Categories

اعلان

Loading…

د نوکانو د رنګولو او د وزن د زیاتېدو تړاو

نصیب- ډېری مېرمنې له چاغوالي بد وړي او نه غواړي چې اندامونه يې غټ شي، خو هغه څه ته بيا پام نه کوي چې د دوی د چاغوالي لامل کېږي.

ځينې مېرمنې د خپل ذوق د لوړ ښودلو لپاره، په دې هڅه کې وي چې بازار ته راغلي د سينګار نوي توکي واخلي او ويې کاروي، خو ډېر وخت ځينې توکي جانبي ستونزې پيدا کوي.

نوې څېړنې ښيي چې د نوکانو رنګ د مېرمنو په وزن او د وزن د ډېروالي په هورمون اغېز کوي.

که تاسې د نوکانو ډېر رنګ وکاروئ، وزن به مو هم ورسره زيات شي. 
د وروستيو څېړنو په اساس، د نوکانو په رنګ کې د تري فینيل فاسفاټ په نامه داسې ماده شته چې د وزن د ډېرېدو په هورمون اثر کوي او د چاغوالي لامل ګرځي.

دغه ماده د بدن پر مرکزي پروټین او میتابولیزم اغېز کوي او په دې سربېره، د غوړ یا شحم سلولونه جوړوي چې دواړه د وزن په ډېرېدو کې رول لري. 
اوس نو که غواړئ وزن زيات کړئ، نوکان مو ډېر رنګوئ او که وزن کموئ، نو د نوکانو رنګول کم کړئ.

په څېړنو کې مالومه شوې ده چې په دې سربېره، نوکانو ته ځلا ورکوونکی رنګ هم تاوانی دی او ډېر بايد و نه کارول شي. 
که دغه رنګ زيات وکاروئ، نوکان مو درزونه کوي، نازکېږي او کېدای شي ټول لاس مو ورسره خراب شي.

ډاکټران وايي، د نوکانو د ځلا او ستون (هغه ماده چې د نوکانو رنګ پرې پاکېږي) پر ځای دې له کوم شي څخه کار واخيستل شي، ځکه په خبره يې د دواړو ډېر کارول پر پوستکي او نوکانو ناوړه اغېز کوي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *