Categories

اعلان

Loading…

په خوست د پاکستاني پوځیانو حمله،‌۲۲ مړه او ګڼ ژوبل

وړمه ورځ پاکستاني ملېشه او پوځي ځواکونو په خوست ولایت کې د افغانستان په امنیتي پوستو یوه سلسله حملې وکړې چې د افغان ملي اردو د ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.‌

په دغې حمله کې چې څو ساعته یې دوام وکړ ۲۲ پاکستاني ملېشه او پوځي ځواکونه ووژل شول او ګڼ شمېر نور په مرګوني ډول ټپیان شول.‌

مشال راډېو چې مرکز یې په پراګ کې دی وایي چې د وژل شویو کسانو مړي د پښتونخوا په دیر سیمه کې خاورو ته وسپارل شول او داسې ښودل کېدله چې دغه کسان په افغانستان کې د ډرون الوتکې په حمله کې وژل شوي دي.‌

په خپرو شویو عکسونو کې په افغانستان کې د وژل شویو ترهګرو تابوتونه په داسې سپینو ټوټو پوښل شوي دي چې دپاسه پرې د البدر نوم لیکل شوی دی.‌ د البدر په څېرګڼ‌ شمېر افراطي ډلې د پاکستان د نظامي استخباراتو د ادارې (آی ایس آی) له خوا په سیمه کې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره کارول کیږي.

یو شمېر نور راپورونه په دې موقع په افغانستان کې د وژل شویو پاکستاني ترهګرو شمېر ۶۰ او ځینې نور ۷۱ تنه ښیي.

11 total views, 1 views today

7 comments

  1. Ferooz khan Waziri Reply

    اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته. موژ پر خپل ملي پوځ او ملی پولیسو ویاړو الله[ج] دی دوي همیشه همداسی برلاسى لری او مرګ پر دوه مخي پاکستان الله پاک دی پاکستان ددي نړی له نقشى څخه ورک کړي چی زموژ ګران هیواد له دي سرطان بیماری نه خلاص شې۰ په درنشت فیروزخان {وزیری} دی چین هیواد ایوو شار نه

  2. نجیب الله علیزی Reply

    افغان ځواکونه د افغانانو شمله ده

    1. څارنوال علیزی Reply

      ښاغلو لوستونکو او لیکونکو لمړی می نیکی هیلی اوسلامونه می ومنی . اما دپاکستان په اړوند : ستاسو ددعا دتاید سره سم لیکم . چی پاکستان خپل کومستقل تاریخ نلری . بلکی ددوهم نړیوال جنګ وروسته دجنګ ګټونکی هیوادونه د نړیوال امنیت اودجنګ دعلل درفعه کولواو دسولی او ارامش اود نړیوال دوهم جنګ دختمولودپاره تصمیم ونیوی چی ټولی مستعمری با ید ازادی شی چی پدی جمله کی هندوستان دبرطانیا (انګلستان )مستعمره و چی باید ازاده شی نوبرتانیا ددی دپاره چی پدی سیمه کی همیش برلاسی اوخپلی استعماری موخوته درسیدو دپاره خپل پلانونه اونقشی تطبیق کړی اوسیمه هیشه بی ثباته کړی نودهندوستان اویوڅه دافغانستان دخاوره جبرا جلا اوننی پاکستانی ۱۹۴۷-۴۸ م کی یی تری جوړکړ. چی تر دی پخوا دپاکستان پنامه کوم هیواد یاجغرافیه وجودنه درلود . نو ځکه وایو چی پاکستان تر۱۹۴۷ مخ کی تاریخ او وجود نلری فقطدغربی استعمارګرو لخوا داستعماری موخو لپاره جوړشویدی . نوهرکله چی دغه نړی خور ښامار د نړی نیولو دقدرت څخه ولویږی نو نودامصنوعی جبری جوړشوی چیچان به پخپله خپل اصل ته هرومرولاړشی أکه المان غربی اوشرقی نور او نور

  3. shahid khan Reply

    Afghan national army we proud on you..
    keep fucky malesha away frm our motherland..

  4. احمد Reply

    که د افغان حکومت نظامیان هر قسم وی خو د پاکستان د مرتد پوجیانو نه ښه دی که نور سه نه وی غیرت خو لری دا مرتدین د امریکا بچیان په پاکستان کی ولی جهاد نه کوی چی افغانستان یی د جنګ میدان ګرځولی او طالبان د پاکستانی نظام نه هم خراب او بی دینه خلک دی

  5. انجنير عطا'الله Reply

    د هيواد ساتونكو ته د لا برياوو په هيله. دوى د گران هيواد ساتونكى دي. هيله مند يم چى ولس د دوى د قربانيو په ارزشت وپوهيژي. دوى دي چى دخپلو نيكونو شمله يي لوره ساتلى ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *