Categories

اعلان

Loading…

مقدونیا او سربیا له افغانانو، عراقیانو او سوریه والو پرته د نورو کډوالو ایستل پیل کړل

تاند- د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي چې سربیا او مقدونیا له سوریه والو، عراقیانو او افغانانو پرته د نورو هیوادونو پر کډوالو محدودیت زیات کړی دی.

د دې کمیشنرۍ په وینا د سربیا او مقدونیا حکومتونه یوازې افغانانو، عراقیانو او سوریه والو ته لاره ورکوي.

د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ یوې ویاندې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې سربیا او مقدونیا له دغو درو ملیتونو پرته د نورو هیوادونو کډوال بېرته واستول او اوس په سلګونو کسان د دغو هیوادونو له پولې دباندې لالهانده دي او نه پوهېږي چې کومې خوا ته لاړ شي.

له یونان سره د مقدونیا په پوله کې یوه شاهد رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د مقدونیا پولیسو له تېرې شپې څخه له افغانانو، سوریه والو او عراقیانو پرته د نورو ټولو هیوادونو د پناه غوښتونکو ایستل پیل کړل.

رویټرز خبري اژانس ته د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ ویندویې ملیتا سونیچ وویل:«د پرون ماښام له ۶ بجو څخه سربیا له افغانانو، عراقیانو او سوریه والو پرته د ټولو پناه غوښتونکو ایستل پیل کړي دي.»

دې همداراز وویل، مقدونیا د سهار په ۳ بجې خپله پوله وتړله او ۱۰۰ تنه په بې خاونده سرحدي سیمه کې په میدان پاتې شول.

48 total views, 1 views today

1 comment

  1. Zazai Reply

    Afghanan bayed band kri hazaragano ho behi washarmawala. Pozi ra fre kre. 108 kalo hazo Sara razi . Yara behi besharmi ye jora kari de .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *