Categories

اعلان

Loading…

پټهان او پکېج / مجید قرار

نن سبا د پکېج دور دی. چې هرڅومره یې پاکټ ښکلی و، خلک هغه خوښوي او چې هرڅه دې په پاکټ ولیکل، دخلک هغه مني. د وردګو سرې مڼې پاکټ نه لري، دانه په دری افغانۍ وي، د چین بې خونده ناک ښه پوښ لري، دانه په لس افغانۍ وي.
د کوم ځای د زراعت وزیر د افغانستان د زراعت وزیر ته ویلي و چې ستاسې مېوې شې دي، خو لکه غریبه ناوې، په زړو جامو، زیږه پوستکي، خیرنو لاسو، او چاودو پوندو ودېږي.

کله کله زموږ ښه شیان د خراب پېکیجینګ له امله بې ارزښته ګڼل کېږي، او کله بیا خراب شیان د ښه پېکیجینګ له امله د ښو په نامه راباندې تېرېږي.

د پېکیج مسأله انساني بېلګې هم لري.

مثلا، په دې وطن کې دوه ډوله غله اوسېږي. یو ډول یې څوارب، چاغ، پنډ، سورمخي، پلن څټي او پرېړمټي غله دي. بل ډول یې وچ، تور، لغړ، نېشه یي، او د نریو لېنګیو غله دي.
د لومړۍ ډلې ځای د بېټک وروستی سر، د جومات لومړی صف، د محفل د لومړي کتار کوچ او څوکۍ، د تلویزیون سټوډیو، او د الوتکې د وي آی پي کابین دی.
د دوهم ډول غله ځای بیا جهادي سنګر، سرچوک، د موبایلو د خر بدلۍ بازار، د میني بسونو تمځای او کوڅه او بازار دی.
د خدای تر عدالت ځار شم، چې حکمت به څه وي خو لومړی کس، چې یو جوړ څپلکې یې پټې کړي وي، په شریعت کې یې لاس پرېکېږي، دوهم یې ټول ګمرک غلا کړي، لاس یې نه غوڅېږي او ملایان وایي چې د عامه اموالو د غله لپاره حد نشته، ځکه چې دا ډول غل سارق نه، بلکې مختلس ګڼل کېږي.

د خلکو عدالت هم دغسې در واخله، د یو ملیونو ډالرو غل قومي مخور بولي، د څپلکو غل بیا کوڅه ډب لنډه غر.
خبره د پېکیج ده.

د ښه پېکیجینګ یوه طریقه دا ده چې یوه شي ته اسلامي برانډ ورکړې. د پېټۍ پر سر اسلام ولیکه، بیا یې څوکړمنځ نه ګوري.

انسانان هم دغسې در واخله. که چا د دین زغره درته واغوسته بیا آر پي جي راکیټ هم اثر نه پرې کوي. بیا یې نه غصب مالومېږي، نه قتل او وحشت، نه تېری تجاوز، نه خپلولي او پردیتوب.

دا مسأله اداري هم ده. یو به وي، په خاورو به نه وي خبر، خو ساټ باټ، ټيس ټپاس به یې برابر وي، په پاړسي او انګلیسي کې به یې هغه د ګپ شپ توري زده کړي وي. دا ښه بازار لري.

هغه بل به ټول عمر په تعلیم او تحصیل پسې خوار کړی وي، ګولډ مډلیسټ به وي، د علم دریاب به وي، په نس کې به ښه هوښیار نابغه وي، خو خوله به یې پڅه، شکل به یې ساده پټان، جامه به یې عادي وي. د ټیس ټپاس وال به یې جاب انټرویو اخلي، او دا بل به د دوران جبر محتاج ورته کښېنولی وي.

د پکېج خبره یواځې د لباس، د څېرې او نظم نه ده. موږ خپلو عرایضو، خپلو خبرو، خپلو نظریاتو، خپلو شکایاتو ته هم ښه لفظي قالبونه نه ورکوو، او بیا شکایت کوو چې خبرې مو جدي ونه ګڼل شوې.

موږ پټهانان تل د دفترونو، دربارونو، بازارونو، په تېره بازاري خلکو له دې ډول رویې سر ټکوو، خو دا مو هېره ده چې د پکېج د موضوع تر شا یو انساني منطق پروت دی. انسانان لومړی ظاهر او لومړي تأثر ته ګوري، منځ او محتوا کتل بیا دوهمه خبره ده.

موږ بل په دې ملامتوو چې خراب شي ته یې ښه پېکیجینګ کړی دی، خو ځان په دې نه ملامتوو چې ښو شیانو ته خراب پکېج غوره کوو.
که د خراب شي ښه پوښول تېر ایستل وي، نو د ښه شي خراب پوښل خو دوه چنده غدر او تېر ایستل او جفا ده.
موږ باید دا ومنو چې که ځينې ښېګڼې لرو هم، نړۍ ته مو په ښه شکل نه دي وړاندې کړي. بې سلیقه توب ته تواضع وایو، خیرنتوب ته خاکساري وایو، حماقت ته ساده پاده توب وایو. خلک په زور لهدخپلو ښېګڼو زړه توري کوو، او بیا ملامتي په خلکو ور اچوو.

که غواړو کلتور، خویونه، توکي، ارزښتونه، خبرې، نظریات او وړتیاوې مو بازار پیدا کړي، پکېج ته به توجه کوو.

پټهان او پکېج

128 total views, 1 views today

10 comments

  1. Karishma Reply

    Der pa zra pore aw haqeeqat ta nazde o.
    Da pakage bal kha mesal pa tola ke da lekwalano lekan de. Che kala haqeeqat pa adabi na samo (drogho aw gholaeonko) alfazo ke ra nghari. Aw walas ta na sam zahniat warkwee kom che da walas pa wrande tar tolo loy khianat de.

    Manana
    Katishma Nazimi
    University of the Ryukyus, Okinwan, Jp

  2. Karishma Reply

    Der pa zra pore aw haqeeqat ta nazde o.
    Da pakage bal kha mesal pa tola ke da lekwalano lekan de. Che kala haqeeqat pa adabi na samo (drogho aw gholaoonko) alfazo ke ra nghari. Aw walas ta na sam zahniat warkwee kom che da walas pa wrande tar tolo loy khianat de.

    Manana
    Karishma Nazimi
    University of the Ryukyus, Okinwan, Jp

  3. shahed Reply

    قرار صا حب الله د ژوندۍ لره ، ته نه پو هیږې چې د ساده سره د پټان کلیمه تړلې ده ، موږ له اذله الله پاک ساده پټان پیدا کړي یو او په دې موډیر غټ تاوان کړۍ دۍ، ،الله د ژوندۍ لره پکیج ته با ید تو جه وشي ، مننه .

  4. Asifullah Pashtoon Reply

    ښاغلیه قرار صیب ډیر ښکلی خو کاش چی زمونږد ساده پټان پښتانه ل……

  5. څارنوال علیزی Reply

    هر څه اویا هر څوک نیم پخپله او نیم په پکیج پوره کیدلایشی نورښتیاهم پکیج ضروردی .

  6. Mirwais Reply

    الله دی راته ژوندی لره مشره
    تاسو خو تل زمونژ د زړه خبرو ته ښایسته پکج ورکړی دی

  7. zalmai Reply

    دیره عبرتی لیکنه دی او له سایکولوجیکی او پیداگوژیکو نظریاتو سره ارخ لگوی پتانان کولای سی چی تیر زده یی کری

  8. نقیب Reply

    ډیره په زړه پوری اودعبرت نه ډکه لیکنه

  9. محمد بشر Reply

    وایم تر ډیره زوندی اوسی قرار صاحب…………………………….

  10. هوډيال Reply

    په زړه پورې لېکنه ده, خو که د پکېج په ځاي پيکېنګ وليکل شي ښه به وي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *