Categories

اعلان

Loading…

د نولس کلونو ټیم دوهمه لوبه پر بنګله دېش وبایلله

تاند – ټاکل شوې ده چې د افغانستان تر نولس کلنو لږ عمره ملي ټیم د چهارشنبې په ورځ د بنګله دیش تر نولس کلونو لږ عمره لوبغاړو سره پنځوس اووره لوبه وکړي.
د افغانستان، بنګله دیش او هند تر نولس کلونو لوبډلو یوه لړۍ په هند کې پیل کړې ده. افغان لوبډلې خپله مخکنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ له بنګله دیش څخه په څلورو ویکټو وبایلله. لومړی بیټنګ افغانستان وکړ او ټول لوبغاړي یې د ۸۵ منډو له جوړیدو سره په دیرشم اوور کې وسوځیدل. په ځواب کې بنګالي لوبغاړي دغه هدف ته په څلوردیرشم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ورسیدل.
نولس کلونو افغان لوبغاړو تر دې مخکې په دې درې هیوادیز ټورنمنټ کې له کوربه هند سره د نومبر په ۲۱ خپله لومړۍ لوبه د ۳۳ منډو په توپیر بایللې وه. له هند سره افغان باولرانو ښه لوبه کړې وه او ټول هندي لوبغاړي یې د ۲۳۶ منډو په ورکولو سره سوځولي وو، خو په ځواب کې یې افغانان د ۲۰۳ منډو په ترلاسه کولو سره اوټ شول.

د افغانستان ملي ټیم:

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بیا په شارجه کې د پاپوا نیوګیني ټیم سره څلور ورځنۍ لوبه کوي چې د دوشنبې په ورځ به یې دریمه وي.
په دې لوبه کې لومړی بیټنګ افغان لوبډلې وکړ چې په ۱۴۴ منډو یې ټول لوبغاړي وسوځیدل، په ځواب کې پاپوانیوګیني ۲۹۵ منډې وکړې.
د افغانستان دوهم پړاو لوبه لا روانه ده او شهزاد محمدي وتوانیده چې ۱۱۶ منډې جوړې کړي او ټیم لږ په پښو ودروي، خو شهزاد د منډې په حال کې وسوځیده، بل لور ته شهیدي ۹۲ منډې کړې دي او لا ولاړ دی ورسره کپتان ستانکزي ۴۵ منډې جوړې کړې دي خو نه دی سوځیدلی. د شهیدي لوبه د ډیرو ستایلو ده، ده ۹۲ منډې په ۱۵۶ توپونو جوړې کړې دي او لکه یو استاد توپوهونکی صبر یې کړی دی او له بیړي یې کار نه دی اخیستی.
د افغانستان ټیم اوس ۱۳۳ منډې تر پاپوانیوګیني مخکې دی، که چیرته د دوشنبې په ورځ افغان لوبډله وتوانیده چې تر ۲۵۰ منډو زیاته هدف مخالف لورې ته وټاکي نو د ګټلو امکانات به یې څه ناڅه پیدا شي.

2 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *