Categories

اعلان

Loading…

قزاقستان افغانستان ته د ۶ لکه ټنه غنمو مرسته اعلان کړه

تاند- استانې ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له رسېدو سره په یووخت قزاقستان نن /جمعه/ اعلان وکړ چې افغانستان ته څه باندې ۶ لکه ټنه غنم لېږي.

دا اعلان د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړ.

ده وویل:«موږ د دوه اړخیزو اړیکو او بې له شکه اقتصادي روابطو په اړه خبرې وکړې. قزاقستان به تر ۶ لکه ټنه زیات غنم افغانستان ته ولېږي.»

ده دا هم وویل چې دواړو خواوو افغانستان ته د غنمو د لېږلو پر ترانسپورت هم خبرې وکړې.

د افغانستان او قزاقستان ولسمشرانو همداراز د بیړنیو حالاتو او ملکي دفاع په برخو کې پر همکاریو موافقه وکړه.

دواړو خواوو د دوو حکومتونو ترمنځ د کلتوري همکاریو په باب هم یوه موافقه لاسلیک کړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د یوه پلاوي په مشرۍ د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ورسېد او نن یې د دغه هیواد له ولسمشر نورسلطان نظربایف او صدراعظم کریم میسموف سره ولیدل.

ولسمشر غني به په قزاقستان کې له مېشتو افغان محصلانو او د نظربایف پوهنتون له رييس سره هم وویني، او محصلانو ته به وینا وکړي.

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *