Categories

اعلان

Loading…

د لوړپوندو بوټانو په زيانونو خبرې ياست؟

ژباړن: نصیب – مېرمنې د ځان د ښکلا په خاطر ډېری چارې تر سره کوي، خو په دې خبرې نه وي چې ځينې کارونه بيا وروسته ورته په سرخوږي بدلېږي.
ښځې د خپلې ونې د جګ ښودلو او لوړ ذوقۍ په هدف د لوړو پوندو بوټان او يا هم سنډل پښو کوي.

دا کار نه يوازې د ښه ښکارېدو په هدف تر سره کوي، بلکې اوس په يوه دود هم بدل شوی دی. 
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېرمنې له لوړپوندو بوټانو او سنډلونو استفاده کوي.

ډېری ښځې چې کوم لوړپوندي بوټان په پښو کوي، اندازه يې له يو اعشاريه پنځه تر څلورو او ان پنځو انچو پورې رسېږي چې ډېری مينه‌وال لري، خو که يې استفاده زياته او دوامداره شي، نو ګڼې ستونزې هم زېږولای شي.

ډېری مېرمنې چې لوړپوندي بوټونه او څپلۍ استفاده کوي، دوی يې له زيانونو خبرې نه دي. دوی ټولې ستونزې منلې، خو د ښکلي ښکارېدو په هدف يې دې څه ته مخه کړې چې د ګرځېدو پر مهال بيا د راحتۍ احساس هم نه کوي.

څېړونکيو ويلي، دا سمه ده چې لوړ بوټونه به شايد ښځې لوړې او ډنګرې وښيي، خو په حقيقت کې د ډېرو لوړو پوندو بوټانو استفاده د پنډيو د ماهيچو د پړسېدو لامل کېږي چې د وخت په تېرېدو سره کېدای شي همدا ښځې د پښو په درد اخته شي.

ډاکتران وايي، په داوامدار ډول د لوړو بوټونو له استفادې سره د پښو بندونه کسر پيدا کوي چې دا بيا د عمر له زياتېدو سره د پښو د دايمي دردونو لامل کېدای شي.

له بلې خوا د لوړو پوندو بوټان وزن غيرنورمال او مخته کوي چې د مهرو او ستون د بې‌ځايه کېدو سبب کېږي.
د دې ترڅنګ د پښو پر پنجو ډېر فشار راوړي، د پښې اوښتو او ښنګري د تاوېدو لامل ګرځي.

د ډېر وخت لپاره د لوړپوندو بوټانو استفاده په اعصابو ناوړه اغېز کوي او کاروونکې مېرمنې يې خپل تمرکز له لاسه ورکوي.

15 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *