Categories

اعلان

Loading…

د کرکې او کینې دیانت؛ دیني توندلاریتوب ته د تمایل د ریښو موندنه

لیکوال: محمد محقق

ژباړن: ډاکتر محب زغم

د دیموکراتیک ژوندانه ننګوونې

واک ته د رسېدلو په لومړۍ کلیزه کې د اخوان د حکومت نسکورېدل، په مصر کې او له مصره بهر ډېر خلک حیران کړل او ګڼې پوښتنې یې راولاړې کړې. پوښتنې هم د لېبرالو ډلو د کړنو په اړه وې، هم د مذهبي ډلو د انجام په اړه، هم د دیموکراسۍ د ګټورتوب او پر دیموکراتیکو لارو چارو د باور په اړه، هم په حکومت کې د پوځیانو د نقش په اړه.

د دې پېښې د دلیلونو او عاملونو په اړه مختلفو فکتورونو ته اشاره شوې ده، لکه په مصر او سیمه کې د متحدو ایالتونو نقش او نفوذ، د اخوان او لېبرالو ډلو تر منځ بې اعتمادي، تر انقلاب وروسته د مصر نازک اقتصادي وضعیت، له خطر سره د ځواکمن پوځ د ګټو مخامخ کېدل، د حسني مبارک د نظام د پاتې شونو هلې ځلې، او له دغو واقعیتونو سره د اخواني ولسمشر په معامله کې تېروتنې.

دا لیکنه غواړي پر دې موضوعاتو یو بل داسې عامل هم ورزیات کړي چې لږ پام ورته شوی دی او هغه په دیموکراتیک ژوندانه کې د اخوان بې تجربه ګي ده.

دیموکراتیک ژوندانه دوه مخونه لري: دننه او بهر. مانا دا چې که یو سازمان غواړي په عمل کې دیموکراسي وکاروي، باید هم د سازمان په دننه کې د دیموکراسي د پلي کېدو قواعد او اداب زده کړي او هم باید د هېواد او سیمې په سیاسي – ټولنیز ډګر کې له نورو اغېزناکو ډلو سره پر همدې لاره لاړ شي.

په داخلي کچه د دیموکراسي عملي کول رانه غواړي چې په پریکړو کې شفافیت ولرو، په پریکړو کې نور شریک کړو، او د یوه وګړي، ډلې یا ځانګړي نسل په لاس کې د واک د راټولېدو مخه ونیسو. په بهرنۍ کچه دیموکراسي رانه غواړي چې له نورو ډلو سره د تفاهم زمینه برابره شي، په عمومي کچه ګډ ټکي مطرح شي او که چېرې د پردې شا ته خبرو اترو ته اړتیا وي نو باید اصل دا وي چې له ځینو استثنايي موردونو پرته به دا خبرې اترې ښکاره وي چې دواړه خواووې ورته ژمن او مکلف کاندي.

د اخوان داخلي جوړښت تر دې دمه دیموکراتیکه بڼه نه ده لرلې. په همدې وجه په عمومي ډګر کې دیموکراسۍ ته د التزام په برخه کې له بې اعتمادۍ سره مخ دی. مثلاً د اخوان په څه باندې اتیا کلنه تجربه کې، یوازې په څو وروستیو کلونو کې د عمومي رهبر په حیث د مرشد کاري دورې ته زماني محدودیت وضع شوی دی. دا کار هم وروسته له هغې وشو چې په اخوان کې دننه او له بهره ورباندې اعتراضونه زیات شول چې په دې یوویشتمه پېړۍ کې به دا څنګه ممکن وي چې یو څوک دې مادام العمر رهبر وي، هغه هم په داسې سازمان کې چې ځان د دیموکراسۍ مدافع بولي.

تر عام مرشد او د هغه تر دفتره وروسته بیا تر ټولو زیات واک د هغو کسانو په لاس کې دی چې د پخواني نسل خلک دي. دا چې د ځوانو غړو نقش تت او په حاشیه کې و، هر وخت به د اعتراض سبب کېده. ان تر دې څو کاله مخکې پورې هغه کسان چې د څلوېښتو او پنځوسو کلونو په منګ وو، د سازمان لوړو پوړیو ته له رسېدو محروم وو او د کښتنیو لیکو تر فشار وروسته، د متوسط عمر ځینو څېرو ته دا لاره هواره شوه.

په دې یو میلیوني جماعت کې د عام مرشد د غوراوي بڼه هم داسې ده چې عمومي رایې په کې هېڅ نقش نه لري ځکه چې دا رایه اخیستنه یوازې د رهبري شورا د دیارلسو غړو تر منځ کېږي او له دې کسانو څخه یو تن دې مقام ته غوره کېږي، سلګونه زره نور غړي له ترسره شوي کار سره مخ کېږي او هېڅوک دوی نه پوښتي.

نوی رهبر چې انتخاب شو، ټول مجبور دي چې نېغ په نېغه یا د سیمه ییزو مسوولانو له لارې له رهبر سره بیعت وکړي. بیعت چې شرعي صبغه لري، د رهبر انتخاب له تعقلي حالته تعبدي حالت ته لېږدوي او د جماعت غړي دا خپله شرعي وجیبه ګڼي چې د هغه د نظر په مقابل کې له خپل نظره تېر شي، د رهبر او د رهبري شورا پریکړو ته د شرعي حکم په سترګه وګوري چې واجب الاجرا دی، ځکه چې مخالفت به د بیعت د نقض یا د تړون د ماتولو په مانا وي. د اخوان د تعلیماتو پر اساس، د جماعت له رهبرۍ سره بیعت له خدای او پیغمبر سره د بیعت په ادامه کې ځای لري او پرېښودل یا ورسره مخالفت یې شرعي ګناه ګڼل کېږي. د جماعت د رهبرۍ اطاعت د کلاسیکۍ پلارواکۍ بڼه لري چې د عام مرشد د لاس او تندي په ښکلولو او د هغه او نورو رهبرانو بې قید و شرطه اطاعت یې نښې دي. د دې جماعت ځینې خبرې چې په ځانګړو ایډیالوژیکو رسالو کې تدریسېږي، ټینګار کوي چې پر رهبرۍ به بې پوښتنې اعتماد کوئ او امرونه به یې منئ.

د یوه جماعت په تعلیماتو کې د داسې مفاهیمو ننوتل، پر پيروانو یې خاصې رواني اغېزې پرې باسي او د بیعت والو او نه بیعت والو تر منځ دېوال دروي. دا دېوال بیا مذهبي بڼه خپلوي او په ښارونډۍ او ملي مشترکاتو پورې تړلي مفاهیم یې په مقابل کې پیکه کېږي. په همدې خاطر کله چې له نورو سیاسي – ټولنیزو ډلو سره د تعامل خبره رامنځته کېږي، دیموکراتیک تعامل له ستونزې سره مخ کوي.

هغه ډله چې واک په کې په څو پرله پسې لسیزو کې د ځانګړو کسانو په لاس کې وي او د ډلې په دننه کې قدرت ازاد نه وي لېږدېدلی، دې ته به په اسانۍسره غاړه کې نه ږدي چې واک دې د ډلو په منځ کې سره تبادله شي. ځکه خو په دولت کې د مختلفو بنسټونو تر منځ د قوا تفکیک د منلو نه وي او په همدې وجه اخواني ولسمشر د خپل حکومت په لومړي کال کې هڅه وکړه چې د مقننې، قضایې او پوځ واکونه خپل کاندي. حال دا چې له نولسمې میلادي پېړۍ راهیسې د مصر سیاسي سرلارو د قواوو د تفکیک موضوع لږ تر لږه په نظري لحاظ منلې ده او اجماع په کې راغلې وه.

د بیان د ازادۍ، رسنیو او د مختلفو لیدلوریو طرح کول هم همداسې دي. د اخوان داخلي تجربه بیا دا وه چې د لیکو وحدت هر وخت د اخوان د نظر د یووالي او د ګڼو نظرونو د مخنیوي لپاره دلیل یا بهانه ګرځېدلی و. تر دې حده پورې چې ان که د رهبرۍ د شورا د کوم غړي نظر به د سازمان له رسمي او مسلط نظر سره په ټکر کې راغی، هغه مجبور و چې د شورا غړیتوب پرېږدي.

دا میتود که د یوه تړلي او هرمي شکله سازمان په دننه کې ګټور هم وي، د مصر په څلوراتیا میلیوني ټولنه کې چې ګڼ دینونه، مذهبونه، تمایلونه، او سلیقې لري او د ډلو، سیمه ییزو او نړېوالو ګټو د تضاد خبره په کې مطرح وي، هېڅ کار نه شي کولای.

اخوان چې په پر له پسې لیسزو کې یې پټ فعالیت درلود او ازاد مدني ژوند یې نه و تجربه کړی، د مبارک تر راپرځېدو وروسته چې په هېواد کې سیاسي فضا خلاصه شوه، هغه نوي زده کوونکي ته ورته و چې نوی نوې الفبې زده کوي. په دې شرایطو کې اخوان دې ته اړتیا درلوده چې د ازاد ژوند او له نورو ډلو سره د ګډ ژوند تمرین وکړي. باید یې په کثرتواله ټولنه کې د ژوندانه یو جدي پړاو له ټولو خوږلتونو او تریخوالو سره تر شا پرېښی وای چې د نورو له زغملو سره روږدی شوی وای.

د اخوان په چارو کې تیوریکي کمزروۍ سبب شوه چې دا ډله د ګډ دیموکرایتک ژوندانه او تکیتکي جوړجاړي په توپیر پوه نه شي. اخوان له پوځ، حزب وفد او سلفیانو سره مصلحتګر تعامل له همزیستۍ سره یو شان وګاڼه. د اخوان لپاره تر ټولو غوره کار دا و چې دې وخت کې له تېرو پېښو سبق زده کړي او یوازې د حکومت د قبضه کولو په فکر کې ونه اوسي،، بلکې له واقعي دیموکراسي او ازادۍ ملاتړ وکړي چې بیا هېڅ ځواک ونه شي کولای د خلکو ازادي ورنه واخلي.

که دې کار یوه لیسزه وخت هم نیولی، پروا یې نه کوله ځکه چې اخوان کولای شول په دې موده کې په ټولنیز ډګر کې خپل حضور زیات کړي او نوی ژوند تجربه کړي چې نور د نظامي محاکمو او ځپلو له خطره بچ شي.

په حقیقت کې اخوان د وتلو داسې دورې ته اړتیا درلوده چې له پټ او ځپلي حالته ازاد او څرګند فعالیت ته وځي. اوس هم دا اړتیا ورته شته. دې سره اخوان کولای شول ځان ته خپل ځواک او کمزوري ټکي رامعلوم کړي او په داسې جنجالي سیمه کې د سیاست او په ازاده ټولنه کې د اوسېدو لپاره لازم تمرینونه وکړي، همدارنګه له نورو ملي ځواکونو سره د تفاهم لاره خپله کړي او خپلې هغه خبرې یوې خوا ته کېږدي چې له نورو څخه د کرکې د پارولو لپاره وې. باید یې د نورو اعتماد خپل کړی وای او پر نورو یې اعتماد کړی وای.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *