Categories

اعلان

Loading…

ترکمنستان وايي، د افغان – ترکمن پولې د ساتنې لپاره له امریکا مرسته نه غواړي

تاند- یوه امریکايي دیپلومات وویل، د ترکمنستان حکومت د امریکا متحدو ایالتونو ته ویلي چې له افغانستان سره د خپلې پولې د ساتنې لپاره مرستې ته اړتیا نه لري.

د دې معنا دا ده چې ترکمنستان خپل مخکینی نظر بدل کړی دی.

د سږ کال په لومړیو کې ترکمنستان د امریکا د پوځ له چارواکو غوښتي و چې د دغه هیواد د جنوبي پولې په ساتنه کې، چې له تېرو څو کلونو راهیسي د طالبانو، افغان امنیتي ځواکونو او ترکمن پوځیانو ترمنځ د نښتو په ډګر بدله شوې ده، مرسته وکړي.

د مارچ په میاشت کې د امریکايي قواوو مرکزي قوماندان جنرال لوید اسټین کانګریس ته وویل:«ترکمنستان په وروستیو کې له افغانستان سره د خپلې جنوبي پولې په اوږدو کې خپل امنیت ته د ورپېښ خطر د مخنیوي لپاره د امریکا له پوځ څخه د وسلو، وسایلو او تکنالوژۍ غوښتنه کړې ده. موږ به دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړو.»

په وروستیو څو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډانیل روزنبلم عشق اباد ته لاړ، او د نوومبر په اتلسمه /چهارشنبه/ له نوموړي څخه په یوه خبري غونډه کې د پولې د امنیت په اړه له ترکمنستان سره د امریکا د همکارۍ په اړه پوښتنه وشوه.

ده په ځواب کې وویل:«موږ د افغان – ترکمن پولې په اوږدو کې د پېښو په اړه ځیني راپورونه لیدلي، د دې ځای په مطبوعاتو او نورو ځایونو کې، نه یوازې په وروستیو کې بلکې له یو کال پخوا راهیسي. یوه پېښه داسي وه چې د اورېدو له مخې ځیني ترکمن ساتونکي پکې ووژل شول. موږ په دې اړه دلته له خپلو ترکمن شریکانو، د حکومت له استازو او دغه راز نړیوالو موسسو سره خبرې وکړې. د ترکمنستان حکومت ویلي چې دوی د سرحد امنیت تضمینولی شي او له بهرنیانو څخه اضافي مرسته نه غواړي.»

ترکمنستان په ښکاره د افغانستان له لوري خپل امنیت ته د خطر په اړه شکایت نه کوي.

60 total views, 1 views today

2 comments

  1. زلمی Reply

    افرین دنر زامنو تاسو دشر او فساد اولادونه ښه وپیژندل , دخدای لپاره ددی سرو سپو څخه تښتی چه دا ذځمکی دمخ نامرده انسانان دی, او زموږ دګاوندی دتور سپی کاکا خیل دی , دځنګل دلیوه څخه کومک واخلی خو ددی سرو سپو څخه تـښتی که نه عاقیبت به مو زموږ نه هم بدتره وی.

  2. احمد Reply

    امر یکا د روسی دشمن دی او غواړی چی هلته هم اوبه خړی کړی او ماهیان ونیسی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *