونکی زیان به کم وي او موږ به ډیره تجربه ترلاسه کړو چې څومره د اور په مقابل کې د اور وژنې ډبې ولرو، په کومو ځایونو کې یې کښیږدو، څنګه نورو کسانو ته یې استعمال ور زده کړو او که چیرې د بیا له پاره اور لګیږي، د اطفایې تر راتګه د انتظار پر ځای پخپله منظم اقدام کولی او د اور د پراخیدو مخه نیولی شو.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *