Categories

اعلان

Loading…

لېونۍ ونه/ فاروق سرور

نه يم خبر چى څه راباندي وسي او ګونګی غوندي سم . ډېره هڅه وكړم چې ژبه مى كار وكړى ، خو هغه هيڅ ملګرتيا نه كوي. بيا شك واخلم چې څه ژبه مې سته او كه نه، خو هغه سلامته وي، بس داسي راته وښكاري لكه چې د بل وي او زما هيڅ وس نه وي ورباندي.

دروغ نه وايم بلكې رښتيا وايم چې زه د چنبېلي و دغى ښكلې ونې ته څه ويل غواړم چې دا مهال زما ومخته ولاړه په خپلې ځوانۍ کې مسته لېونۍ ده، رخصي او د خوشحالۍ سندرې وايي. په هر پسرلي کې په نارنجي او ګلابي ګلانو کې ځان وپسوري او هغې زرغونې پاڼې خو یې ښائست نور ورزياتوى چې د لمر په سپينى رڼا کې لكه ښيښه برېښى او بيا دا د حسن ښاپېرۍ لكه مسته پېغله د هوا په يخو څپو کې په اتڼ او نڅا خپله خوشبوى خورى.

زه حېران يم چې زه خو هر وخت ددې په ښائست کې ډوب له دې سره مجلس كوم او د زړه له اخلاصه د خپلى مينى اظهار ورته كوم بلكه هر څه چې مى په زړه راځى ، بې خاره یې ورته وايم ، لاكن دا اوس په ما څه وسى ، څه ملا مى ماته سى چې ددې ومخته ګونګئ سم او ژبه مى داسى سى لكه څوك جادوګر چې جادو ورباندى وكړى او زما هيڅ اختيار نه وى ورباندى . كه څه هم په يوې خبرى زما سر خلاص دئ چې اول به ودغى درختى ته ما پستې او خوږې خبرى كولې ، لاكن اوس ودې ته زه څه نور وئيل غواړم ، بلكه كه رښتيا ووايم نو ورته ژړل غواړم ، اوښكى بهيول غواړم او د زړه غبار ايستل غواړم ، خو له خلې مى خبره نه راوزى.

زما اشناى له دغى ونى سره له هغو درو څلرو كالو څخه ده چې زه دلته په هسپتال کې وارډ بواې ولګېدم . زياتره دا خبره ما تنګوى هم چې زه شاعر خو نه يم ، خو ددې ومخته به شاعر سوم . څوكيدار اكا به هر وخت په مخامخ پخې چوكۍ ناست چې په لاس کې به یې د زړو وختونو هغه تبرزين وو چې وده ته د څوكيدارۍ دپاره وركړل سوئ وو ، خپله غټه جګه لونګوټه پر سر سموله ، اوږده او پنډ برېتونه به یې پېچل او بيا به یې و ماته په خندا ووئيل چې زويه عاشق نه وې ، خو دغه ونى پاى عاشق درڅخه جوړ كړئ.

زما ډيوتى دلته په ايمرجنسى وارډ کې ده . كله چې هم په ښار کې د موټر يا سائكل د جنګېدو يوه پېښه وسى يا يوه وړه شخړه ، نو ټپى یې راوړل سي. زه او زما ملګرى تر ټولو اول د ټپي ټپونه په دواو ورومينځو، بيا كه ضرورت سي، د ايكسرې رپورټ سره یې ډاكترانو ته ورولېږو او هغه یې درمل وكړي كه د اپرېشن حاجت وي، نو بيا یې تهيټر ته بيايو.
دا څه يوه ورځ په هسپتال کې يو عجبه غوندۍ بدحال جوړ سي. قيامت سي قيامت. د ښار په يو بازار کې بم وچاودى چې ځاى پر ځاى لس كسان پکې مړه سي، بيا دغه مړى او ټپيان چې خورا ډېر وي، هغې ګاديانى هسپتال ته راوړى چې په زوره زوره په خپلو سایرنانو نارې وهي، غوږونه كڼوي او دا ډول په هسپتال کې يو غوبل جوړ سي.

دلته د وارډ هر كونج د زخميانو او مړو په وينو رنګ سى ، په لږ ساعت کې پوليس او اولس هم راورسېږي او هسپتال له مخلوقه ډك سي. په دغه حال کې كه څوك د مرده خانې په خوا منډه وهي، نو څوك د ټپيانو په خوا. بس هر يو ساه اخيستې وي او د خپلو خپلوانو په لټون وي. ښځې او نارينه ټول د لېونو غوندى منډى وهى او و هر چا ته چې خپل عزيز مړ يا په بد حال پر مخ ورځى ، هغه په چيغو چيغو اسمان پر سر اخلى او د ماشومانو او زنانو چيغى خو داسى سوى وى چې د چا زړه ور لړزوى . بس د دړدونو او اوښكو يو طوفان وى چې نه درېږى او ما ولړزوى .

لږ ساعت لا وى نه تېر چې ښار بيا ولړزېږى ، بل بم وچاودى ، په دروند ږغ یې هسپتال لا وشورى ، كړكيانى او دېولونه یې وځانګى او په لږ ساعت کې بيرته د سائرنانو د ګاډيانو ، نوو مړو ، ټپيانو او خلګو زموږ پر خوا مخ سى . دا څه ، لږ ګړئ لا نه وى تېر چې دريمه چاودنه هم وسى او په وارډ ، ددې په لارو او ګېلريانو کې د وينو او بارودو بوئ خور سى چې د هغو خلګو له كالو راځى چې له دې متاثر سوى وى . دغه بوئ داسى بدرنګه او زورور وى چې ما ګرسره وكار ته نه پرېږدى . په داسى حال کې چې چېرى خلګ چيغى وهى ، هلته ډاكټران او د هسپتال خلګ د پرېشانۍ انځورونو جوړ سوى دلى دورى منډى وهى او حېرانه وى چې څه وكړو ، څوك څوك وګورو او د چا،چا غم وخورو . دغه مهال هغه ټى وى سېټ هم په چيغو چيغو نارى وهى او د بمونو د چاودنى د ځايونو خوفناكه انځورونه وړاندى كوى چې موږ څو وارډ بوائز دلته راوړئ وى او په يوې كوچنۍ خونى کې مى پټ ايښئ وى ، ولى چې دلته ددې اجازه نه وى چې موږ دى ټي وى وګورو او له خپله كاره بې پرواهى وكړو.

زما حال كټ مټ د لېونو په شان سى او له ځانه په پوښتنو سم چې دا هر څه ، څه دى ، ولى وسول ، چا وكړل او څه هغه په دغه هر څه كولو او د بې ګناو په وينو په لاس لړلو ضمير ملامت نه كړئ . څه هغه زړه نه لرى ، اولاد نه لرى چې نور یې يتيمان كړل ، ورور نه لرى چې نور یې ورار كړل . په دې كيفيت کې زه وكپېږم او غواړم چې و يوې خواته كښېنم ، په زوره زوره چيغى كړم ، اوښكى وبيوم او خپل سر وټكوم ، لاكن چېرى ، دلته خو هر څوك يو بل پورى وهى او په دغه حال کې د زړه د غبار د ايستلو هيڅ ځائ نه وى . بيا د بارودو او وينو بوى خو ما زيات بد حاله كړى . دا مهال زما سر په هيڅ نه خلاصېږى ، بس دغسى جګ وغورځم او په ډېرى تېزۍ له وارډ څخه دباندى منډى كړم او زما منزل د چنبېلى هغه ونه وى چې لېرى په يو كونج کې ولاړه وى . ولى چې يوازى هغه خو وى چې د زړه حال ورته وئيلائ سم.

زه چې څنګه هلته ورسېږم ، نو دغسى یې بې اختاره په ډډ ونيښلم ، په غېږه کې یې تينګه ونيسم ، په زوره زوره په ژړا سم او بيا كله چې زما زړه سپك سى ، نو يوه عجبه بې خودى راباندى خوره سى او كټ مټ د هغه ژړاند ماشوم په شان چې د مور تودې غېږى ته ورسى او د هغې شفقت او مينه یې په نصيب سى ، پر ما يوه عجبه نشه خوره سى او په يو نه بيانېدونكى خوند کې ډوب سم . دا په رښتيا چې ددې ونى خوشبوى وى چې زما هغه چپه ماغزه راسمول غواړى چې د وينو او بارودو بوى لړزولى وى . اوس زما له دې ونى سره مينه نوره زياته سى او نوره یې زړه ته نږدې كړم چې يو څوك خو دئ چې په دغى بدبودارى او د وينو او بارودو په دنيا کې خپله خوشبوى خوروى او نړۍ ته د ډاډ ګيرنى پېغام وركول غواړى .

په دغه حال کې زوروه هوا چلېږى او د هغى مستى درختى مست شاخونه زيات په نڅا وى او نن خو یې خوشبوى هم زياته زوروره وى بلكه داسى ښكارى لكه د خوشحالۍ سندره چې په ډېر لوړ ږغ واى . زما په خيال دا ددې درختى مينه وى چې زما زړه په هر حال کې خوشحالول او لوبول غواړى ، خو زړه راته واى چې له بل چا سره خبره خو نه سم كولئ او هغه زما په زړه خبر هم څه دئ . راسه له دې درختى پوښتنه وكړم چې په ښار کې دا د وينو لوبه ولى وسوه او كوم ظالم او ناترس وكړه ، خو دا څه ، ګونګئ سم او خبره مى له خلې نه وزى ، خو بس زړه راته واى او دا مى يقين وى چې دغه ونه به په هر څه خبره وى ، ولى چې دا خو په مځكه کې دننه هم خوره ده ، هلته خپل جلا وجود لرى او په ډېرو رازونو به مى پوه كړى ، خو درخته هيڅ هم نه راښيى او په خپل رخص اخته وى.

بله ورځ تر دې هم زياته خلګ مړه سى ، تر سلو هم زيات . په هسپتال کې بيرته د تېرى ورځى غوندى توره شپه سى ، مړى ، ټپيان ، د هغو چيغى بغارى او هرى خواته د بارودو او وينو بوئ . اوس بيرته يو سوال زما و زړه ته راسى چې داسى ولى وسول ، چا وكړل ، ذمه داره یې څوك دئ ، خو يو څوك هم نه وى چې زما خبره واورى او زه زړه ورته سپك كړم ، بس هر يو د ځان غم اخيستئ په خپل ګروم کې ډوب وى او وار خطا په منډو وى . مړى خو ټول خاموشه وى چې د ناترسه وخت ظلم یې په ډېرى حوصلې زغملئ وى ، خو د ټپيانو چيغى ما لېونئ كړئ . كه څه هم زما وظيفه وى چې له ملګرو سره د ټپيانو زخمونه صفا كړم ، خو هر څه زما له زغمه ووزى او زه دغسى له وارډه وتښتېږم.

اوس زما منزل بيرته هغه درخته وى او دا رنګه په يو لېونتوب د هغې له ډډ سره تينګ ونيښلم او په زوره زوره په ژړا سم . په ما او هغه ونه کې يوه خبره يو شان وى او هغه دا چې دواړه حېرانه يو . د اونى حېرانتيا دا وى چې هغې خو زه هر وخت په خوشحالۍ ليدلئ يم ، خو اوس ورته ژاړم ، هغه زما په خيال په دې فكر هم وى چې دغه بدلون ولى . خو زما حېرانتيا بيا په دې وى چې ټول ښار بلكه هغه ټى وى لا ژاړى چې ساه په کې نسته ، خو دغه لېونۍ ونه په هيڅ نه ده هلاكه ، رخصى او خپله خوشبوى خوروى . څه دا ددى بې حسى ده يا و نړۍ ته په رښتيا دا پيغام وركول غواړى چې تر اوسه لا خوشبوى سته ، اميد سته او هر ځائ له بارودو او كركى ډك نه دئ . پائ زما زبان ګوى خلاصه سى او ونى ته په چيغو چيغو ووايم چې ته د ښار غمزده حال وينې او دا هم چې ښار په وينو لړلئ دئ ، هر څه سره دى ، زخمونه سره ، زړونه سوروى او د اوښكو يو طوفان دئ چې مخلوق پکې ډوبېږى ، په كار ده چې تا زما غوندى ژړلائ ، سر دى ټكولائ خو ته بيا هم رخصې او خپله خوشبوى خوروې ، ولى اخير ولى ، خو له هغى لېونو سره ددې هيڅ ځواب نه وى ، بس پر له پسې خپلى سندرى واى او ځانګى . پاى زه له درختى روان سم ، بس داسى وى لكه ځنى مايوسه چې سم او زما رخ بيرته د وارډ د غمجن ماحول او اوښكو په خوا وى.

دريمه ورځ موږ دعاوى غواړو چې نن دى الله پاك خېر كوى او هيڅ پېښه دى نه كېږى . خو د ښار په اووه سړكونو کې اوه اوه چاودنى وسى چې په سره اور لړلى اووه موټران خو موټران ، انسانان لا داسى په هوا کې واولوزوى لكه زورور طوفان چې د كمزورو مېږيانو پر ښار راسى او هغوئ په فضا كښي خواره واره كړى ، د سره اور طوفان ، د سرو سكروټو باران ، داسى بد ساعت ، داسى قيامت او دا ډول ظلم زور چې ما دمخه ليدلئ نه وى . مرده خانه له بدبودارو نامعلومو مړو د مخه لا ډكه وى چې پنځه سوه نور مړى راوړل سى . اوس په مرده خانې کې هيڅ ځائ نه وى او دا رنګه له هغې دباندى هغه خالى لوى سرائ هم ډك سى چې چمنئ لرى او موږ د هسپتال كاركونكى هلته د ساعت تېرى دپاره د تاش او لډو لوبى كوو.

نن بيا غمونه ، مړى ، بارود ، ټپيان او اوښكى وى . نه پوهېږم چې د چا ، چا د ټپونو غم وخورم ولى چې يو مخلوق په دړد او نارو اخته وى ، اوس زما زړه په خراپېدو سى ولى چې په ټپيانو کې د چا ګوتى نه وى ، د چا سترګه ، د چا پښه او د چا لاس نه ، بيرته زما مغزو ته هغه زوړ سوال راسى چې دا ظالم دئ څوك چې داسى بده ناترسى یې وكړه او ولى یې زه تر غاړى نه ونيسم . اوس زه خشم واخلم . دا څه يو لېونتوب راولوېږى او زما خشم وى چې وار په وار زياتېږى چې داقاتل به نيسم او وژنم به یې ، نه به یې پرېږدم ، بلكه ټوكر ټوكر کوم به یې. زه لكه لېونئ شاوخوا په كتو سم چې كېدئ سى قاتل دلې وى ، چېرى د خپل بد عمل حال كتلو ته راغلئ وى ، ځان په دې خوشحالول غواړى او زه یې له ګرېوانه ونيسم ، خو داسى يو څوك هم په نظر نه سى را چې پر مخ یې خوشحالى خوره وى ، بس هره څهره د دړدونو ، د اذيت او د خوږو يو انځور وى.

ناڅاپه په چوكيدار اكا مى سترګى ونيښلى چې دغه مهال په دغه بهير کې په يو كونج کې حېرانئ اخيستئ ولاړ وى ، مخ یې تك ژړ وى ، وجود یې په كپ اخته وى او د اوښكو ډكو زړو سترګو یې كله هم دارنګه قيامت ليدلئ نه وى ، زه دغسى ورمنډه كړم او نه يم خبر چې ولى په زوره تبرزين ځنى كش كړم او منډه كړم .

هغه ناره كړى چې هلكه عاشق خانه څه كوې ، ماغزه خو دى نه دى خراب سوى ، تبرزين را ، څه ورباندى كوې ، خو زه هيڅ ځواب نه كړم ور .

په داسى حال کې په ډېر لېونتوب دغسى له وارډه په تېزۍ سره دباندى راووزم . اوس زما په زړه کې يوه عجبه خبره وى چې ټول ښار په غم اخته دئ ، په وينو سور دئ او د اوښكو يو طوفان دئ چې بندېده یې نسته ، خو درخته لا مسته ده ، خوشبو خوروى او زموږ په حال خوشحاله ده ، دا خو ناترسى ده ، بې حسى ده ، جرم دئ ، له انسانانو څخه كركه او نفرت دئ او انسان دښمنى ده . اوس ونه وماته د يو داسى ښامار غوندى وښكارى چې د بندګانو په مرګ رخصى او شاوخوا اور او بڅركى پاشى، زه غواړم چې تر ټولو اول ددې انسان دښمنى هستۍ كار وروكړم او په تبرزين یې ټوكر ټوكر كړم .

زما حال په رښتيا د لېونو غوندى وى ، بس د خلګو د چيغو او خپلى ساه ږغ مى په غوږ کې رخصى ، تبر زين مى ټينګ نيولئ وى او د درختى په خوا منډى وم ، خو چې څنګه هلته ورورسېږم نو ناڅاپه داسى وچ ودرېږم لكه څوك چې زما پښې ټينګى ونيسى بلكه په ما جادو وكړى . دا څه زما وجود په كپ اخته سى او زه په رښتيا ولړزېږم .

اوس زما و مخته هغه ښكلى او حسينه درخته نه وى ولاړه چې زه به ورتلم او مينه به مى ورسره كوله ، بلكه هلته يوه داسى خزان وهلى وچه ونه ولاړه وى لكه په شپه شپه چې یې څوك له وجوده ټول ژوند وباسى ، كټ مټ د سپېرو غرو هغه درخته چې ټول وجود یې بس تش لرګئ وى ، وچ كلك لرګئ چې له سوو كلو هسى ولاړ وى ، بې شمېره مړه شاخونه یې وى او كله هم بهار نه وى ورباندى راغلئ . درخته څه چي د ويجاړي دنيا يوه نخښه وي .

زما تر خلې دغسى چيغه ووزى چې دا په درختى څه وسول ، ولى داسى سوه او څه زه خوب خو نه وينم .

په داسى حال کې زه اوس له حېرانتيا څو ګامه شاته هم سم او سترګى وموږم چې څه دا خوب خو نه دئ . اوس زما سوال تل زما ومخته رخصى او سر مى نه خلاصېږى چې دا په اونه څه وسول او چا جادو ورباندى وكړئ .

هلته په ويرانه كوڅه کې يو څوك وى هم نه چې زما د پوښتنى ځواب راكړى چې درخته ولى بدحاله سوه . دا مهال زما له كمزورى او كپېدونكى وجود تبرزين ايله سى ، خو چې لاندى وګورم ، نو بې اختياره په تېزۍ سره تبرزين بيرته راواخلم ، زيات كلك یې په لاس کې ونيسم او د حېرانتيا بل ډول احساسات وي په ما کښي .

دلته شاوخوا د درختى تازه پاڼى او ښكلى ګلابى او نارنجى ګلان خواره واره پراته وى چې ناولده كارګان ورباندى ناست وى او لوبى پکې كوى ، تور تور غټ كارګان چې بد ږغونه او بدي جولې ي وي او خورا خوشحاله وى، د مستۍ او لېونتوب سندرى واى او په ډېرى ناترسۍ تازه پاڼى او ښكلى رنګين ګلان خورى بلكه مشوكى پکې وهى ، تېرې تېرې د خنجر غوندى بدرنګه مشوكى . اوس زه بيا وكپېږم بلکه زيات په بد حال سم ، په غوږو کې مى دربئ غوندى سى او يوه بده چيغه مى تر خلې ووزى ، د لېونيو او بې سوده خلګو چيغه ، دغسى د جزباتى ماشوم غوندى په نارو سم ، زورورى ساندى مى تر خلې راووزى ، تبرزين په لاس کې وڅرخوم او د لېونو په شان د هغو ناترسو كارګانو په خوا ور وځغلم.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *