Categories

اعلان

Loading…

د اوبو پرمخ ګامونه/ محمد ابراهیم سپېڅلی

دواړي پښې يې پړسېدلي دي، نور پلی تګ نه سي کولای.

اوس يې یوه اوونۍ پوره سوه، چي د شپې په تیاره کي اوږده مزلونه وهي.

چي له موره پیداسوی و دومره ډېرپه پښو نه دی ګرځېدلی.

نن دا دی بیا ورځ تېره ده اود ماښام اوږده مزله ته وارخطا دی.

د لاري ملګري يې هم ستړي او ستومان دي، خو د ده پښې ترټولو ملګرو پړسېدلې دي.

د ماښام لمونځ يې وکړ، لاسونه يې لا دعا  ته نه و لپه کړي، چي (لارښوونکي) پرټولو مسافرو د تګ لپاره د چمتووالي ږغ او زېری وکړ« که نن شپه یوڅه تلوار وکړی، ګامونه راچابک کړئ او پرلاري هرځای هوسايې ونه کړي، نو امکان لري، چي د سمندرغاړي ته مو ورسوم.»

مسافرو یو او بل ته سره وکتل، په سترګو کي يې د خوښۍ اوښکي ورغړېدې.

غمی هم خوشحاله سو، خو دواړو پړسېدلو پښو ته فکر وړی دی، چي نن شپه به دغه اوږد مزل څنګه سي؟

په خوله څه نه وايي، لیکن په زړه کي پردې سفر ډېرپښېمان دی، بیرته کورته هم نه سوای ګرځېدای! غمي همت له لاسه ورنه کړ راولاړ سو شاوخوايې وکتل، توردښت دی هیڅ شی نه ښکاري یوازي نرۍ نرۍ لاري يوې اوبلي خواته تیری سوي دي.

غمي د همدې نریو لارو سره له کوم مسافرڅخه پاته سوې لکړه ولیده، ورغلی هغه يې راواخیسته او له ځان سره بوڼیږي:«داهم ښه ده، که پرلاري له پښو درده په تکلیف سوم، نو د سپین ږیرو غوندي به له دې لکړي مرسته غواړم.»

دی لا په دې چرتونو کي دی، چي د (لارښوونکي) په راتلو ټول مسافرتګ ته چمتو سول.

هرمسافرخپله غوټه پر اوږه واړول او په (لارښوونکي ) پسې رهي سول.

نابلده لار، ناڅرګند منزل، اوږده ستوماني، د پښو او ملا دردونه هغه څه دي، چي ټول مسافر یواوبل ته ځني شکایتونه کوي، خو غمی بیاهم څه نه وايي اود لکړي (امسا)په مرسته کله چابک او کله بیا په نګوښېدو ترشا پاته سي.

غمی په چرتونو کي ډوب او ځان ملامتوي، چي ولي يې ددغه سفرپه اړه د مور خبره نه وه منلې، په دې وخت کي د مسافرو ځغستا او نارو يې د فکرونو هنداره ماته کړه « هلئ غله دي ! »

غمی ځای پرځای حیران ولاړ دی، تراوسه يې غله نه وو لیدلي زړه يې سخت دربیږي.

غمي ویني، چي یوڅو کسه مخ پټي وسله وال ددوی خواته راروان دي، وسله وال نورهم رانژدې سول.

« اُف خدایه ! داخو په رښتیا غله دي»

وسله وال غله په پردۍ ژبه خبري کوي، خو مسافران ددوی په ترکي ژبه نه پوهیږي.

دادی غلو د ټوپکو په اشاره ټول مسافران درې کتاره کښېنول اوخپل کاريې شروع کړ.

دوو غلو غمی تلاښي کړ د کوټ په بغلي جېب کي يې ورپاته یوازي دوه سوه ډالر هم ځیني واخیستل.

هیڅوک څه نه وايي، یو ګړی مخکي یو مسافرمحضي یوه خبره ورسره وپېچل په څلورو نفرويې داسي په بې رحمۍ وواهه، تابه ویل زړه يې پکښي وچاودی.

د مسافرو ترلوټولو وروسته غله یوې خواته او مسافربلي خواته روان سول.

مسافران ډېرخواشیني او په چوپه خوله چابک چابک روان دي.

اوس د شپې ډېره برخه تېره سوې ده، خو مسافران نه پوهیږي، چي څو بجې دي؟ ځکه ساعتونه، مبایلونه، پیسې او نور قیمتي شیان ترکي غلو ولوټل.

د (لارښوونکي) له بد رد ویلو څخه معلومیږي، چي دی هم ډېر ستړی سوی دی.

هرمسافر،چي د ستړیا له امله یوڅه سستي کوي، نو د (لارښوونکي) د ملګرو لخوا په لښتو او برقی لین وهل کیږي.

د غمي فکر نورهم خراب دی او له ځان سره وايي« که زه داسي خبر وای، د اروپا نوم مي والله که یاد کړی وای!»

د پړسېدلو پښو دردونه، پرله پسې بدخوابي، د (لارښوونکي) ښکنځل، وهل اود غلو لخوا لوټلي جېبونه هرګړی د غمي زړه دردوي، خو په خوله هیڅ نه وایي.

ټول مسافران د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه په اوږدو فکرونو کي ډوب روان دي، چي په دې وخت کي یو ډول یخ باد د مسافرانو پام مخامخ لیری کښتیو ته واړاوه، ټولو سترګي وموږلې« په رښتیا ساحل ته نژدې سوي یو.»

دادی یوڅه وخت نورهم په تګ تیرسو او ټول ساحل ته راورسیدل، د ستړیا ترڅنګ يې له لوږي په نس کي سپيان غاپي.

دمخکنیو مسافرو څخه پاته سوې ډوډۍ، بوین خواړه او په بوتلانو کي اوبه یودم چورسوې، له پرون غرمې څخه یومسافرلاهم د شي څکه ده کړې.

غمي ته یوه ګوله لنده ډوډۍ په لاس ورغله، د زړ والي له لاسه يې بوی ځي، خو لوږه بد شی دی ژر، ژر ګولې ترستوني تیروي، چي په یوه کوچنۍ زړه کښتۍ کي څلور پنځوس تنه مسافرسره تخته سول.

ماڼو په تریو تندي کښتي روانه کړه. د غمي ویښتان باد یوې اوبلي خواته اړوي، د څنګ ملګري يې غمي ته ګوري وروسته خوب یوړ.

غمي ته خوب نه ورځي د سمندرو اوبو ته ګوري، زړه، درنه او کوچنۍ کښتۍ له څپو سره په جنګ ده.

غمي ته هغه شپه ورپه یاده سوه، چي مور، خور، میرمني او دوو کوچنیو لوړو ته يې د اروپا د امن، کاروبار او ډالرو کیسې کولې،بیا د کورنۍ ټولو غړو ته يې د سوغاتونو د رالیږولو وعدې ورپه زړه سوې. د کوچنۍ لور پښتنې هغه ناز يې سترګي له اوښکو ډکي کړلې« اغاجانه ! ماته به ښایسته ناوکۍ راوړې.»

لایې په لستوڼي اوښکي نه وې پاکي کړي، چي د غره غوندي لویي طوفاني څپې کښتۍ ترخپل خوني ځیګرلاندي کړه، د غمي سا د اوبو په تل کی بنده سوه.

یو ګړی وروسته یوازي د زړې کښتۍ څو ټوټې د اوبو پرمخ کمزورو څپو یوې او بلي خواته سره ګرځولې.

۱۹ – ۱۱ – ۲۰۱۵

دا کالم د (سرخط ورځپاڼي) په یو نیویمه ګڼه کي هم خپور سوی دی

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *