Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو مشاعره

عبدالحنان ارمل –

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو مشاعره تېره ورځ په کابل کې د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو د کور په نوښت او د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او اشیانې موسسې په همکارۍ جوړه شوه.

په دغه مشاعره کې چې په سلګونو ماشومانو ګډون کړه و ډېر ژر به د ملي تلویزیون له لارې خپره شي.

د ماشوم د ادبیاتو د کور مسوول اجمل تورمان په خپلو پرانیستونکو خبرو کې وویل چې په دغه مشاعره کې ډېری هغه شعرونه د ماشومانو له خوا لوستل کېږي چې د ماشوم د ادبیاتو د کور د ځوانو غړو له خوا لیکل شوي دي.

ښاغلي تورمان وویل چې په راتلونکي کې به د ماشوم د ادب هغې برخې ته هم پاملرنه وشي چې د ماشوم له خوا ماشوم ته لیکل دي.

تورمان د افغان فرهنګي شخصیت الحاج محمد ګلاب منګل له مرستې او همکارۍ هم یادونه وکړه کوم چې د دغه مشاعرې د جوړولو په برخه کې یې له کور سره کړې وې.

ورسته د اشیانې په لسګونه ماشومان ستیج ته راغلل او خپل انتخابي شعرونه یې ولوستل.

دغه شان د ماشومانو د لا خوشحالۍ لپاره ترانې او د ځوان سندرغاړي مبین وصال کنسرت هم په پام کې نیول شوی و چې ماشومانو په خپلو تنکیو لاسونو ورته ګرمې چکې ووهلي.

په پای کې د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو د کور له خوا همکارو ادارو ته ستاینلیکونه او یو شمېر ګډنوالو ته د ګلو ګېډۍ ورکړل شوې.

دغه شان د افغانستان ملي راډیو تلویزیون هم ماشومانو ته خپلې ډالۍ د ښوونځی بکسې پر ماشومانو وویشلې.

د یادونې ده چې دا په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په دومره پراخه کچه د ماشومانو لپاره د یو شعري پروګرام جوړول ول.

د ماشوم د ادبیاتو د کور مشر اجمل تورمان وايي چې دی او د کور غړي د ماشوم د ادب په برخه کې نورو پراخو کارونو ته هم ژمن دي.

تورمان ووویل : مونږ غواړو په راتلونکې کې ماشومانو ته د کیسو ویلو یو پروګرام، او په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د ادبیاتو په پوهنځیو کې د ماشومان د ادبیاتو د تدریس د اهمیت په اړه یو سیمینار او دغه شان د هغو لیکوالو لپاره چې د ماشومانو لپاره یې کتابونه سږ کال چاپ شوي د جایزو د ویش یو پروګرام هم جوړ کړو.

د ماشوم د ادبیاتو کور له څو کلونو راهیسې د ماشوم د ادب په برخه کې کار کوي چې تر اوسه یې د دغه پروګرام تر څنګ، د روزنتون د ماشومانو لپاره د نقاشي او مقاله لیکنې کانکور، د ماشومانو تر منځ د کیسه لیکلو سیالي او ګڼ نور لوی او واړه پروګرامونه هم جوړ کړي دي.

12 total views, 1 views today

1 comment

  1. نسیم سبا Reply

    ډېره مننه آرمل صیب، چې زموږ د هڅو حال مو نړیوالو او د ماشوم د ادبیاتو ټولو مینه والوته وړاندې کړ. په قلم دې برکت ښکلی قلم مو قربان شم.. مینه او درنښت.!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *