Categories

اعلان

Loading…

د محمد نعمان دوست دوې لنډې لیکنې

مجرم

ښار کې جیب وهوونکي ګرځیدل

رشوت خواره ګرځیدل

خاینان ګرځیدل

قاتلان ګرځیدل

او…

په دوکان کې قفس بند و. زرک په سرو سترګو ګرځیدونکیو ته کتل، ورو ورو یې غاړې کولې.شاید ویل یې:

دا مجرم لکه چې زه یم؟

شک

په نسوارو ککړه خوله یې ور وړاندې کړه. هغې مخ واړو.شړنګ یې ترې جیګ کړ او په غوسه یې وویل:

د بې حیا لورې، وژنم دې. ته لکه چې بل چا سره مینه لرې!؟

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د لړم ۲۸ – ۲۹، ۱۳۹۴

259 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸