Categories

اعلان

Loading…

څه ډول ښه عادتونه خپلولای شو؟/ ژباړن: حمیدالله حمیدي

کېدای شي ډېر مو اورېدلي وي، چې د ښو عادتونو خپلول ۲۱ ورځې وخت نیسي، خو په اصل کې داسې ده، چې په ځان کې د ښو عادتونو پیدا کول او روزل ډېر وخت ته اړتیا لري. که وغواړو، چې یوازې په ۲۱ورځو کې ځان بدل کړو په اصل کې مو خپل ځان له ماتې سره مخ کړی دی. دوه پېژندل شوي اروا پوهان او څېړونکي د (جیمز پروشاسکا او کارلودي کلمنت) په نومونو په دې نظر دي، چې انسانان په ځان کې د ښو عادتو نو د روزلو او پیدا کولو لپاره شپږو مرحلو ته اړتیا لري تر څوله سره یې تېرې کړي.
۱- له مخکې نه تعریف شوی تفکر:
په دې مرحله کې انسان پر تغیر او بدلون فکر کوي، کېدای شي خپلې ستونزې ته یې پام نه وي. کېدای شي پوه نه وي، چې د تغیر امکان شته او یا هم کېدای شي خپله هیله یې په دې برخه کې له لاسه ورکړې وي.
کېدای شي په دې مرحله کې څوک و وایي: (( زه همدغه شی یم چې وینې مې.)) ((د دې کار ګټه څه ده.)) (( زه ستونزه نه لرم.)).
د دې مرحلې لپاره څو ټکي:
په دې مرحله کې تاسو د ډاډ احساس کوئ، خو کېدای شي خوشاله نه وی. پوره هڅه وکړئ، چې پوه شئ کومې ستونزې دي، چې ستاسو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی. که مو مخکې په دې اړه فکر کړی وي، چې خپلې ستونزې هوارې کړئ، خو نه یی توانېدلي، ماتې مه منئ، بیا هڅه وکړئ.
ډیری کسان، چې په ځان کې د بدلون را وستلو په پروسه کې بریالي شوي، څو څو ځله یې هڅه کړې ده هغه دي، چې بریالي شوي هم دي. تل امید ولرئ، متل هم دی، چې دونیا په امېد خوړل کیږي. تل مثبت فکر وکړئ، هېڅ کله هم داسې فکر مه کوئ، چې تاسو ماته خوړلې او یا هم نه شئ کولای.
۲- فکر کول:
په دې مرحله کې انسان اندېښمن وي او کېدای شي و وایي: (( غواړم بدلون وکړم.)) خو نه پوهېږم چې څه ډول؟ او یا (( تر اوسه نه پوهېږم، چې تیار یم که نه.)) او یا دا چې (( بند پاتې یم.)).
د دې مرحلې لپاره څو ټکي:
فکر وکړئ هغه بدلون، چې غواړئ په ځان کې یې راولئ تر اوسه نه دی راغلی او ځینې ستونزې پکې پیدا شوې دي او لا هم دغه کش مکش ادامه لري. په دې ډول به مو دغه یو کال ژوند څه ډول وي؟ راځئ پوه شئ، څه ډول کولای شئ ستونزې له منځه یوسئ او په ځان کې نوي او ښه عادتونه پیدا کړئ. له ډیر خبرو او بحث کولو ډډه وکړئ او هېڅ کله هم په لوی لاس د ماتې تصویر په ذهن کې مه جوړوئ، هسې نه هر څه موخپله خراب کړي وي.
۳- امادګي( تیاری):
په دې مرحله کې کس تصمیم نیسي، چې بدلون وکړي، خو تر اوسه یې پر جزیاتو کار نه دی کړی. په دې مرحله کې کېدای شي شخص له ځانه سره و وایي: (( له دې ورسته اجازه نه ورکوم ستونزې مې را ګیر کړي غواړم پر ستونزو برلاسی اوسم.)) یا (( غواړم د ستونزو مخنیوی وکړم.)) او یا هم (( پوهېږم، چې څنګه پر ستونزو غلبه وکړم.))

د دې مرحلې لپاره څو ټکي:
پر ستونزو د غلبې او هغو ښو عادتونو نوملړ ولیکئ، له ځان سره یې وساتئ او په ځلونو یې له ځان سره و وایئ. همدا، چې پیل مو وکړ وخت ته مو باید زیات پام وي او له پوره قوت څخه باید برخمن وی، تر څو وکوالی شئ خپله نقشه عملي کړئ. د بدلون پر لور، چې کله قدم ږدی باید نېټه مو په پام کې نیولې وي، هڅه وکړئ ژر او په پوره قدرت او انرژۍ سره اقدام وکړئ. خپله طرحه پر کاغذ ولیکئ، لنډ مهال پلان جوړ کړئ او له اوږد مهاله پلان څخه ځان وژغورئ.
۴- حرکت:
بدلون تل څو اړخیز عمل دی او نه شو کولای، چې یوازې له یوه اړخه وتوانیږو په ځان کې بدلون راولو او په دې چاره کې بریالي شو. یعنې کله، چې غواړی په ځان کې ښه عادتونه و روزئ ټولې خوایې یې باید په پام کې ونیسئ.
۵- دوام او څارنه:
د دې لپاره، چې بدلون او تغیر مو پایله ولري په جدي ډول ورته دوام ورکړئ او تعقیب یې کړئ. تصمیم د بري لومړی شرط دی، نو که غواړئ په خپلو چارو او غوښتنو کې بریالي شي کلک هوډ وکړئ او چارو ته مو ورته ورکړئ.
۶- وروستۍ مرحله اخر او پایله:
‌په وروستۍ مرحله کې د ستونزې د پیدا کېدو څرک نه تر سترګو کیږي او عادت به خلق شوی، راغلی به وي او ستاسو ژوند ته به داخل شوی وي، ډیر کسان دي، چې وروستۍ مرحلې ته نه شي رسېدای، بیا هم ستاسو مخکنیو هڅه ګټه نه ده کړې او پایلې ته نه یئ رسېدلي. ځکه ډیر ستونزې په اسانۍ سره نه حل کیږي؛ مثلآ ډیری خلک په دې باور دي، هغه کسان، چې په الکولو څښلو روږدي دي، په پوره توګه نه شي کولای، چې دغه عمل پرېږدي.
د ټولو مرحلو لپاره څو ټکي:
بیړه مه کوئ: کېدای شي د بدلون لپاره ډېره بیړه وکړئ، خو زیات فشارمو هڅو ته زیان رسوي. په یاد ولرئ، چې د بدلون لپاره کوم زماني جدول او کوم ځانګړې تګ لاره نشته. د بدلون لپاره تر ټولو غوره لاره هوډ او تصمیم نیول دي. ښه ده، چې د بدلون لپاره له داسې یوه سرعت څخه کار واخلئ، چې نه ګړندی وي او نه هم ډير ورو. خپلو اقداماتو ته مو احترام وکړئ مهمه نه ده، هغه قدمونه، چې تاسو یې پورته کوئ واړه دي که لوی. قدم اخیسل که هرڅمره کوچنی هم وي تاسو د موخې پر لور ته نیږدې کوي.او په پایله کې مو تغیر او بدلون په نصیب کیږي. او هغه ښه عادتونه، چې غواړئ خپل یې کړی په اسانۍ سره کولای شی ورته ورسېږئ.

11 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *