Categories

اعلان

Loading…

توره ټوپکه خدای د ې مات کړه/ ابرهیم ایمان

د طالبانو وروستي کالونه و؛ پلار مې په خوست بازار کې درملتون درلود، هر سهار به بازار ته تللو ما به کله کله زارۍ ورته وکړې چې خیر دی ما هم در سره بوځه.

هغه وخت مې په بازار کې دوه ځایونه ډیر خوښیدل یو هغه د پروژې پله ته نه رسیده ودانۍ وه چې هغه وخت ډیره ښکلې ښکارېده اوس هم شته خو تر ټولو بدرنګه پاتې ده.

او بله مې هغه کوټه ډیره خوښیدله چې د مجاهد څلورلارې تر څنګ وه؛ راکټ او یړکۍ پرې رسم و.

طالبان چې له خوست لاړل همدې حکومت هغه راکټ او زیړکۍ (پي که) په سپین رنګ پاک کړل هغه وخت مې سخت زړه پرې بد وو.

اوس هر وخت له ځان سره وایم چې ولې مې هغه وخت داسې وژونکي شیان خوښیدل؟.ولې مې هغه راکټ خوښیدو چې په افغانستان کې یې یوازې په لکونو خلک وژلي دي؟

ولې مې هغه ( پي که )خوښیده چې یوازې یې په افغانستان کې لکونو پیغلې کونډې کړې؟
دا خبره نن په یوه زلمي پورې را په زړه شوه څنګ ته یې ټوپک اچولی عکس یې فسبوک ته پورته کړی وو.

بې له شکه زموږ خلک له ټوپک سره خورا ډیره مینه لري ما داسې خلک لیدلي دي چې د ټوپک په خوله کې ګل ږدي دا په دې مانا چې له ټوپک سره تر هر څه زیات مینه لرم موږ هغه چاته ګل ورکوو چې مینه ورسره ولرو یا د هغه چا په زلفو کې ګل کېږدو چې ډیر په موږ ګران وي.

زموږ پټانان د درې لسیزې جنګ او جکړې هم پوه نه کړل خو داسې هم نه ده چې افغانستان ته د ټوپک را تللو سره سم افغانان د یوبل په وژنه پیل وکړو له دې نه مخکې هم افغانانو په خپل منځ کې د یو بل سرونه په تیرو تورو پرې کړي دي.

ځکه مو د تاریخ له هر ټکي نه سرې وینې څاڅي تر اوسه چې په نړۍ کې هر رقم وسله جوړه شوي او زموږ وس ورته رسیدلی دی د خپل ورور د وژلو لپاره مو پیسې پرې ورکړي هغه مو رانیولي ده.

جالبه خو دا ده چې هر کله موږ څوک په وسله ووژنو نو د مقابل لوري خلک قاتل ته ښیراوې‎ هم نه کوي پړه يې بیا هم په تور ټوپک اړوي:
لکه
توره ټوپکه خدای دې مات کړه
دا ګلالي په ټټر تا جوړو داغونه

25 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *