Categories

اعلان

Loading…

په بلجیم کې ۱۶ شکمن کسان ونیول شول

د بلجیم په پلازمېنه بروسلز کې د پولیسو له خوا د شکمنو کسانو لټون روان دی او د دغه هېواد فدرالي څارنوال ایریک وان دیر سیپټ وایي چې تر اوسه (د اروپا په وخت د سهار تر ۱ بجې پورې) پولیسو د ۱۹ حملو په ترڅ کې ۱۶ شکمن کسان نیولي دي.‌

پولیس هڅه کوي چې د نورو تر څنګ د صلاح عبدالسلام په نامه یو افراطي چې فکر کېږي چې تېره اونۍ یې د پاریس په حملو کې لاس درلود او د بلجیم په لوري تښتېدلی دی ونیسي.‌

د بلجیم فدرالي څارنوال ایریک وان دیرسیپټ یوه خبري کانفرانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو ۱۹ حملې په بروسلز او خواوشا کې او درې نورې د چارلیروی په سیمه کې وکړې چې په نتیجه کې یې ۱۶ شکمن کسان ونیول.

 ښاغلی وان وایي چې د تلاشۍ پر وخت امنیتي ځواکونو ته هېڅ وسلې یا چاودونکي توکي لاس ته نه دي ورغلي خو زیاتوي چې د مولینبیک په سیمه کې د یوې حملې په ترڅ کې یې دوه ډزې کړې دي.

 نن درېیمه ورځ ده چې د بلجیم په پلازمېنه بروسلز کې اکثر ځایونه تړل شوي دي.‌

80 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *