Categories

اعلان

Loading…

د افراطي مذهبي وحشت د سایکالوژۍ را سپړنه / مجید قرار

دا یو پر ځای سوال دی چې په افغاني ټولنې کې وینې ولې ډېرې تویېږي؟

پخوا چې یې لامل هر څه و، که قبیلویت و، که بدۍ وې، که ترپګېنۍ وې، وې به، خو اوس، او دا تېر دېرش کاله وژنې او خونرېزۍ د افراطي، په تېره افراطي مذهبي ډلو په جواز او قباله کېږي. افراطي مذهبي ډلې یا خپله مقابله ډله تکفیروي، او وژني، او یا بیا چې له هغوی یو څه بې غمه شي، په خپلو کې د واک او شهوتونو پر سر همدومره وینې تویوي.

د دې ډلو لخوا، او د دې ډلو ترمنځ د قتلونو او اوحشتونو یو څه لاملونه نږه اخلاقي دي، خو یو څه نور یې په ایډیالوژیکي سایکالوژۍ پورې اړه لري. په اخلاقي لحاظ، هر قتل، اختطاف، وژنه بد اخلاقي ده، او ځینې خلک چې جرایم پېشه دي له دې کارونو څخه د خاصو ګټو ترلاسه کولو لپاره کار اخلي. موږ دلته د هغو په اړه نه غږېږو. دلته د هغو وحشتونو او قتلونو پر لاملونو غږېږو چې د قاتلانو په ایډیالوژیکي او مذهبي سایکالوژۍ پورې تړاو لري. زما په نظر عمده لاملونه دا دي:

۱: – د دوی فلسفه پر مجازات او تعذیب ولاړه ده. لکه بودایان چې د ځان او نفس په تعذیب ځان خدای ته نیږدې کوي، دوی د نورو په تعذیب ځان ته قربت حاصلوي. ذ د دوی د شایع ذهنیت پر اساس باید هر ګناهګار ته سزا ورکړل شي، دا چې هیڅ انسان له ګناه پاک نه دی، نو هیڅ انسان د دوی له کرکې مستثنی نه دی. دوی په همدې دلیل په ټول شریعت کې پر حدودو ډېر ټینګار کوي، او تر اخلاقي اړخ سیاسي اړخ ته ډېره توجه کوي.

۲:- دوی په بشپړتوب او معصومیت باور لري، دا چې انسان بشپړ نه شي کېدای، نو دوی هم هیڅ وخت له چا نه راضي کېږي. د دې خاصې یو تاوان دا دی چې دوی کفارو ته چې بشپر کافر دي، مخه نه کوي، بلکې د هغو مسلمانانو ځپلو او مجازات ته زیاته توجه کوي چې د دوی په اصطلاح، بشپړ نه دي.

۳:- دوی نړۍ په دوه ډلې تقسیموي، چې یوه ته حق (سپين) او بل ته باطل (تور) وایي. دا دوه ډلې تل په جګړه دي، نو هر انسان باید یا حق شي، یا باطل شي. څوک چې د دوی طرفدار نه وي، هغه ته اوتومات باطل ویل کېږي. په دې اعتبار له نیمو انسانانو سره دوامداره جګړه طبیعي ده، جګړه اصل دی، سوله استثناء ده.

۴:- دوی ته ځانونه هیڅ بې هیڅه د خدای پولیس ښکارېږي. دوی د امر بالمعروف قاعده زده کړې، دا یې زده دي چې کلکم مسؤول عن رعیته، خو دا ورته نه ده معلومه چې هر انسان د دوی رعیت نه دی. د هر چاذخپل رعیت وي، د پلار رعیت نابالغه اولادونه، د پاچا رعیت ولس، د فرقه مشر رعیت د فرقې سرتېږي او داسې نور… خو په بازار کې یو سړی د بل رعیت نه دی.

۵:- دوی د دعوت پرځای قضاوت ته مخه کوي، حال دا چې قاضي په ښار کې یو، یا څو کسه وي، محکمه، مدافع وکیلان، دوسیې، د دعوې اقامې طرزالعمل هرڅه معلوم وي. داعي قاضي نه وي.

۶:- دوی تر ګناه زیات، له ګناهګاره کرکه کوي، حال دا چې شرعا له ګناهګاره نه، بلکې د هغه له ګناه کرکه په کار ده. اصلا له ګناه څخه د کرکې موخه د ګناهګار مرسته او نجات ده، نه دا چې د دوی په اصطلاح، جهنم ته یې ولېږي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: انصر أخاک ظالماً او مظلوماً… د خپل ظالم او مظلوم ورور مرسته وکړئ. د ظالم مرسته له ظلمه د هغه را ستنول دي. خوارج بیا کبیره ګناه د کفر سبب ګڼي.

د افراطي ډلو پورته ذکر شوي خواص د دې لاملېږي چې د دوی تازه دمي هیڅ وخت د دوی د زړو له کردار او اخلاقو څخه نه راضي کېږی. نوي نسلونه یې په زړو کې یواځې شهیدان په نېکو یادوي، ژوندي یې اکثره وخت په خیانت، بډي خوړلو، پیسه دوستي او نورو متهموي. په دې توګه، هره افراطي ډله پر خپل اولاد مري، او له خېټې څخه یې تر ځان افراطي بچوڼی زېږي، بیا هغه بچوڼی هم د انسانانو په وینو غټېږي، څوربېږي، لویېږي، بلوغ ته رسېږي، په بله افراطي ډله بلاربېږي، لنګېږي او مري. دې دوران ته د افراطي اسلامکارو طبیعي دوران ویل کېږي.

381 total views, 1 views today

7 comments

  1. زید Reply

    : مشوره
    ستا پکیج د ملاصاحبانو او نورو دین پروره خلکو سره یو څه فرق لری، ځکه ستاسی په مخ ژیره نه لری او حد اقل یوه خولی هم نه لری ، او ستاسی اړوند یو څه معلو مات په خبریال وبپاڼه که ما ولوستل چه هلته ستاد د خوژو بچیانو اسمونه دینی نه وو لکه عبدالله …….. او ستا په باره که نوشته وو چه قرار صاب بعضی وخت د سندرو لپاره شعر هم لیکی چه دا ماته جالبه وه- او ددی نه داسی بریښی چه ستاسی د دین یا اسلامی شعائرو سره عملا نابلده یاست او چندان توجه نه ورته کوی – کوشش کوی چه په لیکنه که ایات او احادیث مه راوړی ، ځکه چه خلک بیا با ور نه کوی، او وایی چه ددی سړی دین مقصد ندی- هسی د نورو عامو لیکوالو په شان لیکنه کولی شه لکه ، قانع صاب، محمد یار صاب……مننه والله اعلم

  2. zalmai Reply

    محترم قرار صاحب
    دیر عالی لیکنه دی باید له یاده ونه ایستل سی چی. دافغانستان خلگ دکورنی خوشنت او اجتماعی خوشنت له خاطره او د اوژدو جنگونو په واسطه په دیرو روانی امراضو اخته دی اوبل داچی اکثریت افراطیان د اختلال شخصیت یاPersonality disorder مرض لری زکه دوی تعادل نشی زغملای او هر شی شه یا بد تور اوسپبن وینی

  3. imran Reply

    ماشاالله قرار صاحب ښکلی لیکنه دی کړی، همدی افراطیت او افراطی ډلو زمونږ جامع دین نړی ته د وحشت او دهشت دین معرفی کړی در حالیکه اسلام د عدالت او میانه روی دین دی نو اوس سنګه کولی شو دا فراطی مکتب بنیادی مخنیوی وکړو؟

  4. نجیب الله علیزی Reply

    !زید صاحب ته
    د ډیرو پر مخ مو ږیري ولیدلي خو اعمال یې د خرو او حیوان صفته خلګووي هغه څه چي قرار صیب وایي هغه حقیقت دي. د اسلام دین یوازی ستا دین نه دي نه هم ستا په ټیکه باندي دی نه هم د ا سلام استازی یې دا دین یو نړیوال شموله او د هر وګړی لپاره لاره ده. ته د اسلام ټیکه داري مه را ته کوه.

  5. څارنوال علیزی Reply

    داسلام مقدس دین په رښتیاهم دعدل او انصاف دین ، دخوښی اوسولی دین ،دارامش او اعتدال دین دتفکر او پرمختګ دین ، دامر بالمعروف او نهی عن المنکر دین، دژوند او امنیت دین دی نه دوحشت او دهشت دین . اوپر هر مسلمان دخپل ځا ن اودبل انسان مرګ بیله شرعی مجوز څخه حرام اوممنوع ګرځولی دی .نوپرمسلمانانو واجب اولازم دی چی اسلام لکه څنګه دخدای تعالی ج په کلام قران العظیم الشان او نبوی ص داحادیثو پر اساس کفری نړی او ناپو هانوته ورسوی .

  6. زید Reply

    علیزی صاب ! ظاهر خورا مهم دی،او خورا مهم دی- دا ظاهر باید داسی جوړشی ، چه کله ستا ځوک وینی او ستا ته ګوری هغه ته الله پاک، مرګ ، قبر یاد شی- په رشتیا هم د بعضو داسی کارونه وکړل چه اوس ځوک چا ته دعوت نشی ورکولی، چه هسی دا د یوه حدیث یا یوه دینی خبره یاده کړی نو دوی وایی چه ستاسی هم داسی وکړل ، هغه پلانکی رهبر، مجاهد، ملا او قاضی دا وکړل .
    او قرار صاب فکر لری- نظر لری خو دا مهمه نده چه ځوک د ورسره موافق وی، او دوعا به کوو چه الله پاک مو سره پوه کړی. یوه خبره را یاده شوه هغه داسی چه یو وخت زه په پنځم یا څلورم صنف که وم نو دا هفه د مجاهدینو وخت وو او هفه وخت د حزب اسلامی يوه اندازه تر نورو قوی وو- نو زما شه په یاد دی چه زمونژ یو شناخته وو چه حکمتیار صاب یی بی نهایت خوښ وو کله به چه د حزبو خبره را غله نه ده به ویل چه زما پلار ته شنکځل وکړی خو د حکمتیار صاب په اړوند هیځ خبره نشم تحمل کولی- همداسی د طلبه کرامو په اړوند هم همداسی د بعضو سره همدا تصور موجود دی- د مسعود صاب نوم خو نشی اخیستی د هفه د متعلیقینو نه، او همداسی د دا تیرو انتخاباتو په وخت که چه که چا ته به د او سنی مشر په باره که هسی یوه کمی بیان کړه نو جنګ به یی کولو- چه زه هم د همداسی یوی سحنی شاهد یم . مونژ ته الله پا ک عقل راکړی باید کار تری نه واخلو- او مونژ ته الله پاک یوه تله را کړی چه هرڅه پری وتلو- او دا همیش خپل عادت جوړکړو چه غیر د( قران او سنت) څخه هره خبره او هر کتاب د انتقاد به نظر وګوروچه ځوک مو خطا نه باسی- مننه

  7. Moheb Reply

    زيد:
    زيده وروره تاسو ويلي دي چي ظاهر ډير مهم دي، په دې سل په سلو کي در سره موافق يم، خو آيا تاسو پوهيږي چي ظاهر په لاس څوک نشي جوړولاي، ظاهر جوړونه اصلآ د انسان اعمال جوړوي، يو قاتل، غل، ظالم او مجرم هيڅ وخت ښه قواره او صادق نشي معلوميدلي، ولو که هغه هرڅومره کوشش وکړي چي ږيره پريږدي او ښه جامه وکړي. خو يو انسان چي هميشه د حق طرفدار دي، عادل دي، با انصافه دي، صادق دي، هغه له ورايه ښکاري چي دا انسان يو سم انسان دي، ولو که هغه ږيره، پريږدي او يا نه، که جامه يي نوي او شه مالوميدونکي وي يا نه. دا زه له ځانه نه درته وايم، دا په تجربه ثابته سوي او د انسان طبيعت همداسي وايي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2