Categories

اعلان

Loading…

داستاني ژبـــــه، داستاني ادبیات څه ته وايي؟

ليکوال احمدجاوېد صديقي –

په ټوله کې ادبیات د فورم له مخې په دوه ډوله ویشل شوي چې یو ته یې منظوم او بل ته یې منثور ادبیات ویل کیږي، منثور ادبیات بیا دوې برخې لري چې عادي او هنري نثرونه یې بللی شو.داستاني ادبیات د هنري نثر یوه غوره او پياوړې څانګه ده چې په دې برخه کې ناول، رومان، لنډه کیسه، ادبي ټوټه، تکل، ادبي سفرنامه او نور شامل دي.

داستاني ادبیات د ولسونو په معرفي کیدو او پيژندلو کې لویه ونډه لري،د هغوى د باررونو، علم، اندونو او فکرونو کچه څرګندوي، همدا داستاني اثار دي چې بیلابیلې ټولنې یوې بلې ته پيژني، داستاني ادبیات د ټولنې دودونه فرهنګ او په ټوله کې انساني ارزښتونه معرفي کوي. لامل يې دادى چې ژبه يې اسانه او د تر نورو ژانرونو ښه پوهېدو وړ ده. تمثيلي هنر په کې دزړه را ښکون او ښه پيغام رسولو سبب کېږي.

تعريف او جوړښتي توکي

– څوک یعنې کرکټر؛ هر داستان په يوه اصلي او فرعي کرکټرونو راڅرخي او پېښه وړاندې کوي.

– څه وخت یعنې زمان؛ هر داستان بايد په يوه ټاکلي زمان کې واقع شي.

– چیرته یعنې مکان؛ دهر داستان واقع کېدل يوه ځانګړي مکان ته اړتيا لري.

– څنګه یعنې پیښه؛ د داستان لپاره اړينه ده چې يوه پېښه وړاندې کړي، بې پېښې داستان امکان نه لري.

– ولې یعنې د پيښو منطقي تړاو، منطقي تړاو د لوستونکي د باور او ساتلو سبب ګرځي.

– څه شی یعنې پای؛ په پايله کې بايد هره کيسه پيغام او پاى ولري، لوستونکى فکر کولو ته اړ باسي.

ځینې نورعناصر لکه تلوسه،معقول تصادف،ډراماتیک یون، په فني او مسلسل ډول ټکر، اوج او پای هم د داستاني اثارو په جوړښت کې مهم دي؛ خو په ټوله کې داستاني اثار په درېیو اساسي خبرو غوټه، ټکر او پای ولاړ دي.

پښتو ژبې ته د داستاني ادبیاتو راتګ؟

استاد راحت زاخیلي د پښتو داستاني ادبیاتو تر ټولو مشهوره څیره ده ځکه لومړنی ناول او لنډه کیسه استاد راحت په پښتو لیکلې، نتیجه عشق په نوم ناول ۱۹۱۰ ژباړلی دی، لومړۍ لنډه کیسه یې د شلیدلې پڼه په نوم ۱۹۰۷ کال کې لیکلې، طلوع افغان کې استاد حبیبي ، د داستاني ادبیاتو لړۍ پیل کړه، ماستر عبدالکریم او استاد الفت پښتو داستاني ادبیات تر ډيره غني کړي د خپل وخت ډیرې ټولنیزې نیمګړتیاوې یې په خپلو اثارو کې په ادبي ظرافت وړاندې کړي.

نورمحمد ترکی هم د داستاني ادبیاتو مخکښه څیره، کیسه لیکوال و،د کیفیت له پلوه یې لیکنې د پام وړ دي، خپل سیاسي افکار یې هم وړاندې کول، حمزه شینواري په لومړي ځل پښتو کې فلمنانه( د لیلي مجنون) ولیکله، موسی شفیق غوره کیسه لیکوال، میرمهدي شاه مهدي چې تر ډيره یې حماسي کیسې لیکلي دي، استاد رشاد نوی هنري نثر دود کړ، ده ژبه له تصنع، پیچلتیا او کړکیچ نه بیله او ساده بڼه یې ورکړه، سعدالدین شپون په نثر کې انځور ګړي کړې، له نیکه مرغه اوسمهال ډير ځوان لیکوال لرو چې له هغې ډلې ایمل پسرلي، اجمل پسرلی، زرين انځور، اکبربرى ، وکيل شينوارى، ګل رحمن رحماني، نصیر احمد احمدي او نور… يادولى شو.

لومړۍ لنډه کيسه کله راغلې، چا کړې، څنګه عامه شوه؟

په پښتو ژبه کې په اوسنۍ بڼه کښل شوی ناول یا رومان چې له کومې نېټې نه پېژندل شوی دی او بیا لیکوالو په دې اړه څه ژباړلي  او یا لیکلي دي ډېر اوږد تاریخ  نه لري

له هغه وخت نه چې ناول یا رومان  پښتو داستاني  ادب ته په معاصره بڼه  راننوت  لومړنی ژباړل شوی اثر ؛مراة العروس؛ نومیږي چې د میا حسیب ګل لخوا ژباړل شوی دی . ورپسې د  ؛توبة النصوح؛ په نوم یو بل ناول یادو چې لیکوال یې ډپټي نذیر احمد  نومیږي چې بیا د میامحمدیوسف لخوا وژباړل  شو.

که چېرې پښتو لیکوالو له دې پخواخپل اولسي او پلکوریک ادب ته  په پوره ځیرکتیا او خواخوږۍ کتلي وای اوس به په پښتو کې ناول او رومان   ته ورته کیسې د دې جوګه وې چې  په لږ صیقل به یې نړېواله سیالي د حکایتي او روایتي فورم په ډګر کې تر لاسه کړې وای .؛ ځکه که موږ د اولسي کیسو دغه پانګه وپلټو نو څرګنده به شي چې د پښتو ژبې دغه ملي پانګه څومره خواږه حکایتي او داستاني توکي لري چې یو شمېر بېلګې یې له اوسني ناول او رومان سره نږدې بریښي
.
موږ دا منو چې اوسنی ناول  او رومان د هر پر مختللي هېواد له لرغوني داستاني ادب سره توپیر لري ولې  دا هم باید ومنو چې زوړ نه وي نوی نشته نو هرمرو مرو به اوسنیو لیکوالو له حکایتي ادب نه څه نا څه تجربه تر لاسه کړي وي.

که چېرې د پښتو د اولسي ادب کیسې ، داستانونه او ملي نکلونه د لویدیزې نړۍ په څېر وڅېړو ډېر داسې  توکي ښایي ومومو چې  د اوسني ناول او رومان سره یې ګډې پولې د پام وړ وي  او که چېرې  یو ځیرک لیکوال چې د ناول او رومان پخه تجربه ورسره وي پرې کار وکړي  ښایي د اوسني  ناول   او رومان  تنده پرې ماته  شي خو په دې شرط چې اولسي او پلکوریک اصالت او درنښت یې خوندي وي.

که لږ بېرته شاته لاړ شو او یو ځل بیا د پښتوادب اولسي  کیسي او نکلونه  راغبرګ کړو  نو وبه ګورو چې هغه لومړني او رومانتیک داستانونه چې په لویدیزې نړۍ کې دود وو او اوس ترې د تکنالوژي په برکت  فلمونه جوړ شوي دي نو په پرتلیزه توګه موږ د خپل اولس په شتمن فرهنګ کې داسې بېلګې پرېمانه لیدلی شو  لکه :د دیوترابان کیسه، سیف الملوک او بدرۍ جماله،ادم خان او درخانۍ ، مومن خان او شیرنۍ او په لسګونې  نورې کیسې یادولی شو.

اوس چې په پښتو ادب کې په اوسنۍ بڼه ناول  او رومان څومره وده او پرمختګ کړی دی بیا هم دومره لوی  او شتمن فرهنګ  په پرتله د ډاډ وړ نه دی خو د نشت  په سترګه هم ورته نشو کتلی . مانا دا چې له ؛مراة العروس؛ او ؛توبة النصوح؛ نه وروسته په پښتو ژبه کې  د ناول لیکنې لړۍ نورو لیکوالو هم  څارلې او هم پاللې ده .

استاد راحت زاخیلي چې د داستاني او هنري  ادبیاتو یو مخکښ لیکوال  ګڼلی شي  نوموړي هم  یو په زړه پورې ناول  د ؛ماه رخ یا نتیجه عشق؛ په نوم کښلی دی .

؛د راحت صاحب د دې ناول  نه وروسته زموږ سترګې په هغه مشهور څلورم  لیکل شوي  ناول لګیږي  چې د ؛پېغلې؛ په نوم یادیږي او د محمدادریس صاحب زاده لخوا لیکل شوی دی؛

په افغانستان کې د ناول لیکنې فن لومړی د اعلیحضرت امان اله خان په مهال  محمودطرزي پیل کړ او له ترکي ژبې نه یې څو ناولونه وژباړل . پوهاندعبدالحی حبیبي هم د ویکتورهوګو مشهور ناول د بېنوایان په نوم وژباړه چې  په پر لپسې توګه د طلوع افغان په خپرونه کې د ؛بېچاره ګان؛ تر سرلیک  لاندې خپور شو.
د هېواد یو بل نامتو لیکوال ښاغلي کشککي هم یو ناول چې سرلیک یې وو ؛په پټه د پټو پلټنه؛ ولیکه چې لومړی یې د اصلاح په خپرونه کې نشر ته وسپاره او بیا یې په ۱۳۱۸ لیږدي لمریز کال  د یوه کتاب په کچه چاپ  کړ. پوهاند رشتین د دې ناول په اړه کاږلي دي : ؛دا په بره پښتونخوا کې لومړنی ناول ګڼل کیږي.دوه سره مین وروڼه؛ د محمدرفیق قانع یو بل ګټور ناول دی چې دا هم په ۱۳۱۸ لیږدي لمریز کال خپور شو.
کوم ناولونه چې په پښتو ژبه خپاره شوي دي ځنې یې کره او په معیاري بڼه  برابر دي خو ځنې یې دومره بې خونده هم دي چې په یو وار لوستلو نه ارزي .

د داستاني ژبې ځانګړنې

داستاني ادبیات ځانګړې ژبه لري، د داستاني ادبیاتو ژبه له خبري، علمي، څيړنيزې، طبي او بلې هرې ژبې سره توپير لري، د هنر خوږ او شاعرانه رنګ په کې وي او لوستونکى تر پایه له ځان سره ساتي.چې ډېر ځله د يوه خواږه شعر تنده هم پرې ماتېږي.د اخباري او هنر نثر يو توپير همدا دى چې اخباري نثر د نن او هنري نثر د يوې اوږدې زمانې ژبه ده.

داستاني ادبیات دوه ډوله ژبه لري چې یوه یې اصلي ژبه ده چې لیکوال یې کاروي او بله یې د کرکټر ژبه ده، اصلي ژبه هغه ژبه ده چې لیکوال یې په خپلو داستاني اثارو کې کاروي، په دې مانا چې د ليکوال يا راوي اصلي ژبه ده چې بايد معياري بڼه په کې رعايت کړي، دا کار دهغه اثر ته جامعيت ورکوي او هر څوک يې لوستلى شي، او د کرکټر ژبه هغه ژبه ده چې د کرکټر هغه که اصلي وي يا فرعي له ژبې وړاندې کېږي او پېښې په خپله بڼه بيانوي او داستان کې طبيعي رنګ پيدا کوي او ساتي يې.

ددې ترڅنګ کله کله د داستاني اثارو په لیکلو کې ليکوال له علمي او لوستې کړۍ وځي، خپلې ټولنې ته ننوځي، په ښارونو، بانډو، کليو او لرې پرتو سيمو کې ډول ډول خلکو ، چې د علمي کچې، دود دستور، سيمه ييزې لهجې او عادتونو له مخې له يو بل سره توپير لري، مخ کيږي او داستان ليکونکى اړ دى، چې دا هر څه په خپله اصلي بڼه د يوه ماهر انځورګر غوندې په طبعي ډول انځور کړي.

د بیلګې په ډول په یوه کلي کې را لوى شوى او تجربه کار بزګر، چې ټول عمر يې په بزګرۍ کې تير کړى؛ نه شي کولى، چې د يوه انجنير، ښوونکي، يا ډاکټر په څير خبرې وکړي او ددې برعکس د يوه بل مسلک اړوند کس بيا هيڅکله د يوه بزګر مکالمه او ژبه نه شي کارولى او که ليکوال يې په زور تحميل کړي، نو د داستاني اثر خوند او منطقي تړاو په لوى لاس له منځه وړي.

که چيرته د ګل رحمن رحماني یا هم نصیر احمد احمدي داستاني اثارو ته ځير، نو ژبه يې له هنري او ولسي رنګه ډګه ده ډکه او په اثارو کې يې د داستان او اړوندو کرکټرونو ژبه کارولې ده، چې همدا د داستان طبيعي رنګ او منطق دی.

-هنري ژبه د داستاني اثارو مهمه ځانګړنه ده چې داستاني ژبه له عادي نثر نه بیلوي.

– د الفاظو په مرسته د یو واقعي انځور وړاندې کول د داستاني ژبې بله ځانګړنه ده.

-خیال پردازي په داستاني ژبه کې مهمه ځانګړنه ده.

د قوي تخیل لرونکي لیکوالان په داستاني ژبه ډير حاکمیت لري. يا هغه ليکوال چې له شاعرانه تخنيکونو يا شاعرۍ سره بلد وي، نو په ښه توګه غوره لنډه کيسه ليکلى شي او د کيسې په ژبنيو مهارتونو سره ښه اشنا وي او کېدى شي يو ښه بر لاسى داستان ليکوونکى ورته ووايو.

يوه بله خبره د لنډې کيسې او ناول يا رومان د ژبې ده، موږ په کيسه کې ډېر محدود يو، پېښې او کرکټر مو محدود دى، ممکن ډېره ازادي ونه لرو چې په اصطلاح زياته زبان پردازي په کې وکړو، خو ناول کې بيا له هره اړخه پراخه ساحه لرو او کولى شو چې خپل تخيل او شاعرانه مهارتونه په ټول زور سره وکاروو.

د اوسنۍ لنډې کيسې ژبه

د اوسنۍ لنډې کیسې ژبه صیقل او کره شوې، تر ډيره د اوسنیو لنډو کیسو او داستاني ادبیاتو ژبه اوسنۍ محاورې ته ډيره نږدې ده. څومره چې کیسه او داستاني اثار له ژوند سره تړلي وي ډير لوستونکي ځان ته پیدا کوي. بله مهمه خبره دا ده چې اوسمهال تر ډيره زموږ لیکوال او لوستونکي له بهرنیو کیسو سره اشنا شوي او هڅه کوي چې په معیار برابرې کیسې ولیکلي.

لیکوال باید په هره پیښه کې کیسه وګوري، د بیلګې په توګه که چیرې یو شخص د رهبرانو عکسونه پلورې او یو شخص راځي عکس ترې اخلي او بیا یې څيروي، دغه پیښه چې خپله یوه کیسه هم کیدای شي د رهبرانو پر وړاندې دخلکو نفرت ښيي، حال دا چې هغه شخص چې چې انځور څیرې کړی لومړی خو یې پلورونکي ته درناوی کړی د انځور په بدل کې پیسې ورکړې او بل دا چې د رهبرانو پر وړاندې د انځور په څیرې کولو سره خپل نفر څرګند کړی دی.

داستان کې د تلوسې رامنځته کول

که وغواړو چې په کیسه او یا هم نورو داستاني ادبیاتو کې تلوسه رامنځته کړو باید په داستان کې غوټې رامنځته کړو، د غوټې رامنځته کول د تلوسې د زیاتوالي او شدت لامل ګرځي، د پيښې پټ ساتل هغه ځانګړنه ده چې له مخې کولی شو په داستان کې تلوسه رامنځته کړو(لوستونکي تر پايه راسره په تلوسه کې وساتو، قوي تلوسه ددې سبب ګرځي چې لوستونکى مو داستان بې له څه دمې خلاص کړي، په يوه شېبه کې يې ووايي او ددې اجازه ورنه کړي چې بل وخت ته يې پرېږدي.) که چیرې لیکوال غواړي کیسه یې له تلوسې ډکه وي باید ټولې خبرې په خپله ونکړي ونه کړي او لوستونکي ته یوه ذهني عملیه پریږدي چې لوستونکي هم په دې سوچ وکړي چې بیا به څه کیږي او داسې نور.

د داستاني اثارو ځانګړنې:

– ښه موضوع ولري.( پلاټ، يا سوژه چې پېښه هم ورته وايو د کيسې د ملاتير جوړوي او که ليکوال له دې پرته کيسه ليکل پيل کړي نو داسې به وي لکه په اوبو کې چې د خټو دېوال وهي او يا په يخ څه ليکي؟)

– منظر کشي یې پیاوړې وي.( خو منظر کشي د داستاني ژبې سره له بلدتيا پرته امکان نه لري، ليکوال بايد په داستاني ژبه او ژبنيو داستاني مهارتونو ښه پوه وي او منظره کشي په طبيعي ډول وړاندې کړي.)

– منطقي تړاو ولري.( بې منطقه کيسو کې نه يوازې چې د لوستونکي وخت ضايع کوو، بلکې هغوى هم اړ دي چې زموږ په اړه خپل قضاوت وکړي او ناپوه مو وبولي.)

– څېره کښنه او ابتکار: ( ليکوال بايد د داستان په پيل کې د خپل کرکټر څېره وکاږي، څنګه دى، څنګه ټيپ لري، کوم کلمه څه ډول تلفظ کوي، غوسه ناک دى، مهربان دى، څه يې خوښېږي، چټل دى، پاک دى، کوم عادت لري، سګرټ څکوي، شرابي دى، مين دى، لېونى دى… څو لوستونکى ورسره اشنا شي.) ابتکار نه مخه داده چې ليکوال څه خپل لري، له چا نه يې غلا کړې که نه، خپلې خبرې يې څه دي او له نورو يې نوښت او کمال په څه کې کړى دى.))

پـایله

داستاني ژبه(شاعرانه ژبه، استعارې، تشبهات، شاعرانه ترکیبونه، انځورنه) په ټوله کې داستاني ژبه داسې ژبه ده چې د لوستونکي هنري تنده پرې ماتیږي، غير داستاني ژبه( اخباري،وچه ژبه، عادي نثر، هغه ژبه چې استعارې، تشبیهار او نور ادبي صنایع ونه لري) ژبه کومه ده، شاعرانه او انځوريزه ژبه ده،

انځوريزه ژبه څه ته وايي؟ انځوریزه ژبه هغه ژبه ده چې په هغې کې لیکوال منظر کشي کړي وي، د پیښو انځورونه یې په الفاظو کې په ډير مهارت وړاندې کړي وي.

117 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *