Categories

اعلان

Loading…

په کانکور کې د جذب د قانون په مرسته بریا!/ ژباړن: حمیدالله حمیدي

د طبیعت نړی یوه خنثی نړۍ ده ، خنثی نړۍ د هڅې او کوښښ ځای دی. ټولنه پر تاسو کار نه لري، چې تاسو څه ډول کسان یئ او څه کوئ، خو په هر وخت کې د جذب قانون تاسو ته وایي: (( که د بریالیو کسانو د بریا په راز پوه شي عملي یې کړئ، په خپل ژوند کې به ډیر څه لاسته راوړې)) دغه مهم ټکی تل په یاد ولرئ : ((هېڅوک له تاسو څخه ذکي او بهتره نه دي)) تل لوړ فکرونه وکړئ او په خپل ذهن کې ورته ځای ورکړئ. ټولو بریالیو ښځو او نارینوو له له داسې فکرونوڅخه پیل کړی، چې په لومړي سر کې حیرانوونکي و، داسې غوښتنې، چې له اوسنیو هغو سره یې توپیر درلود. دا به مو هم اورېدلي وي، چې که په موخو پورې مو چا ونه خندل هغه ته موخه مه وایئ. د پوهانو په اند. ((تاسو باید داسې غوښتنې ولرئ، چې وتوانیږئ هغو ته د عمل جامه ور واغوندئ او عملي یې کړئ.)) دغه کړنه مو د دې سبب ګرځي، چې تاسو د خپلو لوړو خیالو پر لور حرکت وکړئ. که د خپل ځان لپاره محدودیتونه پیدا نه کړي او لوړې موختې درته وټاکئ په اصل کې به مو خپل ځان ته احترام کړی وي، چې په دې سره کولای شي پر خپل ځان باندې باورپیدا کړئ او دا باور مو د دې سبب ګرځي، چې خپل قدر وپېژنی، خوشاله اوسئ او د خپل خوښې وړ رشتې ته د بریالي کېدو انګېزه پیدا کړئ. خپلې موخې مو معلومې کړئ، دا چې ستاسو موخه په کانکور کې د خپلې خوښې وړ رشتې ته بریالي کېدل دي نو په اړه یې ډیر فکر وکړي، د څه په اړه، چې تاسو ډیر فکر کوي، همغه ته رسېدای شئ. فکر، خبرې، په خپلوموخو فکر کول هغه څه دي، چې تاسو له نورو معمولي زده کوونکو سره بېلوي. د هغه زده کونکو سره مو بېلو، چې تل د زده کړو په برخه کې د ستونزو په اړه خبرې کوي او فکر یې په همدې کې مصروف وي. هغه څه چې مو په ذهن کې دي، د کاغذ پر مخ یې ولیکئ او په اړه یې ډیر فکر وکړئ. زده کړې مو مشخصې کړئ هغه لارې چارې، چې کولای شئ د کانکور په ازموینه کې بریالي شئ ولیکئ. هغه څه چې زه یې دلته نوم درته اخلم( د بریا ستراتیژي) هغه څه چې کولای شي تاسو په کانکور کې بریالي شئ او په یوه قوي محصل بدل شي.
خپل ښوونکی اوسئ: که مو په دې اړه فکر وکړ، چې د خپل ځان ښوونکی یئ ذهني وړتیا مو لوړیږي او خپله ځان جوړوئ، د خپل کارونو مسولیت په خپله غاړه واخلئ، په دې کړنه سره تاسو کولای شي، چې نور د شرایطو قرباني نه شئ، بلکې کولای به شئ، چې د خپل ځان لپاره خپله شرایط برابر کړی. داسې یوه وخت ته رسیږئ، چې نور به په دې اړه فکر نه کوئ، چې څه به کیږي، بلکي خپله به په خپل لاس یو څه کوي او کنټرولوئ. له همدې نن څخه شروع وکړئ : د ځان لپاره داسې مهال وېش جوړ کړئ، چې هره ورځ مو د درس لوستلو ساعتونه زیات شي، هر ورځ مو مطالعه یو ساعت مخکې شروع کړئ او یو ساعت وروسته یې پای ته ورسوئ، دغه کړنه ستاسو د پیاوړتیا ځواک څو برابره کوي، په داسې حال کې، چې یوازې دوه ساعتونه ستاسو په کاري ورځ کې زیات شوي دي. زده کړې مو همیشنۍ کړئ او ټول عمر زده کړه وکړئ، تر څو په خپل ژوند کې له نورو بهتره شئ.
له زانګو تر قبره زده کړې ته ادامه ورکړئ.
دغه کړنه د دې سبب ګرځي، چې تاسو په خپل ژوند کې ډیر پرمختګ وکړئ او د خپل تحصیل په دوره کې ډیره هغه څه لاس ته راوړئ، چې بل چا نه دي راوړي. نړي د هرې هڅې لپاره مکافات او مجازات په پام کې نیولي:
د ښې هڅې لپاره ښه مکافات.
د منځنۍ هڅې لپاره منځني مکافات.
او د نه کوښښ لپاره ماتې او ناکامي.

58 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *