Categories

اعلان

Loading…

یوې بلې نسبتاً زورورې زلزلې افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ته ټکان ورکړ

تاند- د امریکا د زلزله پېژندنې نړیواله اداره وايي چې د تېرې شپې /یکشنبه/ د زلزلې، چې مرکز یې د افغانستان په شمال ختیځ کې و، شدت د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۹ درجې و.

دا زلزله د افغانستان د پلازمېنې او ګڼو شمالي ولایتونو ترڅنګ په پاکستان او تاجکستان کې هم احساس شوه.

تراوسه پوري د احتمالي مرک ژوبلو او تاوانونو کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

د امریکا د زلزله پېژندنې اداره وايي چې د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په اشکاشیم ولسوالۍ کې تر مځکې ۹۲ کیلومتره او څلور سوه متره لاندې و.

راپورونه وايي چې د دې زلزلې ټکانونه د افغانستان او پاکستان پر شمال سربېره د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې هم احساس شوي دي.

د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه تر دې زورورې زلزلې، چې مرکز یې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې تر مځکې ۲۰۰ کیلومتره لاندې و، او شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۷ درجې و، په سلګونو تنه په افغانستان او پاکستان کې مړه کړل.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *