Categories

اعلان

Loading…

ایرانۍ وسلې او زموږ وینه/ حبیب وقار

له تېرو څو اوونیو راهیسې په زابل، فراه او هلمند ولايتونو کې د طالبانو د دوو جلاشویو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده، دا جګړه په داسې حال کې دوام لري چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، ایران د طالبانو ملاتړ کوي. د هېواد په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې سیمه ییز او امنیتي چارواکي تاییدوي چې ایران له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې مرستيال محمد نذير احمدزی وویل، دوی ته راپورونو رسېدلي چې ايران د افغانستان په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي. احمدزی زياتوي چې په ولسي جرګه کې يو شمېر وکيلانو ياده کړې چې ايران په مستقيمه توګه له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي او وسلې ورکوي، نوموړی د ايران دا کار غير قانوني او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي. دی وايي چې ايران بايد له داسې کړنو لاس واخلي، ځکه چې د دوی دا ډول کړنې د دوو دولتونو تر منځ وضعيت کړکېچن کوی شي.

ايران له داعش وېره لری

د هېواد په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې سیمه ییز او امنیتي چارواکي او د ولسي جرګې غړي وايي چې ايران د دې له پاره له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي چې د طالبانو په واسطه داعش ډله کمزورې کړي، دوی په دې کار سره په جنوبي ولايتونو کې امنيت ورځ تر بلې خراب کړی دی.

دوی زياتوي چې ايران له طالبانو سره د دوی د پيدايښت له وخته مرسته کړې، خو له کله چې په افغانستان کې د داعش ډله را پيداشوې د ايران ملاتړ نور هم ډېر شوی په اوس وخت کې د جنوبي ولايتونو ډېرې ناامنۍ د ايران له خوا جوړې شوې دي، دوی د خپلو ګټو له پاره افغانان قرباني کوي. زموږ په هېواد کې د ناامنيو په جوړولو سره غواړي له يوې خوا د داعش مخه ونيسي او له بلې خوا د افغان حکومت واکمني کمزورې کړي.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي سمیع الله صمیم وویل ډېر وخت کېږي چې ايران په غيرمستقيمه توګه د داعش په وړاندې طالبان تمويلوي. هغه زياتوي:

((د طالبانو او داعش تر منځ چې څه وخت وړاندې په فراه ولايت کې جګړه وه، ټوله جګړه د ايران له لوري رهبري کېده، دوی يې ملاتړ کاوه او طالبانو ته يې وسلې او تجهيزات برابرول، دوی په دې ملاتړ سره غواړي خپل هدفونه پوره کړه او افغانان پرې ووژني.))

د فراه استازي صميم څرګنده کړه، دغه ولايت اوس د داعش د ډلې په مرکز بدل شوی که دولت يې په جدي توګه غم ونه خوري له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.

د دې ترڅنګ د فراه امنیه قومندان مل پاسوال فضل محمد صمدیار هم تایید کړې چې که له وسله والو طالبانو سره د فراه په ولايت کې د ايران ملاتړ او تجهيز نه وي يوه ورځ به هم له افغان ځواکونو سره د مبارزې توان ونه لري. هغه زياتوي:

((دا خبره اوس ټولو ته څرګنده شوې چې له طالبانو سره ايرانۍ وسلې دي او په جنوبي ولايتونو کې مېشت وسله وال طالبان د ايران له خوا اکمالېږي، د ايران دا مرستې له کلونو راهیسې دوام لري، خو اوس وخت کې د داعش په راتلو سره نورې هم ډېرې شوې.))

پاسوال صمدیار بیا د ولسي جرګې د سميع الله صميم دا خبره ردوي چې د فراه ولايت دې د داعش په اصلي مرکز بدل شوی وي. د فراه تر څنګ نیمروز، هلمند او زابل هم هغه ولایتونه دي چې وسله وال طالبان او داعشیان په کې جګړه کوي او طالبان د ایران له ملاتړه په کې برخمن دي.

ساخت ايران

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان بیا وايي چې د ملا اختر منصور ټوله ډله د ايران په وسلو او مهماتو چلېږي او ټول اکمالات يې له ايرانه کېږي. هغه زياتوي: ((په زابل کې خلکو په ښکاره ليدلي چې د طالبانو د ملا اختر محمد منصور له جنګیالیو سره د ایران له لوري مرسته کېږي. دوی په دې ولایت کې ایرانۍ وسلې په ښکاره کاروي، په سيمه کې ښکاره ثبوتونه شته خلکو ليدلي هغه ماينونه او وسلې چې د ملا اختر منصور ډله يې کاروي (ساخت ايران) پرې ليکل شوي دي.))

په زابل کې تردې مخکې سیمه ییزو چارواکو هم منلې وه چې ایران له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او د داعش پر ضد جګړه ورباندې مخته بیايي. دا خبرې چې ايران د داعش له وېرې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي په داسې حال کې راپورته کېږي چې په زابل کې د داعش یوې ډلې له اوو هزاره افغانانو سرونه پرې کړل چې د افغانانو له تند غبرګون سره مخ شول او پر ضد یې پراخ لاريونونه وشول.

وخت ناوخته د سيمې د استخباراتي کړيو له کبله د هېواد پولې له ناامنيو سره مخ کېږي چې ډېر په کې د ايران او پاکستان لاس دی. په پولو کې يادې ناامنۍ د افغانان له خوا نه دي. دا خبرې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کړې دي. د دې وزارت مرستيال عبدالغفور لېوال په دې اړه داسې وویل:

((په لویدیځو، ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د هېواد پولې له امنیتي او مافیايي ګواښونو سره مخ دي. په دې پولو کې مافيايي ډلې او قاچاق وړونکي ټول د سيمې د هېوادونو خلک دي په دې ډلو کې افغانان هېڅ ډول لاس نه لري.))

هېوادونه او د ډلو اکمالول

د ملي شورا غړي ایران او پاکستان د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د ډلو په ملاتړ تورنوي. په دې وروستیو کې د ملامحمد رسول د ډلې یوه ویاند رسنيو ته وویل، د ایران سپاه پاسداران د ملااختر محمد منصور له ډلې ملاتړ کوي. خو په مقابل کې يې د ملا اختر منصور ډله بيا وايي چې پاکستان د ملامحمد رسول له ډلې ملاتړ کوي او هغوی جوړه کړې ده.

له بلې خوا د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده هم وايي:

((ملامحمد رسول، ملا رحماني او نور ملګري يې د چين اورمچي ته هم له دولت سره د خبرو له پاره د پاکستان په نظامي طياره کې لاړل؛ نو له همدې امله ويلای شو چې دا ډله پاکستان جوړه کړې او د پاکستان د اهدافو له پاره کار کوي. د دوی ټول واک او اختيار د پاکستان په لاس کې دی.))

لېوال زياتوي چې د سرحدونو فزیکي ساتنه د افغان پوځیانو کار دی هغه د افغان پوځ ستاينه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ چې افغان پوځیان له هېواده په ساتنه کې هېڅ راز هڅه نه سپموي. که په دې حساسو شېبو کې له وسله والو طالبانو سره د ايران د ملاتړ خبرې رښتيا وي، نو افغان دولت ته به سخته وي چې د ترورېزم د له منځه وړلو له پاره د پاکستان په څېر له ايران سره هم لاس او ګرېوان شي. دلته به بیا هم يوازې ملکي وګړي د دې بد وضعيت قرباني وي.

طالبان او سوچه ايراني فارسي

له بلې خوا د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمیسیون رييس زابلی د په زابل او نورو جنوبي ولايتونو کې د طالبانو دوه دښمنې ډلې د سکې دوه مخونه بولي، هغه زياتوي چې دا ټول د سيمې د استخباراتو په ځانګړې توګه د پاکستان چل دی. زلمی زابلی هم تاييدوي چې په جنوبي ولايتونو کې د طالبانو ډلې د ايران له خوا اکمالېږي، زابلی وايي که ايران او پاکستان د طالبانو له ملاتړ لاس وانه خلي او افغان دولت هم زابل ته پاملرنه ونه کړي، نو دا ولايت به د مخالفينو په يوه لوی سنګر بدل شي او دولت ته به لوی سرخوږی جوړ کړي.

هغه زياتوي: ((موږ ته د زابل د دای چوپان، خاک افغان، میزانې او ارغنداب خلک کيسه کوي چې د طالبانو په ډلو کې داسې خلک دي چې په سوچه ايراني فارسي خبرې کوي، ځکه چې طالبان بيا په ځانګړې توګه د جنوبي ولايتونو طالبان په فارسي خبرې نه کوي. نو دا خلک خامخا ايرانيان دي.)) زابلي څرګنده کړه چې د زابل په يادو ولسواليو کې همدا مهال د ملااختر محمد منصور او ملا محمد رسول ډلې له یو بل سره په جګړه بوختې دي.

د خلکو بې کوري

په ياده جګړه کې تر اوسه ۱۳ کسه ملکي وګړي او د طالبانو له دواړو ډلو څخه شاوخوا ۱۵۰ کسه وژل شوي دي، له دې ولايت څخه د طالبانو د خپل منځي جګړو له کبله شاوخوا ۲۰۰ کورنيو خپل کورونه پرېښي دي.

د زابل يو تن اوسېدونکي وويل چې له څو ورځو راهيسې د دې ولايت په ارغنداب ، خاک افغان او ميزانه ولسواليو کې کله د طالبانو او دولت، کله د طالبانو د دوو ډلو تر منځ، کله د داعش او دولت او کله هم د طالب او داعش تر منځ جګړه وي. د سيمې اوسېدونکي د جګړو له کبله سخت په عذاب دي. د زابل ډېرې کورنۍ له یادو ولسواليو څخه د زابل مرکز او ځينې يې هم د کندهار ښار ته کډه شوې دي.

په زابل کې د دې ولايت د ولايتي شورا رييس عطاجان حق بيان هم وويل چې په دې ولايت کې په جګړه بوختې ډلې د پاکستان له خوا تمويل کېږي.

د ملا اختر محمد منصور ډلې طالبانو يوه قومندان رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې په زابل کې د دوی په وړاندې د ملا دادالله ډله جنګېږي چې د ازبکانو يوه څلور سوه کسيزه ډله ورسره ده. ويل کېږي چې د ملا دادالله ډله په داعش پورې اړه لري خو دا خبره تر اوسه افغان دولت نه رد او نه هم منلې.

یو شمېر افغان کارپوهان وايي حکومت دې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ له پيدا شوي مخالفت ګټه واخلي او اجازه دې نه ورکوي چې ايران او پاکستان يې مالي ملاتړ وکړي، جګړه يو ځل بيا توده شي او ويې ولوبوي.

د افغانستان دفاع وزارت هم ايران او پاکستان ته خبرداری ورکوي چې د افغان دولت د مخالفينو له ملاتړه لاس واخلي کنه دا کار به د دوی له پاره ناوړه پايلې ولري. دوی وايي چې طالبان په دوو ډلو ویشل شوي دي او په خپلمنځي جګړو بوخت دي. د وزارت وياند دولت وزيری وايي چې دوی په زابل او ځينو نورو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات روان کړي دي. وزيری وايي چې دوی کره ثبوت نه لري چې ايران دې په زابل کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکړي.

64 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *