Categories

اعلان

Loading…

بس به وي نور! محمد مبین هڅاند

دا رشوت، فساد، قتل او ظلم به بس وي نور باور وکړئ چې د کلي او وطن خلک خوڅه کوئ د دغه وطن مرغان به هم نور د دغه جنګ څخه په تنګ او ستړي وي، د مرغانو څخه هم هغه د ساز او سرود اوازونه هېر شوي دي یوازې بس په دغه فکر کې دي چې یو داسې ځای ته کډه یوسي چې د چاودنو او د جنګ غږ نه وي ، ځکه مرغانو هم کورونه ټول د جنګ او د چاودنو په لمبو کې وسوځېدل نو مجبور شول چې یو سوله ییز کلي ته کډې بار کړي.

پخوا به خلکو له ځناورو څخه وېره لرله کله به چې چا یو شخص ته ښېرې کولې نو ورته ویل به یې چې خدای دې په لېوانو وخوره خو اوس ټول واړه او غټ ځناور څوک نه یادوي ځکه هغوي ټولو زمونږ د هېواد غرونو څخه کډه کړې ده د هغې په ځای اوس ورته وايي چې خدای دې په بم کې والوزوه .

افسوس په هغه چې د انسانانو په شکل دي خو کړنې یې د ځناورو څخه هم انسانانو ته ډېرې تاوان اړونکې دي تر اوسه چې څومره ژوندي موجودات کشف شوی دي د هغوي دښمن خپله نوعه نه ده یعنې هره نوعه د خپل نسل د زیاتېدو کوښښ کوي نه د وژلو له دې ځای څخه معلومېږي چې هغه خلک چې د انسان په جامه کې انسانیت ، اسلامیت او افغانیت ته تاوان رسوي انسانان نه بلکې د انسانیت دښنان دي .

دوهمه لویه ستونزه زمونږ په هېواد کې رشوتخوري ده، بس به وي رشوت اخیستونکو رشوت اخیستنه ځکه ډېرو غریبانانو د مړې ګېډې دواګانې بېرته په درملتونونو کې پرېښودې ځکه هغوي ګېډه مړې کړي او که ستاسې دا لوی جېبونه در ډک کړي. بس دی دا څو چته لویې او اوچتې ودانۍ د هغوي په تڼاکو لاسونو درته جوړې شوې رشوت اخیستونکو ستاسې بچي په لانکوزر موټرو کې کې شخصي مکتبونو او پوهنتونو ته ځي او د خوار غریب اولاد هر سهار په اوږه پړی واچوي او د یوې سحرا په لور د لرګیو راټولېدو له پاره کېلومتره مزلونه وکړي او بیا بېرته د څه خشاکو سره خپل کور ته راشي د دغه ټولو تکلیفونو سره سره د دغه غریب انسان اولاد د تعلیم او تربیېڅخه هم پاتې شي او نه هم په نظامي څانګه کې کوم پرمختګ کولای شي ځکه د معارف په څانګه کې ټولې بریاوې په رشوت ورکونه او یا هم د لویو چارواکو خپلوي یا بلدتیا کې دي.

په همدې قسم سره په نظامي څانګه کې په ښه ځای کې وظیفه په رشوت، رتبه، مډالونه په رشوت مډالونه په خدمت نه بلکې په جنګسالاری، ښه ځای ته بدلېدل په واسطه یا جنسالاری په پای کې د غریب انسان اولاد ناامیده او په ناامیدۍ په حالت کې د تل له پاره د خپلې مور ، پلار، خور او ورور څخه جدا او مرګ یې مېلمه شي.

درېمه لویه ستونزه قوم پرستي او ژبنی تزاد دی هر ځای او هر وزارت په قوم پرستۍ اوژبني تزاد وېشل شوی دی: چې همدغه وېشنه زمونږ د هېواد د بدامنۍ لوی لامل شوی دی بس به وي نور ستړي به یاست له دغې قوم پرستۍ او ژبني تزاد څخه راځئ چې ټول د یو افغان په نوم یو افغانستان خدمت کولو ته تیار شو.

بله اساسي ستونزه زمونږ په هېواد کې د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو کرنسیو چلېدل دي : وګورئ زمونږ په هېواد کې ډالر ، کلداره، تومن داسې مروج دي لکه چې زمونږ د هېواد کرنسۍ وي ایا په امریکا، پاکستان او ایران کې افغانۍ هم چلېږي؟ د ټولو جواب به نه وي.

نو ولې زمونږ د هېواد په ډېرو برخو کې اخیستل او خرڅول د افغانیو په ځای په نورو کرنسیو کوو: راځئ سر د نن څخه د انسانیت او افغانیت سره دښمني، رشوت اخیستنه، قوم پرستي، ژبنی تزاد او په نورو کرنسیو اخیستل او خرڅولو ته د پای ټکی کېږدو تر څو هېواد د روان بهران څخه وغورو او د پرمختګ له پاره یې په ګډه کار وکړو .

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *