Categories

اعلان

Loading…

د بلجیم پلازمېنه د تیارسۍ په حالت کې

د بلجیم لومړی وزیر چارلس مایکل وایي چې د بلجیم پلازمېنه بروسلز د تیارسۍ په حالت کې ده او دا چې هغوی د شکمنو ترهګرو لټون ته دوام ورکوي.

د بي بي سي نړیوال سروېس د بلجیم په پلازمېنه بروسلز کې د خپل خبریال له خولې لیکي چې په پلازمېنه بروسلز کې به د دوشنبې په ورځ ښوونځي، پوهنتونونه او مېټرو (تر ځمکې لاندې اورګاډي) سیستم تړلي وي.

په بروسلز کې اکثر ځایونه د اونیزې رخصتۍ (شنبې او یکشنبې) پر وخت چې پولیسو د پاریس په حمله کې د شکمن ښکېل شخص صلاح عبدالسلام لټون کاوه بند ول.

د اسلامي دولت په نامه ترورستي ډلې د روان کال د نومبر په ۱۳مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې په یو شمېر حملو کې ۱۳۰ تنه ووژل چې ویل کیږي د پېښې یو شمېر ښکېل کسان د بلجیم اوسېدونکي ول.

62 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *