Categories

اعلان

Loading…

شېرمحمد عباس ستانکزی د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو

تاند- شېرمحمد عباس ستانکزی به، چې د طیب اغا له استعفا وروسته په قطر کې د طالبانو د دفتر سرپرست ريیس و، په دغه دفتر کې د طالبانو د سیاسي ريیس پاتې شي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د دوشنبې په ګڼه کې لیکلي چې د طالبانو یوې خبري سرچینې ورته ویلي چې عباس ستانکزی د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له لوري د دغه دفتر ريیس ټاکل شوی دی.

همداراز عبدالله سلیم حنفي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ګومارل شوی دی.

ښاغلی ستانکزی د طیب اغا تر استعفا وړاندې د نوموړي مرستیال و.

طیب اغا د طالبانو د تحریک د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور پر مشرۍ د اعتراض په توګه د قطر د دفتر له مشرتابه استعفا وکړه. د نوموړي له استعفا وروسته عباس ستانکزی د دغه دفتر سرپرست شو.

د طالبانو یو شمېر نورو مشرانو هم د ملا اختر محمد منصور له مشرتابه سره مخالفت وکړ. هغوی د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو جلا ډله جوړه کړه.

عباس ستانکزی، چې ویل کېږي د ۵۵ او ۶۰ کلونو ترمنځ عمر لري، د طالبانو د واکمنۍ په مهال د عامې روغتیا وزارت مرستیال و.

نوموړی، چې د جهاد په کلونو کې د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي غړی و، د سیاسي علومو ماستري لري.

له بلې خوا «پاکستان ټوډې» ورځپاڼې د طالبانو د یوه پخواني وزیر له قوله ویلي چې ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر د کورنۍ غړي له پوځي کمیسیونه باسي.

دا ورځپاڼه وايي چې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان وروسته له دې چې ملا اختر محمد منصور ته یې بیعت وکړ، د طالبانو د تحریک د پوځي کمیسیون غړي شول، خو ټاکل شوې ده چې ژر له دغه کمیسیونه وایستل شي.

دوی دواړو په پیل کې د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالفت کړی وو.

ورځپاڼه وايي، د طالبانو په منځ کې اوازې دي چې ملا یعقوب او ملامنان د طالبانو ترمنځ د جګړو په خاطر استعفا کړې ده.

په زابل کې د منصور پلوي طالبانو د محمد رسول د ډلې پر مرستیال ملا منصور دادالله پر له پسې حملې کړي او ادعا لري چې نوموړی یې وژلی دی.

د ملا محمد عمر د مړینې له اعلانه وروسته د طالبانو ترمنځ د مشرتابه پر سر اختلاف رامنځته شو او د منصور د مشرتابه مخالفانو خپله ډله «د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا» ونوموله او ملا محمد رسول یې خپل مشر وټاکه.

453 total views, 2 views today

3 comments

  1. ishan bay Reply

    تا جای که من ستانکزی صاحب را می شناسم شخص لایق و فهمیده است مجاهد سابقه دار و تحصیلات عالی دارد امید وارم که در راه صلح هم گام های مثبت بردارد

  2. aslam Reply

    ستانکزی او موسی اکبرزاده دواړه د ای اس آی پخوانی او خاص اجنټان دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2