Categories

اعلان

Loading…

پاکستان او امریکا د افغانستان د سولې د بهیر د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

تاند- پاکستان او د امریکا متحدو ایالتونو موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې د بهیر د ژر پیلولو لپاره په ګډه کار وکړي.

دا موافقه د امریکا متحدو ایالتونو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحل شریف د سفر په ترڅ کې وشوه. جنرال شریف د متحدو ایالتونو د مرستیال ولسمشر جوبایډن په ګډون د دغه هیواد له مهمو چارواکو سره اوږدې او هراړخیزې خبرې وکړې.

یوې دیپلوماتیکې سرچینې، چې له امریکايي چارواکو سره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د لیدنو کتنو او خبرو له جزییاتو خبره وه او نه یې غوښتل چې نوم یې څرګند شي، نن /یکشنبه/ وویل:«یو ډول موافقه وشوه چې شرایطو ته په کتو باید ژر د افغانستان د پخلاینې لور ته ګام واخیستل شي.»

له امریکايي چارواکو سره د پاکستان د لوی درستیز په خبرو کې اصلي تمرکز د افغانستان پر حالاتو و.

دوی د پاکستان پر اتومي موضوع، د هند او پاکستان پر ترینګلیو اړیکو او پاکستان ته د امریکا پر مرستو هم خبرې وکړې.

خو هماغه راز چې د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال عاصم بجوه په خپله ټویټر پاڼه کې ورته اشاره کړې، دواړو خواوو په خپلو خبرو کې د افغانستان د سولې د بهیر د بیا پیلولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

پاکستان په وروستیو کې څو ځلي د افغانستان حکومت ته وړاندیز وکړ چې که موافق وي نو حاضر دی چې طالبان د سولې خبرو ته راولي خو افغانستان د پاکستان پر له پسې غوښتنو ته زغرد مثبت ځواب نه وايي. یو شمېر افغان چارواکي فکر کوي چې پاکستان د وخت د ضایع کولو او د دې لپاره چې امریکا او نورې نړیوالې ټولنې ته وښيي چې په افغانستان کې سوله غواړي بیا بیا وايي چې د سولې د خبرو لپاره اسانتیا برابرولی شي. دوی همداراز باور لري چې پاکستان دا وړاندیزونه عموماً داسي وخت کوي چې کوم پاکستاني چارواکی امریکا ته سفر لري او له دغه هیواده د مرستو غوښتنه کوي.

پاکستان په داسي حال کې له امریکايي چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر د پیلېدو پر ضرورت ټینګار کړی چې اسلام اباد عملاً په افغانستان کې د جګړې اور تېز کړی دی.

خو له دې سره سره دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې راتلونکې میاشت په اسلام اباد کې د اسیا زړه په نوم کنفرانس کې به د سولې د خبرو لار هواره شي.

د اسیا زړه کنفرانس د دسمبر په ۷ مه او ۸ مه په اسلام اباد کې جوړېږي او احتمال شته چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پکې برخه واخلي.

81 total views, 3 views today

2 comments

  1. Afghan Shaheen Reply

    که د افغانستان لوری غواړی په دی غونډه کی برخه واخلی نو ښه به دا وی چی د ولسمشر محمد اشرف غنی پرځای صلاح الدین ربانی پدی کنفرانس کی برخه واخلی او د افغانستان د لوری وړاندیزونه د مقابل لوری ته ورکړی .

  2. Ataey Reply

    اصلا سوله هغه ده چه ثالث بالخیر عادلانه فیصله وکړی او د مظلوم طرف حق اعاده شی او متجاوز او مغرض تفکیک او په خپل ځای کینول شی خو د افغانانو مرصوص صف او صمیمانه ورورولی چه د جاهلی تعصباتو او غو ښتنو نه پاک وی تر هرڅه لوی او تعیینوونکی رول لری او مغرضی کړۍ نباید دا قوت تضعیف کړی ،که هغه کړۍ داخلی وی یا خارجی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *