Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د ملېشه ځواک له جوړولو سره مخالفت وکړ

تاند- د افغانستان ولسمشرۍ په هیواد کې د ملېشه ځواک له جوړولو سره مخالفت وکړ.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې، چې نن /دوشنبه/ خپره شوې، ویل شوي چې د افغانستان جمهوري ریاست د دې لپاره له ملېشه جوړونې سره مخالف دی چې د افغانستان خلک ورسره مخالف دي.

په خبرپاڼه کې له ملېشو او خپلسرو وسله والو څخه د افغانانو د تېرو کلونو د ترخو تجربو یادونه شوې چې د ناامنۍ د زیاتېدو، د خلکو د کړولو، د قانون د سرغړونې او ګڼو نورو ټولنیزو ستونزو سبب شول.

خپرپاڼه وايي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له ترهګرو ډلو سره تل مبارزه کړې چې وروستۍ بېلګه یې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د داعش پر ضد تصفیوي عملیات دي.

ارګ له پخوانیو ملېشه قوماناندانو او یو شمېر پخوانیو جهادیانو، چې د خپل قدرت او تسلط د پراخولو لپاره د سیمه ییزو ځواکونو په نوم د ملېشه ځواک د ایجاد غوښتنه کوي، وغوښتل چې خپل کسان تشویق کړي چې د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل شي.

49 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *