Categories

اعلان

Loading…

د فکر اړتيا/ زاهد جلالي

د انسان ماغزه د انسان د بدن دوه فيصده تشکيلوي. خو يو لاس يې د ماغزو دوه چنده آن تر دې هم ډېر ستر دى، خو آيا د دواړو وظيفه يو شان ده؟ نه هېڅکله نه، که د يو انسان مکمل يو لاس پرې شي، ژوند به يې له ستونزو سره مخ شي، خو که يې د ماغزو يوه څنډه پرې شي، آيا انسان به ژوند وکړاى شي؟ ممکن نه ده. دا د انسان د اعصابو ستر کار او اهميت دى، ځکه د انسان ژوند ورسره مختل کېږي. همدا ده چې د علم التشريح (اناتومي) پوهان وايي چې د انسان ماغزه د ټول انسان د اکسيجن شل فيصده مصرفوي! ماغزه د انسان په بدن کې دوه فيصده دي خو مصرف يې شل فيصده دى!

دا د يوه فرد په ژوند کې، که همدا فارموله عامه کړو، خبره لا واضح کېږي. موږ انسانان که تفکر ونه کړو او له خپلو اعصابو کار وانخلو د لېوني حيثيت به لرو چې له ژونده يې مرګ ښه دى. خو نن سبا موږ ګورو چې افغانان خصوصا او په ټوله کې مسلمانانو تفکر له لاسه ورکړى.

د مسلمانانو په ژوند کې مو له تفکره موخه دا تفکر نه دى چې څوک فکر وکړي چې څه وخوري؟ څه رنګه جامې واغوندي؟ له ملګري سره چېرته ملاقات وکړي؟ او…. د مسلمانانو په ژوند کې مو له تفکره موخه د خداى په خلقت کې تفکر دى، يعنې مسلمان بايد علمي تفکر وکړي چې علمي لاسته راوړنې ولري، څو په دنيا کې د يو رسيدلي او پوه قوم په نامه وپېژندل شي.

د اروپا په تاريخ کې لولو چې له پنځمې پېړۍ تر پنځلسمې پېړۍ پورې دوى د جهالت او ناپوهئ په عصر کې اوسېدل. هغه وخت کې اروپايانو له خپل خداى ورکړي اعصابو کار نه اخيست او فکر يې نه کاوه. د دوى په مقابل کې مسلمانانو ډېر علمي عقلونه لرل او بلا ډېر اکتشافات يې وکړل.

خو ګورو چې له پنځلسمې پېړۍ وروسته په اروپا کې علمي عقلونه وزېږېدل او اروپا يې تدريجا دومره پر مخ بوتله چې نن په دنيا کې څوک ورسره نه شي مقايسه کېداى او که نور خلک هم پوه شوي، د دوى له برکته دي.

په شپاړسمه پېړۍ کې په اروپا کې ګاليله پيدا شو چې د مروج تفکر له دايرې راووت او د فکر کولو لار يې پرانېستله. ګاليله د فکر کولو په نتيجه کې د لمر په شاوخوا کې د مځکې د حرکت نظريه ورکړه او تلسکوب يې کشف کړ. له هغه وروسته د نيوټن په څېر پوهان راپيدا شول. د نيوټن او مڼې کيسه ډېره مشهوره ده. هغه مڼه چې د نيوټن پر سر وغورځېده، نيوټن ترې سرسري تېر نه شو، بلکې فکر يې په کې وکړ، په نتيجه کې يې د ځمکې د جاذبې (Gravity) نظريه ورکړه.

همداسې په اروپا کې د تفکر سلسه جاري شوه، همدا وه چې ډېر عجيب او غريب اکتشافات يې وکړل او نن موږ ګورو چې ټول خلک د دوى له دغو اکتشفاتو ګټه اخلي.

موږ بايد داسې فکر ونه لرو چې د مقابل کس له تفکره دې ګټه پورته کوو او خپله به د فکر په ځاى ډوډۍ خورو. نه داسې نه ده. مسلمان بايد د دې لپاره ډوډۍ وخوري چې فکر وکړي او ژوندى پاتې شي. همدا تفکر دى چې خداى تعالى هم موږ ته پرې وار وار قرآن کې امر کوي، ځکه چې د خداى پېژندنې او په دنيا کې د سرلوړۍ او بري لار همدا فکر کول دي.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *